د «فیلکس» سازمان په ۱۹۹۱ کال کی د فوځ او کی¬جی¬بی د اطلاعاتو په ګډون له «اقتصادی جرائمو» سره د مبارزې لپاره جوړ شو. د فیلکس کارپوهانی چی د ۹۴ له جنوری څخه ¬یی د مخدره موادو د قاچاق په هکله پلټنی پیل کړی، دی نتیجی ته-رسیدلی دی چی روسیه له ۱۹۹۱ کال راهیسی په بشپړه توګه د مخدره موادو د تجارت نړیواله نظام ته چی د «مسکو ډلی» په لاس کی دی جذب او ښکیل شوی ده.
د «مسکو ډله» چا جوړه کړیده؟ د کی جی بی هغه کسانو چی د چچنی جمهور رئیس دودایف سره یی خبری کولی او د «مسکو ډلی» بنسټ ایښودونکی دی. دوی په لومړی سر کی له چچنیانو سره تړون لاس لیک کړ او وروسته یی بیا خپل کار ته دومره پراختیا ورکړه چی نن د نړیوال اختاپوس تر ټولو فعاله پښی ګڼل کیږی.
دوی چی هم د اطلاعاتو په کار کی پوهه لری او هم د کی جی بی، فوځ او انتظامی ځواکونو له دایرو سره اړیکی لری، سربیره پردی چی د وړلو راوړلو لاری پیژنی، د اطلاعاتی نظام له مختلفو چارواکو سره له اړیکو او بانکی شبکی څخه هم ګته اخلی د «مسکو ډلی» هم بازار ته د مخدره موادو د رسولو لار جوړه کړیده او هم یی د پیسو دسپینولو.