د پيښـور وكيلانو ټـولنی ته‌ د «راوا» د استـازی د وينـا بشپـړ متـن

قدرمند مسعود الرحمان ايدوكيت‌،

او نورو درنو حاضرينو وكيلانو صاحبانو،

د هر څه نه اول اجازه راكړی څو د افغانستان د ښځو انقلابی جمعيت (راوا) له خوا دی درنی غوندی ته د رابلنی له امله خپله مننه وړاندی كرم‌. دا مننه دزړه له كومی او ډيره له معنا ډكه ده‌، نه د ساده تشريفاتو له مخی.

تاسو د «راوا» په رابللو سره په حقيقت كی په يوی لويی دستور ماتونی لاس پوری كړی دی. ځكه دغه شان ټـولنوته هغه كسان د ننوتلو لار مومی چی د رسميت ټاپه پری لگيدلی او يوه معلومه اندازه پيژندنه ولری. د مثال په ډول تر كومه ځايه چی خبره په افغانستان او افغانانو پوری تړلی ده معمول چلن داسی وه او اوس هم دی چی اوس بايدد ستاسو په وړاندی گلبدين حكمتيار، برهان‌الدين ربانی، رسول سياف او يا د دوی په شان نورو جنايتكارانو حضور لرلی تر څو خپلی له وينو ډكی خولی او لستوڼو باندی بر غولی ايښودلو لپاره‌يی زمونږ د خلكو پر ضد سپكی سپوری او د پاكستانی عوامو د دوكه كولو لپاره‌يی تير ايستونكی خبری په ژبی جاری كړی وای.

د خاینو او جنایت کوونکو بنسټپالو تر پښو لاندی افغانستان څخه گزارشونه

فیروز ـ لغمان‌

د لغمان د بیله او موساخیلو كلی كی دوو وسله‌والوكسان په خپلی مور جنسی تیری وکړ

د ١٣٧۵ كال د وری په ٢٢ نیټه یوی پنځوس كلنی كونډی ښځی د بیله او موساخیلو په كلی كی د ډوډی پخولو لپاره لرگی او بوټی راټولول چی د دی مسلحو رضاعی زامنو متین او شمس ولیدله او د بوسو وركولو په پلمه‌یی كوټی ته دننه ایستله او سم‌له لاسه‌یی په تجاوز لاس پوری کړ. خواركی كونډی هرڅومره ناری او چیغی ووهلی چی «متین‌جانه‌، شمس‌جانه ما تاسو ته شیدی درکړی دی‌، زه ستاسی موریم په ما تیری مه‌كوی‌» فایده‌یی ونکړه‌. ترڅو چی دواړه جهادیان له خپل ناولی عمل څخه فارغ شول او بیا یی ښځه ووژله‌.

په دی پیښی چی ټول كلی‌وال خبر شول د گلبدین د امنیت كسانو ته‌یی راپور ورکړ. هغوی دواړه بی‌ناموسان ونیول او بیایی د ۴۰ لكه افغانیو په بدل كی بیرته خوشی کړل‌.

لغمان ته د گلبدین له راتلو وروسته دا دریمه ښځه ده چی له جنسی تیری وروسته وژل كیږی‌.

قهر به اور شی (شعر‌)



زهره در حال دكلمه شعر «قهر به اورشی‌»

خپلو پښو لاسونه‌         وشكوه ځنځیر د اسارت‌
پاڅیږه توپان كړه‌

د عبدالغنی‌خان په درناوی جوړشوی سمینار كی‌ د «راوا» گـډون

د ۱۹۹۶ كال د می په شپږمه (د ۱۳۷۵ كال د غوایی ۱۷) د پاكستان عوامی نیشنل‌پارټی (ANP) لخوادپیښور په‌نشترهال‌كی د پښتو پیاوړی شاعرخان عبدالغنی خان په یاد یو سمینار جوړ شوی‌ وو.

عبدالغنی خان‌غنی د پاچاخان (خان عبدالغفارخان‌) مشر زوی او د خان عبدالولی‌خان مشر ورور د پښتو ژبی تكړه شاعر، انځورگر، ادیب‌، مجسمه‌جوړونكی او سیاست‌پوه وو.

دی سمینار كی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت‌» (راوا) ته د بیگم نسیم‌ولی لخوا د گډون بلنه وركړ شوی وه‌.

سمینار د نژدی یو زرو كسانو په گډون د سهار ۳۰:۹ بجی پیل او د ماښام نژدی یولس بجی پای ته ورسید چی گن شمیر شاعرانو، ادیبانو، ژورنالیستانو او د ANP چارواكو او كاركوونكو پكښی برخه اخیستلی وه‌.

څوك‌ بايد «شرعی» محاكمه‌ شی او د چا بايد لاس‌ او پښی غوڅ‌ كړای شی؟

سيدگل‌ ـ قندهار



«د ټپوس‌ د ځالی نه‌ د باز بچی نه‌ الوځی»

د بنسټپالو او په‌ سر كی د گلبدين‌ د فاشيستی بانډ جنايتونو او بیناموسيو اور لا په‌ هيواد كی نه‌وو مړ شوی چی د هغوی آخوروال‌ وروڼه‌ د طالبانو تر نامه‌ لاندی زمونږ په‌ كړيدلو خلكو نازل‌ شول‌.

طالبان‌ هم‌ ډير ژر په‌ هغی لاری وخوځيدل‌ چی د دوی اخوانی «قيادی وروڼه‌» تللی دی. دوی هم‌ خپلی اساسی دندی هغه‌ وټاكلی چی «جمهور رييس‌» او «صدراعظم‌ صاحب‌» په‌ كی ستړی شوی دی.