ښاغلی صدر صاحب، گرانو دوستانو او محترمو حاضرینو،
د هر څه نه مخكی د پښتو د ټـاټـوبی آزادی غوښتونكی او ملی شاعر، د شعر او ادب د ټـولو مینهوالو شاعر، د خانعبدالغنیخان سپیڅلی روح ته درود او تهنیت وایو او په دی غونډه كی د هغه په یادولو سره یی خاطری لمانځو.
د دی درنی غونډی د جوړونكو نه چی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) ته یی وخت وركړ څو د وینو او اور له ټـاټـوبی، د ټـپی او سوځیدلی افغانستان څخه د هنر او د هغه اصالت او د پرگنو هنرمندانو او د هغوی د رسالتونو په اړوند څو كلمی څرگندی كړی، د زړه له كومی مننه كوم.
هیلهمند یو څو په راتلونكی كی وكولای شو لا اغیزمن، ژور او هر اړخیزه قدمونه د مرستو او یومخیتوب پهلوری په كلتوری برخو كی چی زمونږ ترمنځ گډی اړیكی لری او په ځانگړی توگه سیاسی همكاری چی زمونږ د سازمان لپاره د ټـولو نه ډیر ارزښت لری اوچت كړو او پدی توگه ځان د یو بل له مشكلاتو او ستونځو نه خبر او د هغوی د لری كولو په لاره كی یو موټـی عمل وكړو.
زمونږ له نظره شعر یوه ادبی ښكارنده ده چی د هنر د ټـولو ډولونو په څوكه كی لكه ځلانده گوهر ځلیږی. په ځانگړی تـوگه زمونږ په هیواد كی چی د زرگونو كالونو راهیسی په ډول ډول حالاتو او شرایطو كی زمزمه شوی، غمونه، غصی، خوښی میړانی او پهلوانی ټـول د شعر په بشپړ او زړهراښكوونكی غږ كی انگروزه شوی او شاعر د اندیشی، احساس، خیال او ژبی په مرسته د خپل طبیعت، د خپلی ټـولنی او د خپلو خلكو ډیری نازكی ناویلی سپړلی دی. او نن ورځ چی مونږه د پخوا نه ډیری څپاندی او ستونځمنی نړی كی اوسیږو، دا دنده د شعر او شاعرانو لپاره هم غوره شوی او باید په كلكه ورته پاملرنه وكړی.
قدرمنو حاضرینو،
په داسی اوضاع كی د گل او بلبل، د زلفو او سنبل ویل د بیدردو او بی احساسو شاعرانو كار دی چی د خپلو خلكو او ټـولنی نه رټـل شوی دی. د دا رنگه شعرونو ویل د موهوماتو په نړی كی بوختیدل او خلكو ته خیانت دی. شاعر څرگندونه كوی او فرمان وركوی. شاعر هم د ټـولنی قاضی دی او هم څیړونكی او سپړونكی، هم پلټونكی او هم فرمان وركوونكی.
څرنگه چی زمونږ په وطن كی شعر د هنر د نورو ډولونو په نسبت زړی ریښی لری شاعر هم د خپل پړاو د ټـولو هنرمندانو په پرتله ډیر لوی او غټ رسالت لری.
محترمو،
زمونږ له نظره شعر یوه وسیله ده نه هدف، یوه وسیله، د اندیشو، هدفونو او كړنلارو د څرگندونی لپاره او د هغه هدفونو په خدمت كی چی شاعر یی په خپل ضمیر كی روزی. او څرنگه چی دا اندیشی او هدفونه په مختلفو ټـولنو كی ډول ډول دی شعر هم په خپلو ډولونو كارول كیږی. شعر په یوی ټـولنه كی د شاعر ځای فكرونه، هدفونه او شخصیت ټـاكی. دردمند او احساسلرونكی شاعر تل د خپلو خلكو كړاونه وایی او په خپل شعر كی امر وركوی چی باید د هر ډول بیعدالتی، ظلم او زبیښلو په وړاندی پاڅیږی.
خو ځینی ادبپوهان او سپړونكی د شعر څخه یواړخیزه، سرسری او شنډ درك لری هغوی یواځی شعر د ژبی او څرگندونی د څرنگوالی له اړخه څیړی. ځینی شعر د كلماتو په پوښ كی دا رنگه تاووی چی د شعر مضمون، اصالت او رسالت په بشپړه توگه له پامه غورځوی او د خلكو له سترگو یی پټ ساتی. هم داسیده چی شعر نشی كولایپه خپلیدندی عمل وكړی.اوداد شعر او په ټـولنه كی د هغه له چلند سره نه بخښلكیدونكی خیانت دی.
د هغه هنر چی دردونه غږوی او هغه هنر چی په دردونو برغولی ږدی ترمنځ د وینو د سین واټن وجود لری. په ډیری خواشینی سره باید وویل شی چی زمونږ په هیواد كی د روسانو د څوارلس كلن تیری په پړاو كی فرهنگی تیری كتاری سره د واكمن او خیانت په خدمت كی لویدلو سره خیانت وشو او اوس چی څلور كاله د بنسټپالو د نیمگړی واكمنی څخه تیریږی، نه یواځی دا چی هنر ته خیانت كیږی بلكه هنرمندان په ډاگه سره ټـوټـه ټـوټـه كوی او هنر د لوټـماری، تیری، وژنو او خرافاتو په خدمت كی كاروی.
د یادونی وړ ده، هغه روشنفكرانو او هنرمندانو چی د روسانو د تیری په دوران او وروسته بیا د گوډاگی رژیم د حاكمیت په دوران كی څه خیانت هنر او خلكو ته كړی وو، شاید چی د دغو خیانتونو سربیره هم تاریخ بخښلی وی، خو كله چی همدا هنرمندان او په ځانگړی توگه شاعران خپل ځان په ډیری آسانی او رذالتتوب سره بنسټپالو، داسی جنایتكارو او وروسته پاتی كسانو ته خرڅوی او هنر او شعر د هغوی په خدمت كی كاروی نو په یقین سره ویلی شم چی نه به تاریخ او نه به خلك هیڅكله دوی ونهبخښی. د مثال په ډول شهنوازتنی او نور د هغوی د خیانتونو او جنایتونو سره شاید چی تاریخ بخښلی وی خو كله چی هغه د گلبدین په شان وینی څښونكی انسان سره یو ځای شو، نه به تاریخ هغه وبخښی او نه د بخښلو وړ دی.
درنو دوستانو،
د شعر له مضمون څخه دی چی مونږ د هغه ښهوالی، بدوالی او شنډوالی په پخی یا خامی ژبی او كلماتو كی پیدا كوو او د هغه له مخی د شاعر فكر، هدف او دنده پیژنو. څرنگه چی طبیعت د خپلو قوانینو سره انسانی دنیا تهننوځی، همدارنگه شاعر هم د خپلو شعرونو سره په پنځ او ټـولنه كی ننوځی او په دی توگه خپله ټـولنه اړوی.
دوستانو،
«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» هنر او په اجتماع كی د هغه ارزښتناكه نقش ته ډیر په درنه سترگه گوری. زمونږ د سازمان لارښودی او بڼستایښودونكی په خپله شعر ویلی او د شعر او هنر ارزښتندی بهیی خپلو لاریانو ته په گوته كوله. هغه شاعر او هنرمند چی د خلكو دردونه وایی، تل ترتله یی نوم ژوندی پاتی كیږی.
خو كه زمونږ سازمان د یوی خوا د هغه هنر په ضد په كلكه او غوڅه توگه مبارزه كوی چی د ظالمو، وطنپلورونكو او پردیواكه حاكمانو په خدمت كی دی، لهبلی خوا د هغه هنر او هنرمندانو په مقابل كی چی د ټـولنی د واقعیاتو، ظلمونو او بیعدالتیو په مقابل كی شنډ، بیهدفه او مبتذل دریځ لری هم په غوڅه توگه مبارزه كوی. ځكه چی د دوی خیانت هم د وطنپلورونكو او خاینو هنرمندانو څخه كم ندی.
خانعبدالغنی خان هغه شاعر، مجسمهجوړونكی، ادیب او انځورگر چی مونږ دلته د هغه د یادولو لپاره راغونډ شوییو، یو احساسلرونكی شاعر وو. هغه د كلماتو آهنگ د دردونو سره یو ځای كړ او ځواكمن، پهتیره بیا هغوی یی چی د دین څخه په ریا او دوكی غلط كار اخلی په كلكه سره بربنډه كړل. مونږ د دی احساسلرونكی شاعر د كلماتو آواز اوس په خپل هیواد كی تجربه كوو او گورو چی څرنگه طالب، اخوانی، وهابی او سیافی د مذهب او دین تر نامه لاندی لوټول كوی، په ښځو تیری كوی او وینی تویوی. د غنیخان شعر د ډیر وخت نه د دی دینوالاوو د ناولو څیرو نه پردی لری كړی وی او دا د رښتیا او مینی خورا ښه محك گڼل كیږی چی د دی احساسلرونكی شاعر په شعر كی كاږل شوی دی.
زمونږ له نظره
زمونږ ویره هم دا ده چی زمونږه هغه دوستان چی هغوی په اصطلاح ناسیونالیستی غوښتنی لری. د پښتو او پښتونولی ترنامه لاندی گلبدین داسی رټـل شوی انسان ته بهایی بهایی ونهوایی او هغه ته د دوستی لاس ورنكړی چی دا به بیا هم زمونږ له نظره نهبخښلكیدونكی خیانت وی.د غنیخان داسی شاعرانو څخه زمونږ یادول او دا رنگه ویاندو ته زمونږ درنښت او درناوی به یواځی په دی كی نهوی چی د هغوی د هدیری ترڅنگ كښینو او اوښكی توی كړو او یا یی پهزړهپوری كلماتو یاد وكړو. زمونږ له نظره د دی رښتینپالو شاعرانو ښه وړیادگلوی به دا وی چی د هغوی د اندیشو جوهر تبلیغ كړو او د هغوی د شعرونو او هنر نیمگړی ټـكی بیپروا او پرته د دی نه چی د هغوی د شاعرانه او هنرمندانه شخصیت ځنی څه كم كړی، په رښتینوالی سره څرگند كړو ترڅو د نورو هغو شاعرانو او ویونكو لپاره لارښوونه وهاوسی چی د شعر او ادب په لار كی قدمونه اخلی.