د ۱۹۹۶ كال د می په شپږمه (د ۱۳۷۵ كال د غوایی ۱۷) د پاكستان عوامی نیشنلپارټی (ANP) لخوادپیښور پهنشترهالكی د پښتو پیاوړی شاعرخان عبدالغنی خان په یاد یو سمینار جوړ شوی وو.
عبدالغنی خانغنی د پاچاخان (خان عبدالغفارخان) مشر زوی او د خان عبدالولیخان مشر ورور د پښتو ژبی تكړه شاعر، انځورگر، ادیب، مجسمهجوړونكی او سیاستپوه وو.
دی سمینار كی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) ته د بیگم نسیمولی لخوا د گډون بلنه وركړ شوی وه.
سمینار د نژدی یو زرو كسانو په گډون د سهار ۳۰:۹ بجی پیل او د ماښام نژدی یولس بجی پای ته ورسید چی گن شمیر شاعرانو، ادیبانو، ژورنالیستانو او د ANP چارواكو او كاركوونكو پكښی برخه اخیستلی وه.
سمینار په دریو جلا جلا برخو كی جوړ شوی وو.
د لومړی برخی صدارت خان عبدالولیخان او انانسرییی فرید توفان (د ANP صوبایی جنرل سكرتر) كوله چی د بیگم نسیمولی له لنډو خبرو وروسته بیا د غنیخان د ژوند د مختلفو اړخونو په هكله مضمونونه پكښی وړاندی كیدل. په دی برخی كی د «راوا» استازی صائمهكریم هم خپل مطلب ولوست چی د حاضرینو له دروند هركلی سره مخامخ شو، د نوموړی مطلب بشپړ متن د «پیامزن» په همدی گڼی كی خپور شوی دی. وروسته له دی چی د سمینار لومړی برخه د اجملخټك له وینا سره پای ته ورسیدله، گڼ شمیر برخهوالو د صایمهكریم لخوا د وړاندی شوی مطلب ستایلو په ترڅ كی د «راوا» د مبارزی او دریځ ستاینه وكړه.
د پروگرام دویمه برخه ماسپښین په دریو بجو د اجملخټك په صدارت او د سعدالهجان برق (پښتو ډرامهلیكونكی او ادیب) په انانسری پیل شوه چی زیات شمیر شاعرانو د غنیخان د ژوند او فن په اړوند خپل شعرونه وړاندی كړل. په دی برخی كی د «راوا» غړی زهره د «قهر به اور شی» ترعنوان لاندی یو شعر وړاندی كړ چی د حاضرینو لخوا ورته تود هركلی وویل شو. كله چی د «راوا» غړی خپل شعر ولوست پښتو شاعر اباسین یوسفزی پاڅید لومړی یی د «راوا» په ملاتړ خبری وكړی او بیایی خپل شعر د «راوا» په نوم وړاندی كړ.
د سمینار دریمه برخه د ماښام په اوه بجو پیل شوه چی شاهولی، قمرگلی او گلزارعالم د غنیخان شعرونه د موسیقی په څپو كی برخهوالو ته وړاندی كړل. په دی برخی كی د «راوا» د «وطن لومړنی ښوونځی» د سرود گروپ هم خپل دوه سرودونه (كابله انتقام شه او تانهلوگی كابله) وړاندی كړل چی د حاضرینو لخوا ورته ډیر تود هركلی وویل شو. د سرودنو متن هم په همدی گڼی كی خپور شوی دی.
د سمینار تر پای ته رسیدو وروسته د «راوا» استازو نمایندگانو له بیگمنسیمولی، ژورنالیستانو او د ANP له غړو سره څو شیبی د دپیژندگلوی خبری اتری وكړی په دی وخت كی د «راوا» غړو ترلاسه شوی فرصت څخه گټه واخیستله او د خاینو اخوانیانو په اړوند خپلی پیژندنیاو غوڅ دریځاو پرتنگنظرانه اوارتجاعیناسیونالیزم باندی د دموكراسی لپاره د مبارزی لومړیتوب باندییی رڼا واچوله.