پښتون پاله هیڅ كله د خلكو مینه‌وړ نشی‌ كیدای‌

دا چی محمود خان اچكزی د «پښتون خوا ملی عوامی پارټی‌» رئیس د نجیب‌اله‌، دا وطن پلورونكی‌، دا د افغانستان د زرگونو مبارزو بچو وژونكی او دا د كی‌.جی‌.بی له خوا روزل شوی جاسوس‌، تر وژل كیدلو وروسته په ویر كښیناست او د هغه هیڅ د «جمعی شپه‌»، «څلویښتی‌» او نوریی له یاده ونه ایستل داسی یو شرموونكی عمل دی چی زر یا ځند به یی له توره ډك داغ هغه پخپله او د هغه هملاسی په خپل مخ احساس كړی‌. لكه څرنگه چی د هغه گونډ او همفكرانو یی په افغانستان باندی د روسانو د تیری هركلی وكړ او زمونږ د خلكو روسی ضد جگره‌یی له دی كبله چی خاین ربانی‌، گلبدین او داسی نور كسان په كی گډون لری ورټله تر هغه چی روسانو په خپله په افغانستان باندی خپل تیری «اشتباه‌» وباله‌، او فقط هماغه وخت وو چی د محمود خان اچكزی گونډ، د خان عبدالولی خان گوند، پښتون خوا ملی عوامی پارټی (لطیف آفریدی‌) او نورو ورته كسانو د افغانستان او د پاكستان د خلكو په وړاندی خپل ځانونه سرټیټی وموندل‌.

هغه څه چی مونږ یی په گوته كول غواړو دادی چی محمودخان اچكزی د نجیب څخه په دفاع كی دومره تلوار او ټینگار كوی چی ډیرو خندنیو تناقضونو سره مخ كیږی‌.

د غوایی په اتمی د «راوا» لاریون

RAWA Demonstration to condemn the black day of April 28 - 1997

سږكال بیا د ثور توره اتمه‌، زمونږ په هیواد باندی د بنسټپالو د منگلو ښخولو ورځ د «افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت‌» له خوا دیوه پرتمین لاریون په ترڅ كی وغندل شوه‌.

لاریون دسهارپه یوولسو بجو د اسلام‌آباد له پشاور مور څخه پیل شو چی د «راوا» د غړو او پلویانو سربیره د پاكستانی څو سازمانونو استازو او اسلام‌آباد كی میشته گڼ شمیر افغانی میرمنو او نجونو هم پكښی گډون كړی وو. دخبریالانو شمیر هم لكه د هر كال په شان‌دیر او د پام‌وړ وو.

متن سرودهاییكه توسط گروپ سرود «مكتب وطن‌» در سمینار عبدالغنی‌خان اجراء گردید

تا نه لوگی كابله‌


سرودهایی گروپ سرود «مكتب وطن‌» با استقبال گرم و كف‌زدن‌های ممتد حضار در سمینار (ANP) روبرو گردید

ځما د مینی كلا ستا له برجونه لوگی‌
ځما ښایسته كابله ستا له ټپو نه لوگی‌

گناه دی څه ده وایه پرتا یرغل چی كوی‌
دا د گولیو باران پرتا غوبل چی كوی‌

د مارچ اتمـه د خاینو اخوانی بنسټپالو او د دوی د طالبی وروڼـو د راپرځولو په لوری سره ونمانځو!

سږ كال هم د مارچ اتمه‌، د ښځی نړیواله ورځ په داسی حال كی نمانځو چی زمونږ خلك او په خاصه توگه ښځی‌، د داړونكو بنسټـپالو او د دوی دبی ارزښته مزدورانو په ځنځیرو كی لاس او پښی وهی او په ډیری بی شرمی سره هیواد كی د تمدن او فرهنگ وروستی پاتی شونی تر پښو لاندی او ورانیښږی‌. كه په تیرو كلنو كی پرچمی او خلقی هیواد پلورونكی د «سوسیالیزم‌» او «خلق‌» د څیری لاندی د خلكو د ځان او مال په لوټـولو لگیا وو، په وروستیو څلورو كالونو كی ډول ډول بدذاتی بنسټـپالان د دین او مذهب تر نوم لاندی په هر راز كیدونكی رذالت او جنایت بوخت دی‌.

كه څه هم جهادی خاینانو یو ځل بیا د «سولی‌» انگولا ایستل پیل كړی دی خو نه د «دولت‌» لوری او نه د دوی اپوزیسیون یو هم نه یواځی د خپل جهادی ورورگلوی جگړو د بندولو نیت نلری چی شپه او ورځ د یو بل دیوی مړی كولو لپاره نقشی اوباسی‌. د طالبانو ماورای ارتجاعی ډله هم چی د «جهادی‌» سپیتانی جگړو كی یی له خپلو اخوانی او وهابی «وروڼو» څخه میدان گټـلی‌، د هغوی په شان او په ځینو برخو كی تر هغوی هم لابدتر له علم‌، فرهنگ او د ښځو له حقوقو سره دښمنی كوی‌، د تعلیمی مؤسسو دروازی یی عملاً تړلی او ښځه‌یی په ډیری بی شرمی او څرگنده دكور بندی‌، د نارینه كنیزه او دچړچو وسیله بللی ده‌.

د خان عبدالغنیخان سمینار ته د «راوا» د استازی د وینا متن


ښاغلی صدر صاحب‌، گرانو دوستانو او محترمو حاضرینو،

د هر څه نه مخكی د پښتو د ټـاټـوبی آزادی غوښتونكی او ملی شاعر، د شعر او ادب د ټـولو مینه‌والو شاعر، د خان‌عبدالغنیخان سپیڅلی روح ته درود او تهنیت وایو او په دی غونډه كی د هغه په یادولو سره یی خاطری لمانځو.

د دی درنی غونډی د جوړونكو نه چی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت‌» (راوا) ته یی وخت وركړ څو د وینو او اور له ټـاټـوبی، د ټـپی او سوځیدلی افغانستان څخه د هنر او د هغه اصالت او د پرگنو هنرمندانو او د هغوی د رسالتونو په اړوند څو كلمی څرگندی كړی، د زړه له كومی مننه كوم‌.

هیله‌مند یو څو په راتلونكی كی وكولای شو لا اغیزمن‌، ژور او هر اړخیزه قدمونه د مرستو او یومخیتوب په‌لوری په كلتوری برخو كی چی زمونږ ترمنځ گډی اړیكی لری او په ځانگړی توگه سیاسی همكاری چی زمونږ د سازمان لپاره د ټـولو نه ډیر ارزښت لری اوچت كړو او پدی توگه ځان د یو بل له مشكلاتو او ستونځو نه خبر او د هغوی د لری كولو په لاره كی یو موټـی عمل وكړو.