لاندینی لڼد شوی مطلب د 1995 کال د نوامبر په 30 «مسلم» ورځپاڼی کی د ډاکتر جاسم تقی په قلم خپور شوی دی. ډاکتر تقی چی په منظمه توګه د ایران، سودان او نورو بنسټپالانو په پلوی لیکنی کوی، دا ځل یی د اسلامی تروریستی ډلو ماهیت تر پوښتنی لاندی نیولی او د«سیا» په لاس جوړشوی څیزونه یی بللی دی.

خو نوموړی هغو تروریستی ډلو ته چی د فلسطین آزادی بخښوونکی سازمان په ضد او د ایران سیاسی او مادی پلوی ورسره دی هیڅ ګوته نه نیسی. او هم په افغانستان کی «ورونه» او «جهادی» ډلی چی «سیا» لخوا د «سیا» لپاره رامنځ ته شوی بیخی له یاده باسی! خو بیا هم د لیکلی مطلب څخه پوهیدل کیږی چی «سیا» د تروریستی ډلو په مینځ کی زخ ډیر نفوذ درلودلی او د هغوی له لاری په بیلوبیلو هیوادونو کی خپل اهداف ترسره کوی. «پیام زن»

ډاکتر جاسم تقی د تروریزم او تریخوالی غندلو په اړه د المائده او آل عمران له سورترنو څخه څو آیاتونه راوړي او بیا لیکی:

«د سپیڅلي قران یواځې دا دوه آیتونه هم کافی دی ترڅو ټول په دی باور کړی چی اسلام هر راز تروریزم او تریخوالی، په هر دلیل چی وی، غندی او له دی امله هم چی اسلام تورات او انجیل ته د احترام په سترګه ګوری او هغه دواړه د خدای کتابونه بولی، د تروریستو کسانو، ډلو، سازمانونو، او دولتونو په اړه باید یو دبل په ضد دوه نظره وجود ونلری.

خبری د انتحاری بمب ایښودنی او په ځانګړی توګه اسلام آباد کی د مصر د سفارتخانی چاودیدلو په سر ده. دا تروریستی اعمال او لکه داسی نور تروریستی کړه وړه باید د مسلمانانو ټولو فکری ګرایشتاتو لخواه وغندل شی چی ښځه یا نر چی نوموړی اعمال ترسره کوی ډیر له سپکاوی ډک او کرغیړن کار کوی.

بوب ودوارد د «راز- دسی آی ای پټ جنګونه» په نوم یو پڼد کتاب لیکلی چی د مستند و اسنادو او شواهد و په مرسته یی سیاسی وژنو او تروریزم کی د سی‎آی‎ای لاس لرل په ډا ګه ګری.

مثال یی په 1957 کی د ایران پخوانی پاچا دی چی ویلی یی وو سی‎آی‎ای د «مارکسیست مسلمانانو» پلوی کوی.

داسی ښکاری چی د مصر دمسئلی په اړوند سی آی ای خپله ځانګری نقشه لری. عام باور داسی دی چی حسنی مبارک دمصر رئیس جمهور خپله لوبه ترسره کړی او باید ځای تش کړی. په ټینګ ګمان سیمه کی د نوی بدلون سره به لا نوی څیره د منلو وړ ګرځی. حسنی مبارک د «نیویارکر» مجلی سره د یوی مرکی په ترڅ کی په امریکا تور ولګاوه چی اسلامیستانو سره اړیکی لری. «د متحد ایالاتو دولت له اسلامی ډلو سره اړیکی لری. تاسو (امریکائیان) سوچ کوی هغه تیروتنی مو چی ایران کی کړی اصلاح کولای شی. ولی زه تاسوته ډاډینه درکوم چی دغه اسلامی ډلی هیڅ کله په مصر کی برلاسی کیدای نشی»

څو موده مخکی د مصر خپرونو څرګنده کړه چی افراطی اسلامی ډلی د سی آی ای لخوا جوړی شوی دی او هغه ړوند، شیخ عمر عبدالرحمن د سی آی ای پیژندل شوی جاسوس وو.

د سی آی ای پشان- موساد هم په تروریزم کی د پراخ ګډون تاریخ لری. اسرائیلی پوځ په خپلو ګاونډیو عربی هیوادونو او په تیره د لبنان جنوب کی د فلسطینیانو په اردوګاه باندی ترټولو کلک «دولتی تروریزم» کاروی. د موساد د مخکنی مامور، ویکتور او ستروفسکی کتاب «د چم او چل له لاری» پورتنی مسایل او په تیره د موساد اړیکی له سی¬آی¬ای سره رسوا کوی.

ابوجهاد د 1988 اپریل په 18 د سی آی ای او موساد لخوا ووژل شو. سادات او رابین دواړه د خپلی وظیفی له ترسره کولو وروسته ووژل شول له دی امله به خشونت او دولتی تروریزم ترهغه وخته دوام ومومی، څو چی ځواکمن هیوادونه د کمزورو هیوادونو پرضد «دولتی تروریزم» ترسره کوی.

په دی وروستیو کی بی بی سی ګزارش ورکړ چی سی¬آی¬ای د اروپا په مختلفو سیموکی ددی لپاره چی د اروپایی هیوادونو سیاستونه او ګرایشات د خپل کنترول لاندی وساتی او هم هغوی دی ته مجبور کړی چی د امریکا له سیاست سره سم خپل ځان برابر کړی د تروریستی ډلو یوه شبکه جوړه کړی ده.