د زهراكاظمي‌ وينه ‌ د ايران‌ جنايتكاره‌ رژيم‌ پر مخ‌ ‌د ننگ‌ يو بل داغ‌

زهراكاظمي‌ ايران‌ بنسټه‌ كانادايي‌ عكاسه‌ او خبرياله‌ په‌ داسي‌ حال‌ كه‌ چي‌ په‌ تهران‌ كي‌ يي‌ د اوين‌ زندان‌ په‌ مقابل‌ كه‌ عكاسي‌ كوله‌ ونيول‌ شوه‌ او د سپاه‌ په‌ زندان‌ كي‌ د تحقيقاتو په‌ دوران‌ كه‌ چي‌ هيڅ‌ څه‌ يي‌ د اعتراف‌ كولو لپاره‌ نه‌ درلوده‌. د تهران‌ څارنوال‌ سعيد مرتضوي‌ د مستقيمي‌ څارني‌ لاندي‌ د قضايي‌ ځواك‌ او اطلاعاتو وزارت‌ د كسانو لخوا شكنجه‌ شوه‌ او د هغي‌ گزار له‌ كبله‌ چي‌ په‌ سر يي‌ لگيدلي‌ وء مغزي‌ ويني‌ تلل‌ ورته‌ پيدا شوه‌ او په‌ دي‌ توگه‌ يي‌ خپل‌ ځان‌ له‌ لاسه‌ وركړ.

زهرا بايد امريكا ته‌ په‌ جاسوسي‌ كولو اعتراف‌ كړي‌ وي‌. هغه‌ سناريو چه‌ بايد ورباندي‌ اعتراف‌ كړي‌ وي‌ دا وه‌ چي‌ هغي‌ د امريكا د جاسوسي‌ سازمان‌ او د خبريالانو او اصلاح‌ غوښتونكو او د زده‌ كوونكو د غورځنگ‌تر مينځ‌ د اړيكو برقرارولو ونډه‌ درلوده‌. داسي‌ ويل‌ كيږي‌ چه‌ د زهرا د كالبد څيرني‌ په‌ راپور كي‌ راغلي‌ چه‌ هغه‌ د مستنطقينو په‌ مقابل‌ كه‌ مقاومت‌ كړي‌ چه‌ په‌ نتيجه‌ كي‌ يي‌ د هغوي‌ څخه‌ يو تن‌ په‌ زهرا جنسي‌ تيري‌ كوي‌. د زهرا مور هم‌ د هغي‌ په‌ وينو كي‌ لټ‌پټ‌ جسد د ليدلو وروسته‌ په‌ زهرا د شوو وحشيانه‌ شكنجو تصديق‌ كړي‌ دي‌.

«زما د زامنو قصابانو تاسی وسله‏ وال کسان یاستی»


محمد یوسف‌ ۱٦کلن و محمد ابراهیم‌ ۱٠ کلن.

د سږکال د میزان د میاشتی په ۱۵ نیټه د دوشنبی په ورځ د جلال آباد ښار یو ځلی بیا هغه وحشتناکه او زړه‏بریښوونکی خبر وخوځاوه چی نه یوازی د دغه ښار بلکه د ټول افغانستان د بی ثباتی او وسله والو ډلو تر واکمنی لاندی حالات په ډیره ورښانه توګه څرګندوی.

دا خبر د جلال آباد د جویی هفت اوسیدونکی صحبت خان د دوو زامنو د بیرحمانه وژنی په اړوند و. صحبت¬خان اصلا د سرخرود ولسوالی د سلطانپور د کلی اوسیدونکی دی او یوازی ۱۵ ورځی کیدی چی د پاکستان څخه جلاآباد ته ورستون شوی و. محمد یوسف چی ۱۶ کلن او محمد ابراهیم چی ۱۰ کلن و هغه وخت د نامعلومو وسلوالو کسانو لخوا وتښتول شول چی د مهترلام جومات ته د ماښام لمانځه اداکولو لپاره روان و. دا دواړه ورونه چی هیڅ ګناه یی نه درلوده، وروسته بیا د غوچک د نهر تر څنګ په چاړو وهل کیږی او بیا یو له مخی او بل یی دشا لخوا په ډیره بیرحمانه توګه حلالیږی.

کله چی جنایی کسانو د محمد یوسف او محمد ابراهیم د پلار څخه پوښتنه وکړه چی دچا سره یی خو دښمنی نه درلوده، صحبت¬خان د خپل خوږشوی زړه فریاد بی له ډاره داسی اوچت کړ «زه دهیڅ چا سره دښمنی نلرم خو په دی کی هیڅ شک نلرم چی تاسی وسله‏وال کسان زما د زامنو قاتلان یاست، تاسی جنایتکارانو دا کار کړی دی، تاسی د خلکو څخه پیسی اخلی او بیا هغوی وژنی. زما د زامنو قصابان تاسی یاست ځکه چی بل څوک داسی جرئت نشی کولای.»

کرزی ولی د زرمینی د فلم نه یادونه کوی خو د «راوا» څخه نه؟

په دی وروستیو کی ښاغلی کرزی روحانیونو ته په خپلی وینا کی وویل:

«... (دا) د طالبانو د دوران فلم دی. دا دری ښځی را ښکته کړی، د پیکپ څخه، ددی استدیوم په منځ کی، دوی ښځی ولاړی ودریدی. دا بله ښځه کښینوله په مځکه. دا ټول عالم ورته ګوری، پنځه شپږ زره خلک ورته ناست دی..... دا بلی ښځی وسر ته کلاشنکوف ونیوی، ددی پنځو زرو خلکو په مخکی وویشته..... دا غیرت دی، ملا محمد عمره!؟ دغه ستا غیرت و؟ اسامه! دغه ستا غیرت و؟!»

په هر حال هغه مجبوره و چی د طالبانو د جنایت د دغه ډیر هم او په نړیواله پیمانه مشهور شوی سند په هکله خبری وکړی په داسی یو ډول چی بی خبره اوریدونکی یا لوستونکی هغه د سی ان ان یا بی بی سی کار وګڼی (١) خو ددی فلم صاحب یعنی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) نوم ته په اشاره کولو کی یی ژبه بندیږی. ولی؟ اجازه راکړی مونږ هم پوښتنه وکړو ښاغلی کرزی، آیا دا ستاسی غیرت و چی د «راوا» د فلم څخه یادونه وکړی خو د «راوا» نوم په خوله وانخلی؟ البته مونږ په هیڅ توګه ښاغلی کرزی دومره خپلواکه، مخیر او دموکرات نه ګڼو چی د طالبی او جهادی تبهکارانو ضد د یواځنی پخوانی او انقلابی سازمان په وجود ویاړ وکړی. خو مګر د یو «رییس جمهور» لپاره به شرم نه وی چی د هغی څخه وډاریږی یا ترینه کرکه وکړی؟ که ومنو چی د «راوا» د ویاړه ډک خپلواکه، دموکراسی غوښتونکی او د طالبانو او «شمال ټلوالی» ضد دریځ له کبله ښاغلی کرزی حق درلود د هغی څخه وډاریږی یا بیزاره وی، په دی صورت کی ښه دا و چی اصلاْ د دغه فلم د یادولو نه تیر شوی وی ترڅو د خلکو پام دی ته نشی چی حتی ددی هیواد د دولت رییس کولای شی دومره ټیټ او سپک شی چی یواځی د هغه په کابینی کی ناستو «شمالی ټلوالی» پوری تړلو جنایت کارانو څخه یی انتظار تلای شی، هغه بی شرمه او بی معرفته جنایت کاران چی د خپل دفاع وزارت د خپرونی نوم یی «پیام زن» ایښودلی دی!






پاورقی:

«...هغه ورځ می خبرونه کتل، په خبرونو کی، بی‎بی‎سی وه که سی‎ان‎ان...»

په عراق کی بی له وجهی د مرګ سره مخامخ یو

ما په تیرو شپږو میا شتو کی په هغه څه کی ګډون کړیدی چی فکر کوم یو لوی مډرن دروغ به وی: عراق د آزادولو عملیات. د۲۰۰۱ کال د سپتامبر د یولسمی ویریوونکی پیښی نه وروسته او د افغانستان د جګړی په دوران کی پر عراق د تیری کولو لومړنی کارونه پیل شوی و. «Shock and Awe» هغه ټکی و چی د قدرت د ښودنی لپاره استعمالیدل چی باید نړیوالو یی د عراق د آزادی د عملیاتو په پیل کی ننداره کړی وی. دا به په حقیقت کی د امریکا او انګلستان د نظامی توان او د پوځ د وسلو جوړولو کارخانو د پر مختللی ټکنالوژی نژدی او حیرانوونکی یوه ننداره وی. خو د یو عسکر په توګه چی د عراق په نیولو کی د برخی اخیستنی لپاره ځان تیاروی،«Shock and Awe» زما په ماغزو کی ژوره انګازه وکړه. حتی په هماغه وخت کی چی مونږ د تللو لپاره تیاریدو، داسی ښکاریده چی دا دوه ستر قدرتونه د هغه مقرارتونو نه سرغړونه کوی چی د نورو څخه یی د هغوی د پلی کیدو غوښتنه کړی ده. امریکا او انګلستان دملګرو ملتونو سره پر عراق تیری وکړی. «Shock and Awe?» هو، دغه کلمی په ښه توګه زما احساساتو څر ګندونه کوی چی مونږ د عدالت د برقراریدو نه بلکه د تزویر او دوه مختیوب لاره پله کړی ده.

ددی په اصطلاح د خلاصون او آزادی د جګړی د لومړنی ډزی کولونه را پدیخوا دوه مخی حاکمه شوه. په عربی تلویزیون کی د نیول شوو او وژل شوو امریکای عسکرو د عکسونو د خپریدونه وروسته ، امریکایی او انګلیسی رهبرانو د غچ اخیستنی قسم وخوړ په داسی حال کی چی په کلکه توګه یی په خبرو کی د داسی عکسونو د خپرولو غندنه وکړه. خو سره له دی امریکا حکومت د صدام حسین د زامنو د وژل کیدو په لومړنیو ساعتونو کی د دواړو وژل شوو ورونو ویروونکی عکسونو ټولې نړۍ ته وښودل. بیا هماغه قصه ده چی: «هغه وکړه چی مونږ یی وایو نه هغه چی مونږ یی کوو».

د پاکستان د دولت پر ضد د آی‎اس‎آی د چوپړانو مظاهره نشي کولای زمونږ خلک وغولوي

په دی کی هیڅ شک نشته چی جهادی او طالبی ډلی د آی‌اس‌آی د نس څخه زیږیدلی دی او د دوی ترمینځ اړیکی دومره ټینګی، کلکی، پراخی او روښانه وی او دی چی اوس د پاکستان د دولت او یا د آی‌اس‌آی پر ضد اکتونه او اداګانی په هیڅ توګه نشی کولای د هغوی دا بویناک، د شرمه ډک او کرکجن تړلتوب پټ کړی. مور او لور جنګ وکړو کم عقلو پری باور وکړو.

په کابل کی هغه مظاهره چی د ښاغلی کرزی د دولت او بنسټپالی ډلی لخوا او د ډاکټر انورالحق احدی په مشریۍ ګواکی د پاکستان پر ضد په لاره اچول شوی وه، د هغه ناوړه، کرکجن او د ملنډو وهلو نه ډک عمل ښکارندوی دی چی په هیڅ توګه نشی کولای زمونږ بنسټپالی وهلی خلک پری وغولوی. مګر آیا د کلونو تړلتوب او د آی‌اس‌آی د شیدو خوړلو نه وروسته جهادی-خادی جنایتکاران کولای‌شی د طالبانو او ګلبدین سره د پاکستان د دولت د مرستی کولو په نامه په مظاهری کولو سره‌ګوا کی خپل ضدیت او کرکه د دغه هیواد په مقابل کی وښایی؟ مګر ګلبدین او طالبان څوک وو؟ د دی وطن ماشومان هم پوهیږی چی اوس په قدرت کی ناست د «شمالی ټلوالی» «سپه سالار» او بانډیی وو چی ګلبدین‌یی خپل جهادی ورور ګڼه او د لوی وزیر په صفت‌ی وټاکه مګر همدغه مسعود «بزرګ» نه و چی لاره‌یی طالبانو ته پرانیسته تر څو کابل او نور ښارونه په آسانی او چټکیا سره ونیسی؟ (په دی اړوند د «پیام زن» په تیری ګڼی کی خپری شوی دی مقالی ته رجوع کولی شی: «سپه سالار»ی «کثیرالعباد» به روایت شاطرسالاری «قصیرالعباد»!) زمونږ خلکو نه دی هیر کړی او نه‌یی بخښلی چی څرنګه پوره څلور کاله (۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵) ربانی، ګلبدین، مسعود، سیاف، خلیلی، دوستم او نورو د امریکا، پاکستان، ایران او عربستان د غوړه مالو او خرڅ شوو بچیانو په شان زمونږ هیواد او په خاصه توګه کابل په دوزخ او د وینو په حمام بدل کړو. اوس چی ګلبدین او طالبان لکه د زخمی مارانو حیثیت لری او د اربابانو له پامه هم غورځیدلی دی، د هغوی په نوم مظاهره کول پرته د ولس غولونی نه بله معنی نلری.