زه‌ د «راوا» ستره‌ مبارزه‌ ستایم‌

د افضل‌ خاموش‌ د «پاكستان‌ كمونیسټ‌ مزدور كسان‌ پارټی‌» عمومی‌ رییس‌ د وینا متن‌


دوستانو او گرانو ملگرو،

مخكی‌ تر هر څه زما سلامونه‌ ومنی‌. كه‌ څه هم‌ د ښځو نړیوالی‌ ورځی‌ په‌ مناسبت‌ ملگرو ډیر تقریرونه‌ وكړل‌، خو زه‌ هم‌ غواړم‌ دا ووایم‌ چی‌ د مارچ‌ اتمه‌ یواځی د افغانستان‌ او د آسیا د ښځونه‌ بلكه‌ د ټولی‌ نړی‌ د ښځو ورځ ده‌. دا هغه‌ ورځ ده‌ چی‌ د امریكی‌ د یو صنعتی‌ ښار د خواری‌ كښو ښځو د احتجاج‌ په‌ خاطر وټاكل‌ شوه‌ او نن‌ یی‌ د نړی‌ ټولی‌ زحمتكشی‌ او رنځ‌گاللی‌ ښځی لمانځی او ترڅو چی‌ په‌ دی‌ دنیا كی‌ ظلم‌ او بی‌عدالتی‌ وی‌ او د ښځو حقوق‌ تر پښو لاندی‌ كیږی، دا ورځبه‌ لمانځل‌ كیږی او هیڅ څوك‌ یی‌ مخه‌ نشی‌ نیولی‌.

لیونی‌ سپی‌، خپل‌ او پردی‌ نه‌پیژنی‌


د فټبال لوبغاړی د طالبونه تر داړلو وروسته

د جولای‌ په‌ دومه‌ هفته‌ كسی‌ د چمن‌ د سرحدی‌ سیمی‌ د فټـبال‌ مشهور تیم‌ چی‌ د افغان‌ فټـبال‌ كلب‌ په‌ نامه‌ یادیری‌، د طالبانو د لوبو او ثقافت‌ وزیر مولوی‌ عصمت‌الله‌ اخوند له‌ خوا د لوبی‌ لپاره‌ قندهار ته‌ وبلل‌ شو. كله‌ چی‌ لوبغاری‌ سټـیدیم‌ ته‌ د نندارچیانو په‌ چك‌ چكو كښی‌ حاضر شول‌، نو په‌ دغه‌ وخت‌ كښی‌ د طالبانو ببرږیری‌ د ټـوپكو او قیچیانو سره‌ د لوبی‌ میدان‌ درننوتل‌، او د نندارچیانو د خوښی‌ شیبی‌ یی‌ په‌ غم‌ او وحشت‌ بدلی‌ كړی‌. د چمن‌ ټـیم‌ دا خیال‌ كاوه‌ چی‌ مونږ میلمانه‌ یو او افغانان‌ میلمه‌ پاله‌ خلك‌ دی‌، نو موږ سره‌ هیڅ‌ كار نلری‌. خو طالبانو لوبغاړی‌ ونیول‌ او لاسونه‌یی‌ ورته‌ وتړل‌. كله‌ چی‌ د قندهار خلكو د میلمنو بی‌حرمتی‌ ولیده‌ نو لاسونه‌یی‌ ډبرو او گتو ته‌ یووړل‌ او د طالبانو په‌ سر یی‌ د گتو باران‌ جوړ كړ. طالبان‌ د خلكو د غبرگون‌ څخه‌ وویریدل‌ او زر تر زره‌یی‌ لوبغاړی‌ خپلو موټرو ته‌ واچول‌ او میدان‌ ئی‌ پریښود چی‌ وروسته‌ ئی‌ بیا د امربالمعروف‌ په‌ دفتر كی‌ د ټـولو سرونه‌ و خرول‌.

د طالبانو له‌ حملی‌ څخه‌ یواځی‌ یو لوبغاړی‌ عبیدالله‌ د میدان‌ څخه‌ و تښتیده‌ او خپل‌ ځان‌یی‌ د پاكستان‌ كونسلگری‌ ته‌ ورساو.

د پاكستان‌ د كونسلگری‌ او طالبانو ترمنځ‌ د خبرو وروسته‌ كله‌ چی‌ د ټـولو لوبغاړو سرونه‌ وخریل‌ شول‌، د و ټـیم‌ لوبغاړی‌ د امربالمعروف‌ له‌ بندیخانی‌ خوشی‌ كړای‌ شول‌.

اعلامیه‌های‌ «راوا»

یواځی‌ اقتصادی‌ بندیزونه‌ د تروریزم‌ مخه‌ نشی‌ نیولای‌

هغه‌ څه چی‌ «راوا» د ډیرو اوږدو كلونو راهیسی‌ د ډول‌ ډول‌ بنسټپالو او دهغوی‌ د كړو وړو په‌ اړوند ویل‌، اوس‌ د ځینو هیوادونو او دولتونو له‌خواپه‌ یو نه‌ یو ډول تائید كیږی‌.

كه‌ ملگری‌ ملتونه‌ او یا بل‌ هر هیواد په‌ طالبانو باندی‌ د اقتصادی‌ پابندیو د لگولو نه‌ خبری‌ كوی‌، خو مخكی‌ د دغه‌ سیاست‌ د پلی‌ كولو نه‌ باید حداقل‌ د یو ځل‌ لپاره‌ هم‌ كه‌ وی‌، خپل‌ پخوانی‌ غلط‌ سیاستونه‌ وڅیړی‌ او دی‌ پوښتنو ته‌ ځواب وركړی چی‌ ولی‌ افغانستان‌ د اسامه‌ بن ‌لادن‌ په‌ شان‌ تروریستانو كور جوړ شو او د بشر د حقوقو د نه‌ هیریدونكی‌ فاجعی‌ عاملان‌ د چا له‌خوا تربیه‌ او وروزل‌ شول‌؟

په‌ طالبانو باندی‌ د ملگرو ملتونو اقتصادی‌ بندیز او د هغی‌ د بشردوستی‌ دعوا به‌ هیڅ كله‌ زمونږ بی‌ وسه‌ خلكو ته‌ یو بڅری‌ هم‌ ارزښت‌ ونلری‌ كه‌ چیری‌ د طالبی‌ او جهادی‌ ډوله‌ بنسټپالی دله‌منځه‌ وړلو په‌ خاطر د كوښښونو سره‌ یوځای‌ نوی‌.

په‌ طالبانو باندی‌ یواځی‌ د ملگرو ملتونو اقتصادی‌ بندیزونه‌ لگول‌ نشی‌ كولای‌ د افغانستان‌ د كشالی‌ د حل‌ كولو لپاره‌ مرسته‌ وكړی ځكه‌ چی‌:

د بنسټپالی‌ د سیوری‌ لاندی‌ آزادی‌ ناممكنه‌ ده‌

د صایمه‌ كریم‌ د وینا متن‌

گرانو خویندو او میندو،

دوستانو! همدا اوس‌ چی‌ مونږ او تاسی‌ دلته‌ راټول‌ شوی‌ یو او د مارچ‌ اتمه‌ د ښځو نړیواله‌ ورځ‌ لمانځو، زمونږ د وطن‌ د زړه‌ یعنی‌ ښكلی‌ كابل‌ ښار او همداشان‌ د افغانستان‌ د نورو ښارونو څخه د غم‌، فقر، بدبختی‌ او تباهی‌ باران‌ اوریږی‌ او زمونږ د وطن‌ خلك‌ د هغو فاشیستانو او وحشی‌ كسانو په‌ لاس‌ د ژوند څخه بیزاره‌ كیږی او د خپلو اصلی‌ حقوقو څخه محرومه‌ كیږی چی‌ زمونږ شهیدی‌ رهبری‌ مینا، په‌ حق‌ او پرځای هغو ته‌ د داخلی‌ تیری‌ كوونكو نوم‌ وركړی‌ ؤ او ویلی‌ ئی‌ ؤ چی‌ كه‌ كومه‌ ورځ دا كسان‌ قدرت‌ ته‌ ورسیږی‌ نو په‌ جنایت‌ او خیانت‌ كی‌ به‌ د خلق‌ او پرچم‌ او د هغوی‌ روسی‌ بادارنو مخونه‌ سپین‌ كړی‌. د اتو كلونه‌ را په‌ دی‌ خوا مونږه‌ او تاسو ټول‌ شاهد یو چی‌ څرنگه‌ زمونږه‌ خلك‌ او په‌ تیره‌ بیا د افغانستان‌ توربختی‌ ښځی په‌ جهالت‌ او دوزخ‌ كی‌ ژوند كوی‌ او په‌ غم‌ او عذاب‌ كی‌ ډوبی‌ دی‌.

مه‌ پریږدی‌ چی‌ ماران‌ او ټپوسان افغانستان‌ ته‌ دننه‌ شی


د ډیرو محترو خویندو او د ډیرو محترمو ورنو په‌ اجازه‌،

كومو استعمارگرانو چی‌ په‌ افغانستان‌ باندی‌ تیری‌ وكړ افغانستان‌ یی‌ په‌ كنډواله‌ بدل‌ كړ، افغان‌ ښځی یی‌ كونډی‌ كړی‌، افغان‌ بچی‌ ئی‌ یتیمان‌ كړل‌ او د افغانستان‌ روشنفكران‌ ئی‌ ووژل‌، ویی‌ تښتول‌، ویی‌ ایستل‌، هغوی‌ دی‌ نن‌ وگوری‌ چی‌ څنگه‌ ئی‌ دا خیال‌ و چی‌ افغانستان‌ یی‌ فتح‌ كړی‌ دی‌، نن‌ دی‌ وگوری‌ چی‌ داسی‌ نده‌ پدی‌ ایرو كی‌ سره‌ بڅری‌ شته‌. زما یقین‌ دی‌ چی‌ ستا سو عزم‌ او ستاسو اراده‌ د افغانستان‌ د آزادی‌ او دموكراسی‌ تضمین‌ دی‌. دنیا كی‌ هیڅ قوت‌ حتی‌ اتم‌ بمونه‌ نشی‌ كولی‌ چی‌ د خلكو ارادی‌ ماتی‌ كړی‌ او هغه‌ هم‌ داسی‌ خلك‌ چی‌ د خپلی‌ ارادی‌ د پاره‌ قربانی‌ وركولو ته‌ تیار وی‌. او زه‌ تاسو ته‌ د «راوا» خویندو ته‌ ډاډ وركومه‌ چه‌ د تاسو پدی‌ مبارزی‌ خلك‌ خبر دی‌. ما ته‌ زمونږ د سازمان‌ محترمی‌ ملگری‌، چی‌ پاكستان‌ كی‌ د ښځو د جنبش‌ یو سمبول‌ جوړ شویدی‌ «محترمه‌ عاصمه‌ جهانگیر» راته‌ ووی‌ چه‌ دی‌ ته‌ حاضره‌ ده‌ چی‌ په‌ افغانستان‌ كی‌ د ښځو د استبداد، اختناق‌، د وژلو او د قتل‌ مسئله‌ په‌ جهانی‌ سویه‌ راپورته‌ كړی‌. ملل‌ متحد كی‌ ئی‌ راپورته‌ كړی‌ او ټول‌ جهانیان‌ ددی‌ جنایاتو نه‌ خبر كړی‌ چی‌ په‌ افغانستان‌ كی‌ روان‌ دی‌. افغانستان‌ په‌ یوی‌ لویی‌ بندی‌ خانی‌ بدل‌ شویدی‌ او ددی‌ بندی‌ خانی‌ جوړه‌ ولو كی‌ د افغانستان‌ گاونډی‌ هیوادونه‌ لكه‌ ایران‌، روس‌، پاكستان‌ او نور لاس‌ لری‌. هغوی‌ په‌ افغانستان‌ باندی‌ ټوپك‌ مار كړیدی‌.