تا نه لوگی كابله‌


سرودهایی گروپ سرود «مكتب وطن‌» با استقبال گرم و كف‌زدن‌های ممتد حضار در سمینار (ANP) روبرو گردید

ځما د مینی كلا ستا له برجونه لوگی‌
ځما ښایسته كابله ستا له ټپو نه لوگی‌

گناه دی څه ده وایه پرتا یرغل چی كوی‌
دا د گولیو باران پرتا غوبل چی كوی‌
        ستا د شهید د سلگو او پرهارو نه لوگی‌

كابله وایه راته یرغلگران څه غواړی‌
لومړی روسانو لوټ كړی گلبدینیان څه غواړی‌
        د آزادی مرچله ستا له لمبو نه لوگی

د استعمار نوكران پرتا نادودی كوی‌
دا د پردو ټټوان ستا په سر لوبی كوی‌
        ستا د خپلواكو بچو روستو سلگو نه لوگی‌

تا به آزاد كړو آخر د غلیمانو ځنی‌
د دی بی‌واكه پردو د غلامانو ځنی‌
        ته‌یی غلبیل غلبیل كړی ستا له سورونه لوگی‌

كابله جار دی شمه غلیم دی نه بخښمه‌
د آزادی تر ورځی ستا له غیر نه‌تښتمه‌
        د مقاومت سنگره ستا ودریدو نه لوگی‌



كابله انتقام شه‌


ای كابله اورشه اخوانیان له ځانه وشړه‌
په ژوند چی د كړی لوبی دا وحشیان له ځانه وشړه‌

اخوان چی په مشری كی گلبدین د غلامی سمبول‌
د خلكو په قتلو كی دا وحشی د بلواكی سمبول‌
خاینه بی‌وطنه رهبران له ځانه وشړه‌

راكټ او د بمونو ورول په كابلیانو ستا
ټوټه ټوټه ځانونه د ځلمیانو میړنیانو ستا
سیلی د انتقام شه دا لیوان له ځانه وشړه‌

دا ستا د آزادی‌، دموكراسی او مقاومت هدف‌
د ولس د خپلواكی د سوكالی او شرافت هدف‌
د پاك ایران عربو چوپړان له ځانه وشړه‌ ‌