«د طالبانو نظام‌ ترټولو زمونږه‌ انديښنی ته‌ نژدی دی»

له‌ يوه‌ مصری بنسټپال‌ سره‌ مركه‌

زمونږ لوستونكی بايد دی ته‌ پاملرنه‌ وكړی چی كله‌ د مصر په‌ شان‌ د يو هيواد په‌ اصطلاح‌ ديو تعليم‌ يافته‌ او د گرځنده‌ بنسټپال‌ خبری هغه‌ شان‌ جاهلانه‌ او ناوړی وی، نو زمونږ د وطنی جهادی او طالبی جنايتكارانو په‌ كرغيړنو ذهنونو كی به‌ څه‌ تيريږی!

ابو حمزه‌ـال‌ مصری چی څلويښت‌ كلن‌، كاچی(مهندس‌) او په‌ سكندريه‌ كی زيږيدلی دی، دجلا وطنی په‌ حال‌ كی لندن‌ كی ژوندن‌ كوی. نوموړی دافغانستان‌ د جگړی پخوانی مجاهد، د مصر د«جماعت‌ اسلامی» غړی دی او د ړانده‌ شيخ‌ عمرعبدالرحمان‌ چی همدا اوس‌ په‌ امريكا كی بندی دی، د نژدی او با اعتماده‌ كسانو څخه‌ گڼل‌ كيږی.

آلمانی اونيزی«اشپيگل‌» ددی اسلامی بنسڼپال‌ سره‌ مركه‌ كړی چی ددی ډول‌ عقيده‌لرونكو د ويره‌وونكی ذهنيت‌ څرگندونه‌ كوی.

د ننگرهار د طب‌ پوهنځی د محصلينو پاڅون‌ د بنسټپالی ضد سراسری پاڅون‌ سرپيل‌ دی

‌ طالبانو وروسته‌ د واكمنيدو څخه‌ د افغانستان‌ په‌ هر ولايت‌ او ښار كی د ښوونی او روزنی دروازی زمونږ د بیدفاع‌ خلكو په‌ مخ‌ وتړلی. خو په‌ ډيرو ځايونو كی د مخالفت‌ او احتجاج‌ سره‌ مخامخ‌ شو، او ونشوكړای چی تعليمی اداری په‌ پشپړه‌ توگه‌ وتړی. له‌ بلی خوا طالبانو غوښتل‌ او غواړی نړيوالو ته‌ وښايی چی گواكی دوی د علم‌ او پرمختگ‌ ضدندیاو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازی خلاصی دی. حال‌ دا چی په‌ هری تعليمی اداری كی د طالبانو د منځنيوپيړيو قوانين‌ په‌ كار اچول‌ كيږی او د تعليم‌ پخوانی سيستم‌ يی له‌ منځه‌ وړی دی.

د ننگرهار پوهنتون‌ يو د دغه‌ تعليمی ادارو څخه‌ دی چی محصلين‌ او استادان‌ يی د ډيرو ستونزو سره‌ سره‌ نه‌پريږدی چی دروازه‌ يی وتړل‌ شی. د نوموړی پوهنتون‌ او د هغی د ليليی حالت‌ ډير خراب‌ دی او محصلين‌ يی مجبور دی ډول‌ ډول‌ كړاوونه‌ وزغمی. بالاخره‌ هغوی دی ته‌ وهڅول‌ په‌ دی ناوړه‌ وضعيت‌ كی بدلون‌ راوړی.

د ننگرهار پوهنتون‌ د طب‌ پوهنځی چی د استادانو شمير يی ۶٣ او د محصلينو يی ۸٢٣ تنو ته‌ رسيږی، لومړنی پوهنځی وو چی په‌ پوهنتون‌ كی يی د طالبانو د مشرانو خلاف‌ په‌ احتجاج‌ لاس‌ پوری كړ. اصلی خبره‌ دا وه‌ چی مولوی يوسف‌ په‌ خپله‌ د ليليی د غذايی موادو او نورو شيانو په‌ غلا كی لاس‌ درلود.

نبی مصداق‌ بيا هم‌ زمونږ د ځوريدلو خلكو د وينو څاڅكی د جهاديانو او طالبانو په‌ لمن‌ كی نه‌ وينی

«د افغانستان‌ د ښځو انقلابی جمعيت‌» مبارزو خويندو او د «پيام‌زن‌» د خپرونی محترمو او باشهامته‌ كاركوونكو، زما سلامونه‌ او نيكی هيلی ومنی. د نبی مصداق‌ د ليك‌ نقل‌ مو چی رالیږلی وو،ماته‌ ورسيد.او همدا شان‌ ما د ښاغلی نبی مصداق‌ او«نرشير» نگارگر هغه‌ فلم‌ د ليدو موقع‌ پيدا كړه‌ چی د افغانستان‌ څخه‌ د راگرځيدو وروسته‌ د لندن‌ په‌ يوی غونډی كی د دوی د خبرو حخه‌ ډك‌ شوی دی.

كله‌ چی ما د ښاغلی مصداق‌ ليك‌ ولوست‌ ډير حيران‌ شوم‌ ځكه‌ چی بيا يی هم‌ په‌ نه‌ منونكی توگه‌ د طالبانو په‌ جنايتونو، لوټماريو او بدمعاشيو سترگی پټی كړی اوهغوی يی د سولی او سوكالی د «پريښتو» په‌ څير ستايلی دی. په‌ رښتيا سره‌ د خير په‌ غونډی ناست‌ ژورنالستان‌، اديبان‌ او «منور» او «نرشير» استادان‌ د امارت‌ د غنيمتونو په‌ ويش‌ كی د وندی اخيستلو د ناكامی هيلی په‌ خاطر ځان‌ د هيواد د حالاتو او واقعيتونو څخه‌ دومره‌ بيگانه‌ او بی خبره‌ ښايی چی په‌ رڼا ورځ‌د خپلو جهادی او طالبی رهبرانو په‌ لمن‌ او منگلو كی د زرگونو مظلومو او رنځيدلو خلكو د وينو څاڅكی نه‌ وينی، كوم‌ چی د هغوی بهرنی باداران‌ هم‌ ځينی سترگی نشی پټولای. كله‌ كله‌ دغه‌ «ژورنالستان‌» د بين‌ المللی فشارونو له‌ مخی د بیبیسی او نورو راډيوگانو په‌ څپو كی د شف‌ شف‌ ويلو په‌ شان‌ په‌ افغانستان‌ كی د طالبانو او جهاديانو د حاكميت‌ په‌ سيمو كی په‌ انسانی حقوقو د تيريو، دښځو د حقوقو تر پښو لاندی كولو، د لاسونو او پښو غوڅولو، داعدامونو، سړی وژلو، سنگسارولو او د سركونو په‌ سر د درو وهلو په‌ هكله‌ څه‌ ناڅه‌ وايی خو كله‌ چی په‌ كابل‌ راډيو كی د پوښتنو سره‌ مخامخ‌ كيږی نو د «مصلحت‌» له‌ مخی خپل‌ وجدان‌ او شرف‌ تر پښو لاندی كوی او د يو محتسب‌ په‌ شان‌ د طالبانو له‌ دريځ نه‌ د خپلو خويندو، ميندو او خلكو په‌ سپكاوی لاس‌ پوری كوی. ددی پر ځای چی مثلاً ښاغلی مصداق‌ په‌ هرځای او موقف‌ كی واقعيتونو ته‌ غاړه‌ كيږدی، خپل‌ وجدان‌ له‌ هميشنی رنځ‌ او عذاب‌ ځينی خلاص‌ كړی او د غدارانو،لوټمارانواوجنايتكارانو واقعی څيری ولس‌ته‌بربنډی كړی، دوی ورباندی نوره‌ هم‌ لمن‌ غوړوی، دهغوی په‌ تورو مخونو د تطهير اوبه‌ اچوی او رښتيانی څيری يی د «اسلامی حجاب‌» لاندی پټوی.

د کویټ ښځی او سیاسی ژوند

کویټی لیکواله او انځور ګره «ثریا با کسامی» وایی: «ځینی کسان د دین تر پردی لاندی مونږ د رای ورکولو او انتخابیدلو حق څخه بی برخی کوی. مونږ وایو چی کویټی ښځی په خپلی مسلمانی کی د ایران یا الجزایر ښځو څخه چی د نارینه وو په شان رای ورکوی څه کمی ندی». هغی وویل مونږ هوډ کړی چی تر پایه پوری پرمخ ولاړی شو او په پارلمان کی خپل مخالفان رسوا کړو.

پرون هم لسو کویټی ښځو په یوه اقدام کی ټکل وکړ چی ښاروالی ته ولاړی شی څو د اکتبر انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړی خو دی کار بریالیتوب ونه موند.

د مارچ په دولسمه نیټه د ۴۰ تنو په شاوخوا کی روشنفکرانو د رای ورکولو حق په ملاتړ د پولیس تر کنټرول لاندی د ۵۰ کسیزه پارلمان تر مخ، چی ۱۹۹۲ کال کی انتخاب شو او اسلامیانو پکښی بری وموند په مظاهری لاس پوری کړ.

فمینیست کارکوونکی له هغه اساسی قانون څخه چی پکښی وویل کیږی «ټول ښاریان پرته د جنسی، قومی، ژبنی او مذهبی توپیر څخه د ګډون حق لری» ملاتړ کوی.

هغه دوزخ نشم هیرولای

د نړیوالی بخښنې خپرونه، د ۱۹۹۶ جنوری په الجزایر کی د «خدای دلاری جنګیالی» خپل ټول جنایتونه او وحشیانه کړه وړه د «خدای ارادی» تر نوم لاندی سرته رسوی. یوه الجزایری جنی چی د اسلامی بنسټپالو «اسلامی نجات جبهی» ((FIS د وحشتناکو او شرموونکو اعمالو قربانی شوی خپلی یادونی څرګندوی:

زه «او آردا » اوولس کلنه او د ښوونځی زده کوونکی یم. د الجزایری په مرکز کی ژوند او د موسیقی زده‎کړه کوم ډیر دوستان لرم او د کورنی تر ټولو کوچنی اولاد په توګه تل راته ډیره پاملرنه کیږی.

د ۱۹۹۲ د اکتبر په ۲۸ زما ژوند په بل مخ واوښت. کله چی له ښوونځی څخه کور ته راستنیدم یو سړی په مخه راغی او د کلی د داکتر پته یی را څخه وپوښتله. مخکی له دی چی وپوهیږم شاوخواته می څه تیریږی په یوه استیش موټر کی یی چی نژدی پارک شوی وو واچولم، لاسونه اوسترګی یی راباندی وتړلی، ټول وجود می ویری اخیستی وو. چاقویی په غاړه را ایښودلی وو موټر حرکت وکړ او زه نه پوهیدم چی دا لاره د دوزخ خواته ځی.

لاره ډیره راته اوږده او بی پایه ښکاریده څومره واټن چی تیریده هومره هم زما ویره او وحشت زیاتیده. د مور پلار او د دوی د الویزانتیا په هکله می فکر کاوه. هیله می کوله چی د پیښی ځای کی دا صحنه چالیدلی وی ترڅو «سړی تښتوونکی» ژر تره ژره وپیژندل شی او زه خوشی شم. زه یی په یوه پخوانی نړیدلی کنډر کی چی نژدی لس نجونې نوری هم وی پلی کړم. دهغوی په لیدلو می زړه لږ په کرار شو او له ځانه سره می وویل: «یواځی زه نه یم چی له دی پیښی سره مخ شوی یم». څو کسه زما همزولی وی د دریو کسو عمر له شلو کالو زیات وو او دوه نوری هم لس کلنی ته نه¬وی رسیدلی. یوی