قدرمند مسعود الرحمان ايدوكيت،
او نورو درنو حاضرينو وكيلانو صاحبانو،
د هر څه نه اول اجازه راكړی څو د افغانستان د ښځو انقلابی جمعيت (راوا) له خوا دی درنی غوندی ته د رابلنی له امله خپله مننه وړاندی كرم. دا مننه دزړه له كومی او ډيره له معنا ډكه ده، نه د ساده تشريفاتو له مخی.
تاسو د «راوا» په رابللو سره په حقيقت كی په يوی لويی دستور ماتونی لاس پوری كړی دی. ځكه دغه شان ټـولنوته هغه كسان د ننوتلو لار مومی چی د رسميت ټاپه پری لگيدلی او يوه معلومه اندازه پيژندنه ولری. د مثال په ډول تر كومه ځايه چی خبره په افغانستان او افغانانو پوری تړلی ده معمول چلن داسی وه او اوس هم دی چی اوس بايدد ستاسو په وړاندی گلبدين حكمتيار، برهانالدين ربانی، رسول سياف او يا د دوی په شان نورو جنايتكارانو حضور لرلی تر څو خپلی له وينو ډكی خولی او لستوڼو باندی بر غولی ايښودلو لپارهيی زمونږ د خلكو پر ضد سپكی سپوری او د پاكستانی عوامو د دوكه كولو لپارهيی تير ايستونكی خبری په ژبی جاری كړی وای.
له تاسو څخه زمونږ مننه ځكه د زړه له كومی ده چی تاسو يوه داسی Organization ته د خبرو كولو بلنه وركړی ده كوم چی د روسانو له كودتا راهيسی بيا زمونږ هيواد باندی د پوره قبضه كولو تر وخته يعنی د ١۹۷٨ له لومړنيو مياشتو بيا د نجيب د گوډاگی دولت تر راپړځيدو پوری او په تيره بيا دی وروستيو څلورو كالو كی، د افغانستان د يواځينی آزادی غوښتونكی او جمهوريت غوښتونكی سازمان په څير ډير وحشيانه، له خيانته ډك او ډير سپك تورونه پری لگول كيږی او حملی ورباندی كيږی. دښمن د «راوا» ولسی او برحقه غږ د چُپ كولو او يا كم له كمه ټیټ ساتلو لپاره په هری وسيلی لاس پوری كړی دی.
له تاسو څخه زمونږ شكريه ځكه له معنی ډكه او غير تشريفاتی ده چی تاسی خپل نيك نيت څرگند كړی او له داسی سازمان څخه مو د رابللو جرأت كړی كوم چی د افغانستان د تاريخ ترټولو تيارو، ترټولو فاشيستی او ترټولو خونړيو شرايطوكی يی په داسی شرايطو كی چی دنړی په هيڅ يوه گوټ كی او د هيڅ يوه اسلامی يا غير اسلامی هيواد په تاريخ كی ساری نلری، د جمهوريت بيرغ اوچت ساتلی او بیله دی څخه چی دمزدورو پارټيو او رهبرانو له سپيتانی او لومپنانه تهديد او ترور څخه وويريږی، د افغانستان د خلكو او په سركی د توربختو او د خروړو تروريستو تئوكراتانو په منگلو كی بندو ښځو د دفاع لپارهيی خپل آزادی غوښتونكی غږ په ملی او نړيوال كچ اوچت كړی دی.
او بياهم زمونږ مننه د زړه له كومی ده ځكه چی زمونږ د آرگنائزيشن د قدرمنی لارښودی مينا په گډون دری غړی د خاد او گلبدين د خاين باند په لاس همدا د پاكستان كويټی كی په شهادت ورسيدل وژونكو ښكاره ډول په خپل لړځوونكی جنايت اقرار وكړ خوله دی امله چی د گلبدين حزب له خپل ټـول اثر رسوخ څخه كار واخيست او ډيری پيسیيی ولگولی د يوه بیوجدانه جج په حكم بری كړی شول. ناولی قاتلان په يو بل جرم ونيولی شول خو د گلبدين ډله لگياده شپه او ورځ هلی ځلی كوی څو دا ځل هم هغوی د قانون د گرفت څخه راخلاص كړی .
هو! زمونږ دښمنان له هغو وينو څخه چی بهيولی يی دی هم ويريږی او په بیشرمی سره غواړی هغه تر پسو لاندی كړی. تاسو د داسیآرگانيزيشن د غږاوريدلو غوښتونكی ياست چی نهستومانهكيدونكی مبارزهيی د گلبدين او د ده د سيالو وروڼو د هغو توطئو د لاری خند دی كوم چی غواړی د مينا او د هغی د دوو مرستيالانو دپاكو وينو څخه راپورته شوو لمبو باندی خاوری واړوی.
بنسټپالی د فجيعو اصلی عامل
قدرمنو دوستانو!
د پاكستان په گډون ټولو هيوادونو كی كله كله د افغانستان په هكله او د هغو پارټيو او خاينو رهبرانو په بابله چی هغه هيواديی د خپل بربريت د تيری اولوټمار هدف گرځولی، دهغه په ښځو، نجونواوهلكانو څه چی پهاويا كلنو ميندو او پلرونو يی هم په تيره بيا په كابل كی له تيری او تجاوز څخه مخ ندی اړولی. او په اوسينو حالاتوكی يی لا د هغه د خاوری تماميت هم له كلك خطر سره مخ كړی دی، خبری كيږی. نړيوال آژانسونه كله كله د هغه څه په هكله چی د افغانستان په ښځی او نارينه باندی تيريږی ظاهراً زړهخوږونكی او له اوښكو ډكی خبری تبصری او تجزيی كوی او ليكلی مقالی او د بحران حل لاری يی په همدی پاكستان كی هم له شميره وتلی دی. خو هغه څه چی وئيل او ليكل ئی پكار دی او له اوله بيا تر اوسه پوری تل او په هری برخی كی پټ ساتلی شوی او هر ځل پری خوله چپه نيول شوی او نيول كيږی او په بهترين حالت كی يی په بیلكی او نيمگړی توگه يادونه كيږی هغه اصلی خبره او د خبری مضمون دی. يعنی افغانستان كی د دغو ټـولو انسانی ضد فجيعو علت په وروستيو څلورو كلونوكی: د خروړو بنسټـپالو واكمنی كوم چی د علم، كلچر، ثقافت، ښځی، جمهوريت او د اوسنی انسان د هر يوه منل شوی او معتبر ارزښت دښمن دی.
هو، د افغانستان د خلكو فريبكار او درواغجن اوښكی تويوونكی دوستان، په دغه دماشومتوب، له غرضه ډك او بيزاروونكی چلند سره يواځی او يواځی كابل او د هيواد نورو سيموكی د واكمنو جنايتكارانو په ژرندی اوبه سپروی.
ځكه چی: يا خو حتی دومره شعور او پوهه هم نلری چی د پيسو په اصلی علت وپوهيږی او يا داچی غواړی د دغو ناولو غليمانو كركجنه څيره سينگار كړی تر څويی له هغوی سره د دوستی او خلكو سره د دښمنی حق پر ځای كړی وی.دا دردوونكی واقعيت په هيوادكی د ننه او هيواد څخه بهر افغانی خپرونوكی هم تر سترگو كيږی. د هغو مطبوعاتو شمير همكم ندی كوم چی په دی يا هغه خاين«War lord » پوری د تړلتوب له امله له يوه پلوه د اصلی علت له څيړلو او همدارنگه د اصلی علت د له مينځه وړلو له شعار څخه په راز راز كرغيړنو او تيرايستونكو پلمو ځانتيروی خوله بل لوری وينواو لمبو كی دكښيوتیافغانستان په اړه سيزوونكی ناری سوری هم وهی.
او په همدی حال كی «راوا» د ربانی، گلبدين او سياف د پارټـيو او بی پته نوكرانو د ترټولو كلكو او كرغيړنو حملو هدف گرځی ځكه چی «راوا» د لانجو ټـول وجوهات او جرړی په پام كی نيسی او دا «اسلامی» پارټـی، خاين بنسټـپال «رهبران» او د دوی بهرنی باداران د افغانستان او د افغانانو د تباهی اصلی ذمه وار گڼی او په خپلی مجلی «پيام زن» كی د جهادی خاينانو د رسواكولو په ترڅ كی خلك د نظامی او سياسی ځواك په څير د هغوی له مينحه ورلوته رابولی. خو «راوا» له ١۹۷٨ څخه تر اوسه يعنی د خپل پيدايښت له پيل څخه راپديخوا په خپل ځان باندی د دښمن دغه راز بريدونه او حملی نيكمرغه گڼی او هغه له خاينو بنسټپالو سره د خپلی روښانه، جنگيالی، ولسی او نه پخلا كيدونكی تگ لاری ښكاره ثبوت بولی.
«راوا» په دی ترڅ كی چی بنسټپالی تر ټـولو زيات وينی څښونكی، ترټولو رجعت پسند، ترټولو بیكلچره او تر ټـولو انسان دښمنه گڼی تل يی غوښتلی او غواړی چی د دغو پارټيو ټول چارواكی بايد د كرغيړنو جنگی جنايتكارانو په څير محاكمه او په كلكه سره سزا كړی شی. او د دغه وضعيت په پام كی لرل دی چی «راوا» د هر راز په اصطلاح حل لاری مخالفت كوی كومی چی بياهم د فاشيستو پارټيو او د دوی دخاينو رهبرانو د واكمن پاتی كيدلو سبب گرځی. مونږ څوڅو ځلی ويلی دی هغه ځواكونه او دولتونه چی غواړی زمونږ له خلكو سره د دوستی په درواغجنی پلمی د پارټيو خاين چارواكی لكه گلبدين، ربانی، سياف، خليلی، دوستم، مسعود او نور د «امير» يا «پريزډنټ» يا «پرائم منسټـر» په لقبونو سره زمونږ په خلكو راوتـپی زمونږ د خلكو له بدخواهانو او دښمنانو پرته نور څه ندی.
د افغانستان د ستونځو دوهلاری
اوسنيو كړكيچنو شرايطو كی زمونږ د خلكو او هيواد په وړاندی يواځی دوه لاری پرانيستی ښكاری. چی يوه لاريی د بنسټپالی واكمنی ده كومه چی زمونږ د عزت، خاوری تماميت، تاريخ، كلچر او سوكاله ژوند پوره بربادی او تباهی له ځانه سره راوړی او بلهيی پرته له بنسټـپالو هره ممكنه حل لاره ده. په دوهمی حل لاری كی هرراز كړاونه او ناخوالی هم كه رامينځ ته شی بيا هم د اخوانيانو له توری واكمنی څخه غوره گنلی شی.
قدرمنو وكيلانو، تاسو پخپله سوچ وكړی د افغانستان جگړی كی ښكيلی ډلی ټپلی چی د دومره جنايتونو سربيره يی چارواكی لا هم يو بل ته «استاد» او «ورور» وايی كله د يو بل نسونه څيروی او مری غوڅوی او كله بيا د يو بل له سر او مخ څخه وينی او زوی څټی او په ژبهيی پاكوی كومی چی په تيرو څلورو كالو كی د دوی د واكمنی كارنامی ټـولی له انسان وژنو، ورانولو، بیناموسيو او سلگونو داسی نورو جنايتونو پرته بل څه نه دی، كه چيری واكمن پاتی شی په خلكو او هيواد باندی به نور څه راولی؟ او پاكستان ته به د دوی د واكمن كيدلو عواقب څه وی؟
د افغانستان د لانجی يواځينی حل لاری
زمونږ له نظره د افغانستان د لانجی د حل لاره يواځی د افغانستان د نيشنل او جمهوری قوتونو په يوموټی كيدلو او يووالی كی نغښتی ده، كوم چی به د بنسټـپالو پرضد په غوڅه توگه خپله نه پخلاكيدونكی مبارزه پرمخ بيايی او زيار به اوباسی ترڅو بنسټپالی په سر كی له فوجی اړخه شنډ كړی . دا مبارزه به داسی هراړخيزه وی چی هم به د بنسټپالو جرړی اوباسی او هم به په خپل مينځ كی د هغوی پلوی افكارو ته د سر اوچتولو موقع نه وركوی. د جمهوری قوتونو يووالی او مبارزه به افغانستان كی د سولی، سوكالی او ورورولی ماحول برابره وی، د قومونو، مذهبونو او سيمو تر مينځ دښمنیگانی او د كلاشنكوف كلچر برلاسی به په سولهايز ډول پای ته رسوی كومی چی ناولو بنسټـپالو ورته په بی ساری ډول وده وركړی ده. خو بنسټـپالان كه كلاشنكوف څخه سيوا شی او يا ډالر وراونهرسيږی دوی به پخپله هم د سياسی ژوند د ترسره كولو توان اونهلری.
دا حل لاره او مبارزه به له هغو تنگ نظرانه او تـوبوتو سره ډير ډير توپير ولری كوم چی صرف د ژبنی او قومی اړيكو په بنياد يوه ورځ زيړ مخو هيواد پلورو ته ورور وايی او بله ورځ د تور مخو اخوانيانو اوښكو پاكولو سره هم د انسانيت عام اصول تر پښو لاندی كوی او هم ژبه او قام شرموی.
«پيام زن» ولی دومره «شديده» لهجه لری؟
«راوا» او په ځانگړی توگه پرتمينی مجلی «پيام زن» ته يی سپوری ستغی او بدرد ويل كيږی چی ولی دومره «شديده» او «بیادبانه» او... لهجه لری. د پاكستان مطبوعاتو كی زمونږ دوستان ښه پوه دی چی څرنگه د «راوا» ليكنی او اعلاميی د همدی «بدی لهجی» په پلمه له خپريدلو څخه پاتی كيږی. دغه راز مطبوعات خو به زمونږ د خاينو «War lords» د مرضی مطابق ليكنو په خپرولو او يا د داسی ليكنو چی خيانتكارو بنسټپالو سره د جوړ جاړی او يا تسليم طلبی بوی ترينه پورته كيږی په خپرولو عادت شوی وی خو بيا هم مونږ به هيڅكله او په هيڅ قيمت د خپلو انقلابی اصولو او جدوجهد څخه په شا نه شو. مونږ به هيڅكله د خلكو قاتل او خاين ته «عظيم رهنما» او «جهادی قيادت» اؤ نه وايو. مونږ به هيڅكله د افغانستان ورانوونكی او په څلورو وروستيو كالو كی د لس ها وو زرو بیگناه هيوادوالو دوينو تويوونكی فرښتی اونه بولو او نه يواځی داچی د خپل هيواد سرنوشت د دغه يو موټی خاينو په ارادی پوری تړلی نه بولو، په كلكه هم په دی باوريو چی هغوی يواځی او يواځی د صحرايی محاكمی وړ دی او بس. كه د بنسټپالو پر ضد زمونږ دا نهپخلا كيدونكی دريځ د دښمن او د هغه د سپيو ليونی غصه راپارولی ده، باور لرو چی زمونږ د زخمی او بربنډو پرگنو او د پاكستان په گډون د ټـولی نړی د آزادی غوښتونكو له ټينگ ملاتړ څخه بیبرخی ندی.
بنسټپالی څوك دی؟
قدرمنو دوستانو،
له هغو كڼوونكو تورونو څخه چی پر مونږ لگيږی يو هم دادی چی هيواد پلوری پارټـی بايد د «بنسټپالی» په اصطلاح ونهنوموو او داځكه چی ښه مسلمان بنسټپالی دی او له بل لوری دا اصطلاح غربيانو او امريكاييانو جوړه كړی ده!
بنسټـپال هغو كسانو او رجعت پسنده ډلوته ويل كيږی كوم چی د دين او مذهب په نوم د اقتدار د ترلاسه كولو د پاره په ترور، فاشيزم، ښځی ضد او جمهوريت ضد عملونو لاس پوری كوی او له دموكراسی څخه د ناوړه گټی اخيستنی په خوا خواكی له زور واكه او استبدادی ځواكونو سره په همكاری ډډه لگوی، خلك له دينی او مذهبی پلوه په مخالفو ډلو ويشی او د مختلفو ملتونو تر مينځ نفرت پيدا كوی. له دی امله به هيڅ يو امن پسند او انسان دوست مسلمان ځان ته بنيادپرست اؤ نه وائی بنيادپرست هم هندو مذهبه دی هم يهود مذهبه او عيسوی مذهبه او مسلمان مذهبه چی د وروستيو څلورو كالونو د تاريخ په گواهی وروستی ډول يی تر ټـولو زيات شيطانی او خونړی ډول دی.
او همدارنگه ټـول نړيوال خلك په دی پوهيږی چی څرنگه همدی سیآیای او لويديځ زمونږ دخلكو له كركی سره سره افغانی بنسټـپاله پارټـی په خپل ټـول توان سره له سره تر پايه مسلح او مجهزی كړی او دهغوی ناولی «رهبران»يی لكه دخپلو نازولو بچيانو (blue eyed boys) په شان د اتلانو په څيرو پړسول. نو ځكه دا نيوكه چی دبنسټپالی اصطلاح د لويديځ له وارداتو څخه ده يواځی د ريشخندولو ارزښت لری. كه دا خبره سمه ده چی مونږ شرقيان سره له دی چی دغرب د تمدن په پياوړی كيدو او پرمختگ كی مو تاريخی ونډه لرلی ده، ددوی له علم او تـكنولوژی څخه گټـه اخلو، دا يوه اصطلاح هم بايد زمونږ په غيرت باندی بده اونهلگيږی خپل ځان د غرب ضد ښودلو په پلمه دغه شان حساسيت ښودل مخكی ترهرڅه زمونږ د خپل لنډ او مټـكور فكر ښكارندوی گرځی او څپيړه يی زمونږ په خپل مخ باندی لگيږی. آيا بجلی، تلويزيون، تـيلفون، او كامپيوتر دغرب په نوم ندی راجسټر شوی؟ نو ولی له هغو څخه د گټـی اخيستنی په موقع نه غيرتی كيږو؟ زمونږ جنايتكاره بنسټپالی له يوی خوا په ټـول توان ناری سوری وهی چی د اسلام پلويان او دكمونيزم او تمدن په خلاف دی خوله بل لوری د اقتدار او چوكی هوس دومره سرسام كړی او دومره له خلكو سيوا او اصول خرڅوونكی دی چی له خلقی او پرچمی هيوادپلورو، بدكاره مليشو لكه رشيد دوستم او د هند په شان هيوادونو سره چی لستوڼی يی زمونږ د خلكو په وينو سره دی هم له يولاس كيدو څخه مخ نه اړوی او د خدای په كور كی د دوی قسم او قرآن خوړل هم له هيچا څخه پټ ندی همدا شان دوی دومره بیشرمه دی چی تر پرونه يی په داسی حال كی چی د يوبل مری غوڅولی په ثبوت او گواه باندی يی يوبل د دغه او هغه دولت جاسوسان او مزدوران ثابتول خو نن بی له هيڅ شرمه يوبل ته د پيوستون لاس وركوی. له طالبانو سره د خليلی دبانډ يو موټـی كيدل، له شهنواز ټنی سره د گلبدين كودتا، او بيا له رشيد دوستم سره لومړی د ربانی او بيا د گلبدين يؤ كيدل ددی خبری ترټولو رسوا بيلگی گڼل كيږی. پرته له توضيح څخه هم څرگنده ده چی د دغو گوډاگيانو د ټـولو خندنيو او عجيبو يؤ كيدلو يو علت هم په بيلابيلو بهرنيو هيوادونو پوری ددوی پوره ټرلتوب او زمونږ په ټـوټی ټـوټی هيواد كی ددغو هيوادونو درول لرلو د رقابت انعكاس دی. د طالبی او گلبدين ډوله وطنی بنسټپالو ددرواغو او رياكاری څرگندولو لپاره دا نوی خبر يواځی هم كافی دی چی د هغه له مخی له ١۰۰۰ څخه زياتو په اصطلاح دينی عالمانو او طالبانو قندهار كی د ربانی په خلاف دجهاد فتوی وركړه په داسی حال كی چی تر پرونه يی د مسلمان په ضد جهاد ته د كفر په سترگه كتل. له انتظاره لری خبره نده چی بياهم ربانی او بانډ يی «دينی وروڼه» وبولی او خپل د مرگ حكم د كوم بل سيال پرضد اعلام كړی. دپام وړ خبره داده چی دا فتوی گانی هغه څوك صادروی كوم چی سكول «د دوزخ دروازه»، راډيو «د شيطان ډبه» او دفوټبال لوبه حرامه بولی او غواړی چی ښځه له خپلو گلبدينی، سيافی، او برهانالدينی وروڼو څخه هم بدترو او درنو منځنی پيړی ايزو دغلامی ځنځيرونو كی تړلی وساتی.
سياسی تجزيه نگاران ددی خبرونو په بنياد اوږدی او سره وری ليكنی كوی خو لكه چی مو مخكی هم وويل تقريباً ټـولی يی داسی دی چی ته به وايی قسم يی كړی زمونږ د ربړيدلو خلكو دگټـو او هيلو د خوندی ساتلو په نيت د فتوی وركوونكو او جگړی كی ښكيلو خواوو ماهيت رسوا نكړی او داسی وښيئی چی گواكی د افغانستان په سلو كی ۹۹ كسانو ته همدا پارټی او ددوی وينی څښونكی بی ښكرونو او بیلكی رهبران منلی دی او پرځای او غوره ده چی مقدرات يی ددغو خاينو مزدورانو په لاس كی وهاوسی.
سكيولاريزم د دين ضد لاره نده
تاريخ او تجربی هم ښودلی ده چی ټـولو سكيولر هيوادونو كی نه يواځی دا چی خلك له دين څخه ليری شوی ندی چی دين يی لا د قدر وړ او دروند گرځيدلی او دا ځكه چی د مذهب په نوم د خلقو تر منځه نفرت، فرقه واريت او فساد هم ختم شويدی. كه غربی نړی ته هم يو نظر واچووه جوته كيږی چی د سكيولاريزم له بركته يی د علم او كلچر د پرمختگ په خوا خوا كی د كليساگانو او نمانځل ځايونو گنبزی هم له مينځه نه دی تللی كه د غربی تهذيب و فساد او بربڼډ والی خبره هم راواخلو نو بيا گورو چی د اسلام د ټيكه دارانو بیناموسی او رذالتونه هم زمونږ په هيواد كی او هم نورو هيوادونوكی د دوی په پرتله په څو څو ځله ډير او پراخه دی.
كه كشمير كی د هندی فوجيانو جنايتونو او يا د هندو مذهبه بنسټپالو پارټيو كرغيړنو او بيزاروونكو كړو وړو ته وگورو هم په ډاگه كيږی چی اصل علت يی له سكيولاريزم څخه ليری كيدلو او بنسټپالی كی پروت دی. هماغه رنگه چی د جهاديانو فجايع د اسلام د دين نوم نشی بدولی هماغه شان چی د پيپل او مزدور ترنامه لاندی د روسانو او گوډاگيانو فجايع د زيارايستونكو مبارزی پوری اړه نلری همدارنگه هم د ځانگړو پارټيو جنايتونه او فساد د سكيولاريزم د بد گڼلو دليل نشی گڼل كيدای.
له سكيولاريزم سره يواځی هغه رجعت پسندهاو وروسته پاتی بنسټـپال ملايان مخالفت كوی چی پوهيږی په دموكراسی اوانسانی ژوندكی د دوی په شان كيړو مكوړو ته د ودی كولو ځای نه پاتی كيږی.
جنگی جنايتكاران كه «مهم شخصيتونه»
دوستـانـو،
زمونږ خلك ترهغه وخته چی گوری د دوی نارينه او ښځينه بچيان د بیپته جهاديانو لخوا تښتول كيږی او يا تيری ورباندی كيږی، او د اوياكلنو ميندو او پلرونو عزت او پاكی هم ددغو خروړو له خوا خوندی پاتی نشوه، كور او شتهيی په اور كی وسوځيدل او خپل نور عزيزان گوری چی دبدن غوښی يی د راكټـونو په چودلو سره ديوالو پوری ونښتی او يا دسپيو دخوراك وگرځيدی. او ترهغه وخته چی گوری گران هيواد يی څرنگه ديوی بیارزښته نانځكی په څير د وحشی خنځيرانو په لاس كی لويدلی ټـوټـی ټـوټـی او ناولی كيږی، داسی يو وژونكی درد باندی اخته كيږی چی وصف يی نشی كيدای خو كله چی گوری د دغو ټـولو بی شرافتيو، خيانتونو او برباديو عوامل يعنی له گلبدين او ربانی نيولی بيا تر سياف او خليلی او طالبانو او مجددی پوری د ايران او پاكستان دهيوادونو له خوا «د افغانستان د رهبرانو» په څير رابلل كيږی او د «ډيرو مهمو اشخاصو» (VIP) په ډول هركلی ورته ويل كيږی. نو زمونږ په خلكو باندی داسی درد او عذاب خوريږی چی په زخم باندی مالگه دوړول او يا داسی نورو كلماتو باندی خو هيڅكله د هغه بيان نشی كيدای. او نه هم هيڅ يو شعر كولای شی چی د دغه حالت څرگندونه وكړی. او دا درد هغه وخت غبرگ كيږی چی گورو دپاكستان پرنټ هيڅ يو جمهوريت پسند قوت يا قلموال، سره له دی چی يوه اندازه آزادی گانی هم لری ـ كوم شی چی په ايران كی وجود نلری ـ زمونږ غمځپلو خلكو پوری د دغه لوی او نه بحښونكی سپكاوی پرضد نه راپاڅيری او يا شايد هم خپلی كوچنی او تيريدونكی ملی گټـی به ديوه آزادی غوښتونكی ملت په تحقير او توهين غوره گڼی.
د هر هيواد په تاريخ كی توری او دردوونكی دوری ترسترگو كيږی چی نشو كولای هغه خونړی او ويروونكی دوره ديوه منطقی ليد له اړخه دهغه هيواد دخلكو د اكثريت هيلی او ارادی وبولو.
د پاكستانی پرگنو لخوا د بنسټپالی رټـل
د تاريخ په تيرو ۵۰ كالونو كی د پاكستان دخلكو غوڅ اكثريت، په هيڅ دوری او هيڅ كال كی بنسټپالو او رجعت پسندو ملايانو ته ووټ ندی وړكړی او تل يی هغوی له سياسی واكمنی څخه ليری ساتلی دی. اوس، داڅه وجه ده چی پاكستانی مختلفو حكومتونو يو په بل پسی شرم يو خوا غورځولی او له ١۶ كالو را په دی خوا ټـينگار كوی چی خپل رټل شوی او افغانی بنسټـپال ورونه او مذهبی رجعتپسندان په هر ډول توطئی او دوكی چی وی زمونږ په افغانستان راوتپی. دومره چی پخپله همدا بنسټپالی ډلی هم په ملنډو وايی چی پاكستان خپل ځان له اسلامی حكومت څخه ليری ساتی خو زمونږ لپاره اسلامی حكومت غواړی.
آيا د دموكراسی او عدالت واقعاً پلوی كسانو او ځواكونو كومه شيبه په دی خبری سوچ كړی او دخپلو په ځنځيرونو كی ښكيلو افغانی وروڼو او خويندو په گټـی غوڅی فيصلی ته رسيدلی دی؟ آيا مونږ ددی خبری حق نلرو چی خپله دا هيله د پاكستان له يوی تر ټولو پوهی او تر ټـولو با اهميته روشن خيالی ټـولنی يعنی حقوق پوهانو او ايدوكيټانو ټـولنی څخه ولرو؟ كومه چی بايد د خپل هيواد دولتی مقامات پری نږدی څو د پاكستان د رسمی ميلمنو په توگه دخاينو بنسټپالو درابللو او يا د افغانی دموكراسی ضد ځواكونو د پلوی كولو په بنسټ د افغانستان د ملت سپكاوی وكړی.
د پاكستان وكيلانو څخه زمونږ غوښتنه
مونږ فكر كوو چی كولای شو او بايد خپله دا غوښتنه د پاكستان دوكيلانو ټـولنی څخه ولرو. مونږ دا غوستنه د پشاور ډسټـركټ بار ايسوسیايشن او نورو باخبره روشن خيالانو څخه لرو، لكه څرنگه چی تل يی د پاكستانی رجعت پسندو ملايانو او بنسټپالو په ټـټر دنه منلو څپيړه گذار كړی او خپل اوچت او اغيزمن غږ يی د فاشيستو رژيمونو او پوځيانو پرضد اوچت كړی دی، چی پری نږدی دولتونه يی افغانستان كی د دموكراسی او ښځی حقوقو خلاف د ډيرو ناولو دښمنانو واكمنی ته د رسيدلو په لار كی ټول انسانی او آزادی غوښتونكی ارزښتونه او ضوابط تر پښو لاندی كړی.
پريږدی چی زمونږ ملت باندی د دولتونو د تنگنظری چلند څخه جوړ شوی زخم باندی ددغی كوچنی پټی ايښودلو افتخار د پاكستان شريفو وكيلانو او حقوق پوهانو ته ورپه برخه شی.
ښاغلی محترم مسعود الرحمان خان، قدرمنو حاضرينو،
مونږ د افغانستان د باخبرو ښځو د مضبوط آرگنائزيشن په څير چی دلومړی ځل لپاره مو په شپاړس كلنی مودی كی له تاسو سره دليدلو موقع ترلاسه كړی ده طبعاً دهغه څه په هكله چی زمونږ خلك يی شپه او ورځ دبنسټپالو د تر ټـولو وحشتناكو او تر ټـولو انسانی ضد جناياتو له مخی په خپل ځان باندی آزمايی دومره چی د كشمير او بوسنيا له فجيعو سره مقايسه كيدای هم نشی، ډير څه دويلو لپاره لرو خو له بده مرغه دوخت د كموالی له امله نشوای چی زمونږ په خلكو او په خاصه توگه ښځو باندی د جهادی زورزياتی ډيری نوری څندی رابرسيره كرو.
نو، اجازه راكړی له وخت څخه په گټی اخيستلو سره ستاسو كلكه پاملرنه زمونږ د شهيدی رهبری مينا د وژونكو كيس ته چی دا اوس اوس په سپريم كورټ كی پروت دی راواړوم ترڅو دغو جاسوسانو دهشتگردو ته دحبس دوام پرځای د پهانسی حكم وغوښتل شی. مونږ هيله لرو د NWFPټول آزادی غوښتونكی او عدل پسند ايدوكيټان به د گلبدين د حزب په لاس د سپيڅلی او قهرمانی ښځی دوينو دترپښو لاندی كيدلو په خلاف د هر راز قانونی لارو چارو په كارولو سره خپله ونډه تر سره كړی.
زه له ټـولو برخهوالو څخه چی زما دخبرو په اوريدلو سره يی تكليف وگاله يوځل بيا مننه كوم او غواړم خپلی خبری په دغو شعارونو پای ته ورسوم.