سږ كال هم د مارچ اتمه، د ښځی نړیواله ورځ په داسی حال كی نمانځو چی زمونږ خلك او په خاصه توگه ښځی، د داړونكو بنسټـپالو او د دوی دبی ارزښته مزدورانو په ځنځیرو كی لاس او پښی وهی او په ډیری بی شرمی سره هیواد كی د تمدن او فرهنگ وروستی پاتی شونی تر پښو لاندی او ورانیښږی. كه په تیرو كلنو كی پرچمی او خلقی هیواد پلورونكی د «سوسیالیزم» او «خلق» د څیری لاندی د خلكو د ځان او مال په لوټـولو لگیا وو، په وروستیو څلورو كالونو كی ډول ډول بدذاتی بنسټـپالان د دین او مذهب تر نوم لاندی په هر راز كیدونكی رذالت او جنایت بوخت دی.
كه څه هم جهادی خاینانو یو ځل بیا د «سولی» انگولا ایستل پیل كړی دی خو نه د «دولت» لوری او نه د دوی اپوزیسیون یو هم نه یواځی د خپل جهادی ورورگلوی جگړو د بندولو نیت نلری چی شپه او ورځ د یو بل دیوی مړی كولو لپاره نقشی اوباسی. د طالبانو ماورای ارتجاعی ډله هم چی د «جهادی» سپیتانی جگړو كی یی له خپلو اخوانی او وهابی «وروڼو» څخه میدان گټـلی، د هغوی په شان او په ځینو برخو كی تر هغوی هم لابدتر له علم، فرهنگ او د ښځو له حقوقو سره دښمنی كوی، د تعلیمی مؤسسو دروازی یی عملاً تړلی او ښځهیی په ډیری بی شرمی او څرگنده دكور بندی، د نارینه كنیزه او دچړچو وسیله بللی ده.
د پاكستان دولت د دموكراسی په ادعا كولو سره له یوی خوا د افغانستان چاروكی د لاس نه وهنی او د افغانستان او پاكستان د ملتونو د پیوستون او ملاتړ خبری كوی خو له بلی خوا اوس چی له خاین ربانی او ونډه والو سرهیی كښیوتی دی د افغانستان د خلكو نورو ډیرو ناولو دښمنانو لكه گلبدین ته د «رهبرانو» او «ډیرو مهمو خلكو» په څیر میلمستیا وركوی او هر كلی ورته وایی او غواړی په هره بیه چی وی هغوی زمونږ په خلكو وتپی. د پاكستان دولت د جنایتكاره اخوانی بانډونو د سرغنو په درناوی او ښه ایسولو سره یواځی زمونږ د خلكو كركه خپل ځان ته گټـی.
كه د پاكستان دولت په رښتیا سره غواړی زمونږ د خلكو د دوست په شان چلند وكړی باید د بنسټـپالانو د پالنی په اړه د ایران، سعودی عربستان او نورو فاشیستی مذهبی دولتونو سره یو لاس كیدو څخه ځان وژغوری او هڅه وكړی چی د ملگرو ملتونو مؤسسی په همكاری سره ټـول وطنی اخوانی او طالبی سر غندویان د ډیرو ناولو جنگی جنایتكارانو په څیر دمحاكمی میز شاته راولی. تر څو چی وطنی جنایتكاره بنسټـپالان محاكمی او غرغړی ته رانه وستل شی د هاگ په نړیواله محكمی كی د بوسنیا سربی جنگی جنایتكارانو روانه محاكمه به زمونږ د خلكو په پام كی له یوی ملنډیزی ښكارونی پرته بل څه نهوی.
د هیـڅ یوه جنگی جنایتكار جنایتونـه د نړی په هیڅ یوه گوټ كی لكه د افغانستان خاینو اخوانی جنایتونو په شان زیات ترهنده او تور ندی.
په صحیح توگه ویل كیږی چی نړی، د بنسټـپالو په بند كی پروت افغانستان له یاده ایستلی دی. اما د هغه څه په هكله چی د دی سیمی په ښځو تیر شوی او تیریږی دا له یاده ایستل لازیات او كلك دی. د نړی په هیڅ یوه جگړی ځپلی گوټ كی دومره ډیرو ښځو باندی په ځناور توب تیری ندی شوی چی افغانستان كی د مریضو او خروړو جهادیانو له خوا شوی دی. د ښځو د ځان وژنی شمیر له دی ویری چی د بیناموسه اخوانیانو په منگلو كی ونه لویږی د نړی په هیڅ یوه گوټ كی هم افغانستان سره نشی مقایسه كیدلای.
په دی وروستیو وختونو كی د ربانی «دولت» د دی لپاره چی خپل او د خپلو «وروڼو» جنایتونه پټ وساتی په نوی تیرایستنی لاس پوری كړی او هغه دا چی ځینی ځان پلورونكی او خاینی ښځی لكه قدریه یزدان پرست، آمنه افضلی او جمیله بلخی یی سینگار، او میدان ته ایستلی ترڅو له جهادی بیناموسیو څخه ځان په ټـپه منكر كړی او یا هغه دخپلو شرف بایلودو «وروڼو» د یوی كوچنی ډلگكی كار وښیئی. خو د عفوی بینالملل سازمان وروستی سند سره له دی چی د افغانستان ښځو باندی د واكمن وحشت یوه كوچنی څنده ښكاره كوی، د دغو سركاری ښځو په اوربوز باندی كلكه لته شمیرل كیږی. زمونږ آزادی غوښتونكی رنځیدلی ښځی هماغه شان چی د بدنامه هادی«تورسرو» ځای د دوی د خاینو او تروریستو څښتنانو تر څنگ گڼی، د هغو سازشكاره ښځو خبرو او تبلیغاتو ته هم د یو خچنـی اهمیت نهوركوی چی د «دولتی» سپو «مل تیا» كوی او یا غواړی له خپلی چادری او پوړنی سره ځان د «جهادی رهبرانو» د پښو لاندی وغورځوی تر څو ډیری وژنی او بیناموسی ونكړی!
په اوسنی حال كی تر ټـولو ترهنده او لویه ناروا په ښځو باندی د اخوانی او طالبی ارتجاع واكمنی له لوری ده چی ځان یی د اسلام او شریعت تر پیرړی پردی لاندی پټ كړی دی. له دی امله پرته د منځنیو پیړیو د دغی خونړی واكمنی د ځنځیرونو له شلولو، آزادی او نیكمرغی ته د هغوی رسیدل هیڅ امكان نلری.
د نړی زیاتره هیوادونو ښځی د پراخه ټولنیزی آزادی له هیلو او سترو علمی او فرهنگی مستقبل سره د یو ویشتمی پیړی هركلی ته درومی. خو زمونږ په بدمرغه افغانستان كی، ښځی او نارینه د «مكتبی» بنسټـپالو له طاعون څخه لا خلاص شوی ندی چی د هغوی د مدرسهیی «وروڼو» په لومه كی را ښكیل كیږی.
خو تاریخ د مذهبی یا غیر مذهبی په شاتلونكو، آزادی وژونكو او فاشیستانو په ارادی تگ نهكوی. د آزادی غوښتونكو پرگنو اراده د تاریخ له پر مختلونكی حركت سره سمون لری. د هیواد خپلواكی غوښتونكی او دموكراتیك ځواكونه به ژر یا ځند د میلیونونو له ځانه تیرو ښځو او نارینهوو په ملاتړ پاڅیږی او له خپلی سپیڅلی خاوری څخه به اخوانی او طالبی نوغی لیری كړی. تر هغه وخته د ټولو پوهو ښځو دنده ده په هری لاری چی امكان ولری د فاشیستی كړو وړو په ضد مقاومت وكړی او پری نږدی تر څو خاین دښمن، هر راز چی وی، ځان د خیر په غونډی ناست ووینی.
خـوینـدو،
تر هغه وخته چی زمونږ هیواد د بنسټـپالی ناولتیا څخه پاك شوی نه وی، هماغه راز چی د اختر او نوروز ښادی نلرو او جنایت كاره اخوان زمونږ خلك له هری بلی خوشحالی څخه هم بی برخی كړی دی، ښایی چی د مارچ اتمه د ښځی نړیوالی ورځی نمانځنه یواځی د اخوان او ونډهلرونكو او خارجی خاوندانو ضد مبارزی په زور اچونی سره ترسره كړو.
د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت
د ١۹۹۶ كال د مارچ اتمه ـ د ١۳۷۴ كال د كب اوولسمه