له‌ يوه‌ مصری بنسټپال‌ سره‌ مركه‌

زمونږ لوستونكی بايد دی ته‌ پاملرنه‌ وكړی چی كله‌ د مصر په‌ شان‌ د يو هيواد په‌ اصطلاح‌ ديو تعليم‌ يافته‌ او د گرځنده‌ بنسټپال‌ خبری هغه‌ شان‌ جاهلانه‌ او ناوړی وی، نو زمونږ د وطنی جهادی او طالبی جنايتكارانو په‌ كرغيړنو ذهنونو كی به‌ څه‌ تيريږی!

ابو حمزه‌ـال‌ مصری چی څلويښت‌ كلن‌، كاچی(مهندس‌) او په‌ سكندريه‌ كی زيږيدلی دی، دجلا وطنی په‌ حال‌ كی لندن‌ كی ژوندن‌ كوی. نوموړی دافغانستان‌ د جگړی پخوانی مجاهد، د مصر د«جماعت‌ اسلامی» غړی دی او د ړانده‌ شيخ‌ عمرعبدالرحمان‌ چی همدا اوس‌ په‌ امريكا كی بندی دی، د نژدی او با اعتماده‌ كسانو څخه‌ گڼل‌ كيږی.

آلمانی اونيزی«اشپيگل‌» ددی اسلامی بنسڼپال‌ سره‌ مركه‌ كړی چی ددی ډول‌ عقيده‌لرونكو د ويره‌وونكی ذهنيت‌ څرگندونه‌ كوی.

پوستنه‌ ـ په‌ مصركی د«جماعت‌ اسلامی» عړی تل‌ غير نظاميان‌، دپليس‌ كسان‌ او سيلانيان‌ (توريستان‌) وژنی. هغوی ولی بهرنيان‌ ددی يرغلونو څخه‌ نه‌ معاف‌ كوی؟
ځواب‌ ـ مونر مسلمانان‌ خدای غوښتلی جگړه‌ د مصر د دولت‌ پر ضد چی د شيطان‌ سره‌ يوځای شوی دی، پرمخ‌ بيايو. شيطانی حكومت‌ بايد له‌ منځه‌ لاړ شی. خو د«لوكسور» په‌ عملياتو كی د ماشومانو وژل‌ لويه‌ غلطی وه‌. دا دقران‌ سره‌ سمون‌ نلری يعنی د قران‌ خلاف‌ دی.

پ‌ ـ او هغه‌ نور؟ سیلانیان‌ د دسمن‌ په‌ توگه‌ ستاسی‌ هیواد ته‌ نه‌ راحی‌. هغوی‌ د كار پیدا كولو زمینه‌ برابروی‌ او دمصر تاریخی‌ آثارو(پیلامیو) ته‌ دستاینی‌ په‌ سترگه‌ گوری‌.
ځ ـ مونږ ټولو سيلانيانو ته‌ د خطر اعلان‌ وكړ. د هغوی راتگ‌ د ښه‌ راغلاستو وړ نه‌ دی. د هغوی پيسی د گناه‌ نه‌ ډكی دی. د ا د هغو كسانو پيسی دی چی د حد او اندازی نه‌ وتی چرچه‌ايز (عياشانه‌) ژوند لری او غواړی چی خپل‌ خويونه‌ او عادتونه‌ په‌ اسلامی نړی كی هم‌ پلی كړی.

پ‌ ـ تاسی په‌ كوم‌ بنسټ د ا بی اساسه‌ تورونه‌ لگوی؟
ځ ـ آزادی جنسی اړيكی،او له‌ دی لاری د مسلمانانو په‌ منځ‌ كی د«ايډز» خپرول‌، د ماشومانو سره‌ جنسی اړيكی درلودل‌ او نور د شرمه‌ ډك‌ غربی عياشانه‌ فسادونه‌، هغه‌ وسيلی دی چی د هغی په‌ واسطه‌ د اسلام‌ په‌ ضد مقابله‌ كوی.‌

ـ زياتتره‌ توريستان‌ غواړی چی يواځی د مصر دلرغونو يادگارونو ننداره‌ وكړی.پ‌
ځ‌ ـ داپه‌ خپله‌ د اسلامی ضد فعاليتونو د مهمو هڅو څخه‌ گڼل‌ كيږی. دبهرنيانو له‌خوا د مصر ستاينه‌،په‌ حقيقت‌ كی د چوپړو د شرمه‌ ډك‌ ميراث‌ يعنی د فرعونی بتانو د تل‌ لپاره‌ د ساتلو په‌ معنی دی.

پ‌ ـ ولی د دموكراتيكو وسيلو له‌ لاری د خپلو هدفونو لپاره‌ تبليغ‌ نه‌ كوی؟
ځ‌ ـ مونږ دا اجازه‌ نه‌ وركوو چی په‌ اصطلاح‌ دموكراتان‌ پر مونږ اغيزه‌ واچوی. ددی معنی به‌ دا وی چی د بیخدايه‌ غربيانو پيښی وكړو او خپل‌ ځان‌ انتخاباتو او رايو پوری تړلی وبولو.

پ‌ ـ په‌ اردن‌ كی اخوان‌ المسلمين‌، د آزادو انتخاباتو اصل‌ همغه‌ شان‌ منلی دی لكه‌ څرنگه‌ چی د«هوساينی اسلامی جبهی» چی اوس‌ په‌ الجزاير كی د فعاليت‌ حق‌ هم‌ نلری، منلی دی. په‌ مصر كی اخوان‌المسلمين‌ بايد ډير كوښښ‌ وكړی او زيار وباسی چی وكولای شی د يو سياسی گوند په‌ توگه‌ د فعاليت‌ كولو حق‌ لاس‌ ته‌ راوړی.
ځ‌ ـ دموكراتيك‌ اصل‌ گمراه‌ كوونكی دی. ځكه‌ چی نه‌ د الله‌ او نه‌ د هغه‌ د قوانينو(شريعت‌) اراده‌ بلكه‌ دخلكو اراده‌ او غوښتنه‌ په‌ رسميت‌ پيژنی. د خدا يواځينی قدرت‌ او ځواك‌ دلته‌ له‌ منځه‌ ويستل‌ كيږی

پ‌ ـ نوبيا هغه‌ مسلمانان‌ چی د شخرو او جگړو پلوی كوونكی نه‌ دی، ستاسو له‌ نظره‌ ښه‌ اوپاخه‌ مسلمانان‌ نه‌ دی؟
ځ ـ مونږ مخكی له‌ مخكی او پرته‌ د تاكتيكی زيگزاگونو نه‌ دا اعلان‌ كوو چی د دموكراسی خدای ضد اصل‌ نه‌ منو. نه‌ يواځی په‌ مصر بلكه‌ په‌ نورو اسلامی هيوادونو كی هم‌ ريښتنی مومنان‌ زمونږ د خيالاتوسره‌ يووالی ښايی.

پ‌ ـ نو په‌ دی اساس‌ دا به‌ هيڅ گټه‌ ونلری كه‌ دولت‌ د اسلام‌ گرايانو سره‌ خبری اتری پيل‌ كړی، لكه‌ څرنگه‌ چی «د هوساينی اسلامی» جبهه‌ په‌ الجزاير كی د هغی غوښتونكی ده‌.
ځ‌ ـ غواړم‌ چی د«جيا» اسلامی وسله‌ واله‌ ډله‌ په‌ الجزاير كی خپل‌ سرمشق‌ وگنم‌ چی د«الجزاير د هوساينی اسلامی جبهی» څخه‌ جلا شوه‌ ترڅو د خبرو اترو او انتخاباتوپه‌ ډنډ كی ډوبه‌ نشی. د«جيا» غړی زمونږد ريښتينی او حقيقی ارمان‌ په‌ لاره‌ كی مبارزه‌ كوی: ټول‌ قدرت‌ د خدای دی!

پ‌ ـ آيا تاسو دا منی چی د«جيا» اورپكی په‌ هرځای كی كليوال‌ له‌ منځه‌ وړی، ښځی، بوډاگان‌ او ماشومان‌ لكه‌ د ځناورو په‌ شان‌ قصابی كوی؟
ځ ـ نه‌. زه‌ په‌ هيڅ‌ ډول‌ دا كار نه‌ منم‌. كه‌ څه‌ هم‌ مجاهدين‌ په‌ دی باور دی چی مجبوره‌ دی ماشومان‌ ووژنی ترڅو هغوی په‌ يو خدای ضد چاپيريال‌ كی د ژوند كولو څخه‌ معاف‌ كړی. سربيره‌ پردی په‌ الجزايركی زياتتره‌ وژنی د دولتی ځواكونو له‌ خوا ترسره‌ كيږی.

پ‌ ـ د جماعت‌ اسلامی او د هغی په‌ شان‌ د نورو سازمانونو هدف‌ په‌ مصر كی څه‌ دی؟
ځ ـ د يوداسی الهی حكومت‌ رامنځ‌ ته‌ كول‌ چی په‌ هغی كی يواځی د قران‌ حكم‌ وچليږی. زمونږ جگړه‌ ماران‌ به‌ ترهغه‌ وخته‌ خپل‌ جنگ‌ ته‌ ادامه‌ وركړی او دښمنانو ته‌ به‌ تاوان‌ ورسوی چی ټول‌ د خدای ضد كسان‌ له‌ منځه‌ لاړشی.

پ‌ ـ آيا ايران‌ او سودان‌ د الهی حكومت‌ اسلامی جگړه‌ ماران‌ او لاره‌ لټوونكی دی؟
ځ ـ ايران‌ يو شيعه‌ مذهبه‌ ملك‌ دی او شيعگان‌ هغه‌ مسلمانان‌ دی چی د اصلی دين‌ څخه‌ اوښتی دی ځكه‌ چی د فقيه‌ ولی يعنی په‌ اصطلاح‌ د خدای د نايب‌ منونكی يا تابعداره‌ دی. البته‌ سودان‌ په‌ دی هڅه‌ كی دی چی په‌ ټولی نړی كی اسلام‌ ته‌ خدمت‌ وكړی. خو د هغه‌ ځای روحانی رهبر حسن‌الترابی دخپل‌ واك‌ د ساتنی لپاره‌ دی ته‌ چمتو دی چی حتی د مصر سره‌ هم‌ خبری اتری وكړی. مونږ ديو دجال‌ سره‌ نه‌ يوځای كيږو.

پ‌ ـ يعنی دا چی تاسی د اسلامی نړی په‌ هيڅ‌ يو گوټ‌ كی قرارگاه‌ نلری؟
ځ ـ په‌ افغانستان‌ كی د طالبانو نظام‌ د ټولو څخه‌ زيات‌ زمونږ د خيالاتو سره‌ نژدیوالی لری كه‌ څه‌ هم‌ لاتراوسه‌ ډيری نيمگړتياوی لری.زمونږ په‌ زرگونو پلويان‌ نه‌ يواځی دا چی افغانستان‌ خپل‌ معنوی وطن‌ گڼی بلكه‌ په‌ هغه‌ ځای كی څو مياشتی اوسيدنه‌ هغوی ته‌ نوی ځواك‌ او قدرت‌ وركوی.

(ژباړل‌ شوی د ايرانی خپرونی «آرش‌» ۶۵ گڼی څخه‌)