کویټی لیکواله او انځور ګره «ثریا با کسامی» وایی: «ځینی کسان د دین تر پردی لاندی مونږ د رای ورکولو او انتخابیدلو حق څخه بی برخی کوی. مونږ وایو چی کویټی ښځی په خپلی مسلمانی کی د ایران یا الجزایر ښځو څخه چی د نارینه وو په شان رای ورکوی څه کمی ندی». هغی وویل مونږ هوډ کړی چی تر پایه پوری پرمخ ولاړی شو او په پارلمان کی خپل مخالفان رسوا کړو.
پرون هم لسو کویټی ښځو په یوه اقدام کی ټکل وکړ چی ښاروالی ته ولاړی شی څو د اکتبر انتخاباتو لپاره خپل نومونه ثبت کړی خو دی کار بریالیتوب ونه موند.
د مارچ په دولسمه نیټه د ۴۰ تنو په شاوخوا کی روشنفکرانو د رای ورکولو حق په ملاتړ د پولیس تر کنټرول لاندی د ۵۰ کسیزه پارلمان تر مخ، چی ۱۹۹۲ کال کی انتخاب شو او اسلامیانو پکښی بری وموند په مظاهری لاس پوری کړ.
فمینیست کارکوونکی له هغه اساسی قانون څخه چی پکښی وویل کیږی «ټول ښاریان پرته د جنسی، قومی، ژبنی او مذهبی توپیر څخه د ګډون حق لری» ملاتړ کوی.
«سعودی» د پارلمان له کسانو څخه یو تن وایی: «دوی یو شمیره بداخلاقه فمینیستانی دی چی خوشی سر او لاسونه خوځوی. ښځو خپل حقوق ترلاسه کړی دی. ادارو کی لوړی چوکی لری. پارلمان د هغوی ځای نه دی». د اسلامیستانو یوه استازی چی غوښتل یی نوم یی رسوا نشی وویل: «پارلمان له دی څخه نور مهم کارونه لری چی استازی باید تر ټولو مخکی هغه تر سره کړی لکه: اقتصادی شرایط، د غیر کویټی مهاجرینو وضعیت او بهرنی ګواښونه».
میرمن «راشاالصباح» د لوړو ښوونو د رئیس مرستیاله په پارلمان کی د ښځو په لری کولو باندی کلکه نیوکه کوی او وایی: «د کوم قانون پر بنسټ یی د کویټی ټولنی په سلو کی ۵۰ حذف کړیدی».
د پوهنتون یو استاد چی نه غواړی نوم یی په ډا ګه شی، وایی: «پرته د ښځو له ګډون څخه، چی د فارغالتحصیلانو په سلو کی ۶۵ برخه جوړوی، په پارلمان کی د ننه او په ټول کویټ کی دموکراتیک ژوند شتوالی نه لری».
(ژباړه له «نبرد خلق» ۱۳۱ ګڼی څخه)