ملـی مسـألـه او ملـی خـاینـان (لومړی برخه)

«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت

دوهمه برخه | دریمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی


کله چې په یوه هېواد کې دموکراسی ضد، زورواکه او د بهرنیو ځواکونو لاسپوڅې ډلې واکمنې وی، هغه هېواد داسې رنځېدلی بې پناه ښځې ته ورته والی لری چې پرشاوخوا یې لنډغران راټول او ورپورې خاندی، په کاڼو یې وهی، ښکنځی یې او دبې پته کولو ګواښونه ورته کوی.

افغانستان دشوروی او اړونده ګوډاګی دولتونو تر یرغل وروسته او په تېره بیا د جهادی وینو او خیانت او طالبانو د پېر څخه تر نن پورې، داسې یوې یواځې او بې وزلې مورته ورته والی لری چې له هرلوری پرې تورونه لګول کېږی، سپکاوی او ګواښونه ورته کېږی. هغه داسې مورده چې سپېڅلی او سرتېری بچیان یې ټپی او یو تربله بېل دی خو خاین اولادونه یې دهغو لنډغرو او تېری کوونکو سره یوځای شوی چې په خپلې خور او مور تېری کوی او دخپلو بهرنیو څښتنانو د خوښی او مقام او دبدبې ته د رسېدلو لپاره دخپلې مور پلورلو ته هم چمتووالی لری.

امریکا او بنسټپالی گوډاگیان یی په افغانستان کی دبشر دحقوقو اصلی سرغړوونكى

د بشر د حقوقو نړیوالی ورځ په اړه «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» اعلامیه

امریکا او هم لاسو یی د افغانستان وسله وال نیواک «افغان ولس ته د آزادی او دموکراسی سوغات» په نوم توجیه کړ. لکه چی د وروستیودریو لسیزو تجربی وښودله ،امریکا د مونږ د خلکو د برخلیک په وړاندی اساسا خپلی اقتصادی او سیاسی گټی په پام کی نیولی او تر ټولوهیواد پلوری، تر ټولو دموکراتیک ضد، فاسد او تر ټولو ښځو ضد بنسټپالی بانډونه یی سمبال او تجهیز کړی دی.

زمونږ دهیواد وروستیو اوښتونونو د یوزر او یوم ځل لپاره د امریکا «تروریزم ضد جگړی» د ادعا درواغ دلمر په شان روښانه کړل. امریکا د شمال ټلوالی جنایتکارانو باندی په ډډی لگولو سره د دموکراسی، بشری حقونو، ښځو حقونو او نورو ارزښتوباندی په بی ساری ډول ملنډی ووهلی او په دی ډول یی زمونږ په ویرجن ملت باندی نه بخښونکی زیاتی او سپکاوی لورولی دی. امریکا چی خپل پلوی دولت یی د پلچرخی د پولیگونونو، د چمتلی د دښتی، کاپیسا، د کنړونو د کرالی، د مزار د دشت لیلی، د ۶۵۰۰۰ کابلیانو د ټول وژنو او د هیواد په گوټ گوټ کی د نورو لسگونو ټولیزو قبرونو له عاملینو څخه جوړ کړی او اوس هڅه کوی چی د ملا عمر او گلبدین په شان ناولو جلادانو ته هم پکښی برخه ورکړی چی دغه عمل د تروریزم ضد جگړی او آزادی او دموکراسی د ملاتړ په اړه د امریکا او هملاسو تر ټولو لویه دوه مخی په ‌ډاگه کوی.

د افغانستان ښځی د بنسټپالو او تیری کوونکو په دوزخ کی سوځی

«دافعانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) اعلامیه د ښځو نړیوالی ورځی په اړوند

نن چی د ښځو د نړیوالی ورځی دلمانځلو څخه سل کاله تیریږی، پرمخ تللی هیوادونو کی ښځی په خوشحالی سره هغه جشن نیسی، ولی مونږ مجبوره یو چی دهغه دردونو، مصیبتونو او ځورولو څخه یادونه وکړو چی زمونږ خلک او په تیره بیا ښځی په کی سوځیږی. اووه کاله تیر شو، هغه هیواد چی امریکا او پلویان یی په دروغو او غولونو سره دعوا کوی چی ورته یی سوله او دموکراسی په ارمغان راوړی او ښځی یی ورله دطالبانو د منګلو څخه خلاصی کړی دی، تراوسه هم د بنسټپالی په دوزخ کی سوځی. انجونی د سپی سره بدلیږی، پر ښځو او ماشومانو تیری کیږی، هغه سړی چی د جهادی آرګاه و بارګاه تر پلوی لاندی دی خپلی ښځی په بیرحمانه توګه وژنی، خو ټکیدلی اوبی ورباندی اړوی، غوږونه، پوځی او ګوتی ورله غوڅوی، بی ګناه ښځی سنګساریږی او دکرزی مافیایی دولت په نه ستړی کیدونکی توګه په جوړجاړی کولو، جنایتکارانو او غلو په ستایلو بوخت دی او دخپل بی شمیره کلیکسیونو څخه هغوی ته مدالونه ورکوی. خو ښاغلی کرزی ته دا ‌ذره هم مهمه نده چی مدال لرونکی غل او انسان وژونکی عطامحمد، د پرویز کامبخش په نوم ځوان بی کوم جرم او ګناه درلودلو پرته په زندان کی اچولی او د فضل هادی شینواری په څیر څو خونړی او مکارو قاضیانو یی د هغه اعدام حکم ورکړی دی.

تر څو پورې چی د بنسټپالو واکمني وي، په ښځو باندی ظلم او جنایت به پای و نه مومي

د مارچ اتمه دښځو نړيوالی ورځی په اړوند «د افغانستان د ښځو انقلابي جمعيت» (راوا) اعلاميه‌

«د ښځو د آزادۍ» په نوم نړۍ په خوځیدو شوه او زمونږ په هیواد تیری وشو، خو د افغانستان د ښځو د محرومیتونو او غمونو حدیث نه یوازی کم نشو، چی لانور هم هره ورځ زمونږ د ټولنې پردې له ټولو نه برباد شوې برخې باندې ظلم او فشار زیاتیږي.

د کرزي د هډوکو تر ماغزو پورې فاسده او مافیایی دولت او د هغه نړیواله مرستندویه تولنې هم په عملي توگه د افغانستان د ښځو له نه زغمل کیدونکو رنځونو سره په بی‌شرمی لوبي کړي او یوازې د خپلې تبلیغاتي وسلې او د بازار د گرمولو او نړیوالو د تيرايستلو لپاره ورڅخه گټه اخلي. دوی څو سرکاري او د جگړه مارانو ملاتړې ښځې په پارلمان او نورو دولتی ارگانونو کی ځای په ځای کړي دي او په هیواد کی «د ښځو د آزادۍ» د بيلګې په هکله نارې سورې وهي، خو په مهمو دولتی پستونو کی د څو ښځو شته والی هیڅ ارزښت نلری، مگر دا چی د ملالۍ جویا په شان د ښځو د بدمرغیو او رنځونو اصلی عامل ته گوته ونیسي او د ښځو د خلاصون او دموکراسۍ ضد خونړي دښمنانو سره له جوړجاړۍ پرته وجنگیری او د ښځو آزادي د ناولو بنسټپالو او د هغوی بهرني مالکانو له ځنځيرونو څخه د ټول ملت آزادي وګڼي.

عبدالحكيم‌ مجاهد هم‌ پَلَتي‌ وهي‌

عبدالحكيم‌ مجاهد چي‌ په‌ واشنگټن‌ كي‌ يي‌ د افغانستان‌ په‌ سفارت‌ كي‌ د ملاعمر د سفير كيدلو خيانت‌ او ننگ‌ منلي‌ ؤ، د يو بيشرمه‌ مدرسه‌اي‌ هلك‌ په‌ شان‌ يي‌ د ۲۰۰۱ د دسامبر په‌ ۲۸ اعلام‌ كړو چي‌: «زه‌ لومړي‌ افغان‌ يم‌ او خلكو او هيواد ته‌ مي‌ خدمت‌ كول‌ لومړني‌ دنده‌ ده‌. ملاعمر يو افراطي‌ مذهبي‌ او غيرسياسي‌ ؤ چي‌ د هيڅ‌ چا خبري‌ ته‌ يي‌ غوږ نه‌نيو او د اسامه‌ د اغيزي‌ لاندي‌ ؤ.»

د يو هار، بي‌سواده‌ او د اسامه‌ او پاكستان‌ چوپړه‌ ملا سپك‌ غلام‌ نه‌وايي‌ چي‌ څرنگه‌ يو ځلي‌ پوه‌ شو چي‌ د ملاعمر «ډيپلماټ‌» په‌ كيدلو سره‌ خپلو خلكو ته‌ خيانت‌ كولو؟ هغه‌ نه‌پوهيږي‌ چي‌ كه‌ د زور دنډو څخه‌ يي‌ يوه‌ هم‌ ملاعمر او «شمالي‌ ائتلاف‌» او د دوي‌ په‌ شان‌ نورو ته‌ خدمت‌ كول‌ وي‌، د خيانت‌ او شرم‌ داغ‌ به‌ يي‌ تل‌ په‌ تندي‌ وي‌. همدا شان‌ هغه‌ نه‌پوهيږي‌ چي‌ كه‌ هر څومره‌ ځان‌ ته‌ «افغان‌» ووايي‌ او «خلكو او وطن‌» ته‌ د خدمت‌ كولو څخه‌ خبري‌ كول‌ او دا شان‌ نور نشي‌ كولاي‌ د هغه‌ غاړه‌ زمونږ د خلكو د منگلو څخه‌ خلاصه‌ كړي‌. په‌ نوم‌ بدلولو سره‌ هيڅ‌ كار مخ‌ ته‌ نشي‌ تلاي‌. آيا زمونږ خلكو جنايتكاره‌ جهاديان‌ چي‌ خپل‌ نوم‌ په‌ «شمالي‌ ائتلاف‌» او «جبهه‌ متحد ملي‌» بدل‌ كړو، بخښلي‌ چي‌ عبدالحكيم‌ مجاهد به‌وبخښي‌؟

«پیام زن»، نشریه جمعیت انقلابی زنان افغانستان (راوا)