مــلاحسن‌ داسـی‌ گواښیـږی‌:«دا چی‌ مونږ د اسلام‌ د بـنسټیزه‌ قوانینو په‌ اړوند څه‌ فیصلی‌ كوو، زمونږ خپله‌ دینی‌ مسئله‌ ده‌.»

په‌ هغو سیمو كی‌ چی‌ د طالبانو د كنترول‌ لاندی‌ دی‌، ټولی‌ ښځی‌ دی‌ ته‌ اړ شوی‌ دی‌ چی‌ څادری‌ په‌ سر كړی‌. د څادری‌ په‌ سركول‌ په‌ دی‌ معنی‌ دی‌ چی‌ باید د ښځی‌ ټول‌ بدن‌ په‌ كی‌ په‌ بشپړه‌ توگه‌ پټ‌ شی‌ او یواځی‌ سترگی‌یی‌ كولای‌ شی‌ د وړو وړو سورو څخه‌ د بهر دنیا ووینی‌. هغوی‌ نشی‌ كولای‌ رسمی‌ ندی‌ ولری‌. نجونی‌ نشی‌ كولای‌ ښوونځی‌ ته‌ لاړی‌ شی‌، پوهنتون‌ خو لا لری‌ خبری‌ ده‌.

خو د ملایانو تجارت‌ خوښیږی‌ - كه‌ څه‌ هم‌ ښځی‌ آزادی‌ نه‌ لری‌، خو د هغوی‌ په‌ سر تجارت‌ كول‌ تر یوه‌ حده‌ پوری‌ دوی‌ ته‌ گټه‌ رسوی‌.

معاذ محمد یو تاجر دی‌ چی‌ د پاكستان‌ د چمن‌ په‌ سیمه‌ كی‌ د راډیوگانو او یخچالونو تجارت‌ كوی‌. كله‌ چی‌ نور خلك‌ د دوكان‌ څخه‌ ووتل‌، هغه‌ حاضر شوی‌ چی‌ په‌ آرامی‌ سره‌ خبری‌ وكړی‌.

هغه‌ وویل‌:« هلته‌ په‌ كابل‌ كی‌ ډیری‌ زیاتی‌ ښځی‌ شته‌. پاكستانیان‌ دلته‌ راځی‌ او د هری‌ ښځی‌ په‌ بدل‌ كی‌ ۹٠٠٠٠ كلداری‌ (۱۸۰۰ ډالری‌) وركوی‌. دغه‌ ښځی‌ فكر كوی‌ چی‌ گواكی‌ هغوی‌ خاوندان‌ پیداكړی‌، خو پاكستانیان‌ د خپلی‌ ساعت‌تیری‌ په‌ خاطر یواځی‌ د څو میاشتو د پاره‌ هغوی‌ ساتی‌ او بیایی‌ خوشی‌ كوی‌.»

«فرانكفورتر روندشاو»، د ۱۹۹۹ كال‌ د جنوری‌ ۷