د افضل خاموش د «پاكستان كمونیسټ مزدور كسان پارټی» عمومی رییس د وینا متن

دوستانو او گرانو ملگرو،
مخكی تر هر څه زما سلامونه ومنی. كه څه هم د ښځو نړیوالی ورځی په مناسبت ملگرو ډیر تقریرونه وكړل، خو زه هم غواړم دا ووایم چی د مارچ اتمه یواځی د افغانستان او د آسیا د ښځونه بلكه د ټولی نړی د ښځو ورځ ده. دا هغه ورځ ده چی د امریكی د یو صنعتی ښار د خواری كښو ښځو د احتجاج په خاطر وټاكل شوه او نن یی د نړی ټولی زحمتكشی او رنځگاللی ښځی لمانځی او ترڅو چی په دی دنیا كی ظلم او بیعدالتی وی او د ښځو حقوق تر پښو لاندی كیږی، دا ورځبه لمانځل كیږی او هیڅ څوك یی مخه نشی نیولی.
زه «راوا» ملگرو ته چی د ډیرو زیاتو مشكلاتو باوجود یی ننی محفل جوړ كړی او د ښځو نړیواله ورځ لمانځی او د هغوی جد و جهد ته سلام كوم او افسوس كوم چی مونږ تراوسه پوری دا كار ونشو كړای.
ملگرو،
كله چی مونږ د ښځو او په هغوی باندی د ظلمونو په هلكه خبری كوو، باید د هر څه نه مخكی دی ته گوته ونیسو چی څوك دا ټول ظلمونو د مذهب او كلچر په نوم كوی او دا چی څرنگه د امرباالله تر څنگ، امربالملا او نن امربالطالب را منځ ته شو او د مذهب د نوم نه په گټی اخیستلو سره د ښځو حق تلفی كوی او هغوی ته د هیڅ كار كولو اجازه نه وركوی او دا په داسی حال كی تر سره كیږی چی كه تاریخ ته نظر واچوو نو گورو چی په ډیرو مسلمانو ملكونو كی ښځو په سلطنت او حكومت كی پوره برخه درلوده او هیڅ چایی هم مخالفت نه كاوه. خو بیا وروسته یو دور راغی چی د مذهب په نوم به یی د ښځو حقوق نه منل او هغه چا چی به د ښځو د حق لپاره خبر كوله، هغوی به یی د «كافر» په نوم وژل او ځورول.
باید په ښځو د باندی كیدونكو ظلمونو او زیاتیو مخه ونیسو كه په هند كی وی یا ایران، افغانستان او یا په بل هر ځای كی چی وی. همداشان باید په دی غور وكړو چی په داسی حال كی چی اوس د ساینس او ټیكنالوجی او كمپیوټر او اتم بم دور دی، خو زمونږ په ملكونو كی لاتراوسه هم په بیلو بیلو بهانو د خلكو مخه نیول كیږی او د ټلویژن څخه نیولی تر ټولو نورو برخو پوری، یواځی هغه څنډونه ښودل او ویل كیږی چی د حكمرانانو په گټه وی. له همدی وجی په پاكستان او هند كی د الله او مندر په نوم د خیرات ټولوونكو شمیره ورځ په ورځ زیاتیږی او د مسلمان او هندو او شیعه او سنی د جنگ اورته لمن وهل كیږی. او په افسوس سره وایم چی افغانستان په دی منځ كی د ټولونه لاډیر دردوونكی حالت لری او نړی هیر كړی دی او له بده مرغه اقوام متحده هم یواځی هغه ځای كی مداخله كوی چی په گته یی وی لكه چیچنیا او تایوان كی.
ملگرو،
راځی د عدالت او خوشحالی د پاره كار وكړو او حاكمو حكمرانانو ته نوره اجازه ورنكړو چی د خلكو حق تلفی وكړی. باید د هغی ورځی د پاره كار وكړو چی مظلومو او غریبو خلكو له منح نه وزیراعظم انتخاب شی. باید د ښځو د آزادی او برابری لپاره جد و جهد وكړو او په دی عظیمه ورځ دا عهد وكړو چی تر كامیابی پوری به دا جد و جهد پرینږدو.