زمری‌ ـ نوی‌ دهلی‌

په‌ نوی‌ دهلی‌ كی‌ د افغانی‌ سفارت‌ لومړی‌ سكرتر سلطان‌ محمود دهدار دهندو ښځی‌ له‌ لیدو سره‌ سم‌ خپل‌ پرتوگ‌ اوغورځاوه‌


د «پیام‌ زن‌» مجلی‌ اداری‌ ته‌ درناوی‌،


سلطان‌ محمود دهدار سكرتر اول‌ سفارت‌ افغانی‌ در هند كه‌ با دیدن‌ زن‌ هندو تنبان‌ خود را كشید

هیله‌ ده‌ زما تاوده‌ سلامونه‌ او نیكی‌ هیلی‌ ومنی‌، زه‌ د «پیام‌ زن‌» مجلی‌ دایمی‌ لوستونكی‌ یم‌ ځكه‌ چی‌ هر ځل‌ نوموړی‌ مجله‌ گورم‌ د هیواد د روانو ناخوالو او بربادیو په‌ هكله‌ د تسلی‌ وركولو په‌ ځای‌ په‌ ډیر جرأت‌ سره‌ غلیمان‌ په‌ گوته‌ كوی‌ او له‌ دی‌ تورو تیارو څخه‌ د وتلو لار ښیئی‌. ځكه‌ می‌ هم‌ وغوښتل‌ په‌ ډهلی‌ كی‌ د افغانی‌ سفارت‌ په‌ هكله‌ څه‌ درته‌ ولیكم‌:

د روان‌ عیسوی‌ كال‌ اگست‌ په‌ ١۷ او ١٨ نیټی‌ د هند ځینی‌ معتبرو ورځپاڼو لكه‌ «مید دی‌» او «ټایمز آف‌ انډیا» په‌ مختورو بنسټپالو پوری‌ اړوند یو خبر خپور كړ، چی‌ هندوستان‌ كی‌ د ټولو میشته‌ افغانانو د سرټیټی‌ او خواشینی‌ سبب‌ وگرځید.

خبره‌ داسی‌ وه‌ چی‌ په‌ ډهلی‌ كی‌ د افغانی‌ سفارت‌ لومړی‌ سكرتر، سلطان محمود دهدار چی‌ پریمانه‌ شراب‌ خوړلو نشه‌ کړی وو خپل‌ پرتوگ‌ اچوی‌ او په‌ نیمه‌ شپه‌ كی‌ هماغسی‌ بربنډ هندو گاونډی‌ په‌ كور ورننوځی‌ ترڅو خپل‌ حیوانی‌ غرایز تسلی‌ کړی. خو د گاونډی‌ ښځه‌ چی‌ په‌ كور كی‌ له‌ خپلو بچیانو سره‌ یواځی‌ وه‌، شور او زوږ جوړوی‌ او دخطر زنگ‌ په‌ وهلو سره‌ نور همسایگان‌ حپلی‌ مرستی‌ ته‌ رابولی‌. څه‌ شیبه‌ وروسته‌ د شاوخوا كورونو خلك‌ له‌ كوتكو سره‌ راټولیږی‌ تر څو «جهادی‌ ورور» بی‌ پرتوگه‌ سكرتر، ته‌ «سبق‌» ورکړی، خو څرنگه‌ چی‌ ده‌ سیاسی‌ مصونیت‌ درلود پولیس‌ وړاندی‌ كیږی‌ او «جهادی‌ سكرتر» چی‌ د نشی‌ له‌ زوره‌ لانه‌ پوهیده‌ څه‌ خبره‌ ده‌ په‌ هماغه‌ حالت‌ كی‌ د پولیسو ماموریت‌ ته‌ ځان‌ سره‌ بیایی‌.

پیـام‌ زن‌:

داهم‌ د هغو پیښو یوه‌ بیلگه‌ ده‌ چی‌ اصل‌ علت‌ یی‌ د بنسټپالی‌ په‌ ناولی‌ او وروست‌ ماهیت‌ كی‌ نغښتی‌، او هره‌ ورځ‌ په‌ سلگونو دی‌ ته‌ ورته‌ كانی‌ دهیواد په‌ گوټ‌ گوټ‌ كی‌ د دوی‌ په‌ لاس‌ سرته‌ رسیږی‌.

زمونږ په‌ نظر دی‌ پیښی‌ كی‌ پخپله‌ «جنرال‌» سلطان‌ محمود دهدار چی‌ پرتوگ‌ یی‌ اچولی‌ دیوی‌ بی‌ارزښته‌ او كوچنی‌ پرزی‌ په‌ څیر دومره‌ اهمیت‌ نلری‌، ځكه‌ هغه‌ خواركی‌ هم‌ د نورو حقیرو بنسټپالو په‌ شان‌ خپل‌ ټولی‌ هیلی‌ او آرمانونه‌ دهیواد څخه‌ بهر تللو او هلته‌ عیاشی‌ كولو كی‌ گوری‌.

د دهدار پرتوگ‌ ایستل‌ په‌ حقیقت‌ كی‌ دده‌ د «استاد»، ربانی‌ او نورور بنسټپالو «پروفیسرانو»، «انجنیرانـو» او... پرتوگ‌ ایستـل‌ دی‌ او ځكه‌ هم‌ ددوی‌ مطبوعاتی‌ دلالان‌ پخپل‌ مخ‌ باندی‌ د سپی‌ پوستكی‌ راكاږی‌ او هڅه‌ كوی‌ چی‌ د «كابل‌» په‌ اونیـزی‌ كی‌ دا له‌ پټوولو وتلی‌ رسوا پیښه‌ چی‌ ددغو حقیرانو دماهیت‌ څرگندویه‌ ده‌ پټه‌ کړی.

دوی‌ زركرته‌ حق‌ لری‌ چی‌ دخپلو «استاذانو» او «پروفیسرانو» د وتلی‌ پرتوگ‌ بیا په‌ ځانولو او «حجاب‌» ترسره‌ كولو او ددوی‌ د خوړلی‌ «مالگی‌» د درنښت‌ لپاره‌، باید درواغ‌ ووایی‌، باید كوربلی‌ وکړی او لكه‌ مچ‌ خپل‌ سر ته‌ سوكان‌ اوباسی‌ او دپیښی منگی‌ د بنسټپالی‌ پرځای‌ د یو دوه‌ كسانو پرسر مات‌ کړی.

په‌ رښتیا چی‌ د اونیزی‌ چلوونكی‌ او خپروونكی‌ ډیر ځیرك‌ او هوښیار دی‌ او ډیر ژر پوه‌ شوی‌ چی‌ دا رسوایی‌ یواځی‌ د «دهدار» رسوایی‌ نده‌، دیوه‌ سفارت‌ یا یوه‌ دفتر رسوایی‌ نده‌ دا د ټول‌ ناولی‌ واكمن‌ سیستم‌ رسوایی‌ او بربندیډل‌ دی‌ او ځكه‌ یی‌ هم‌ په‌ دوی‌ ماتم‌ جوړ کړی دی‌. دوی‌ د بنسټپالی‌ د مردارو نوونو او زوو په‌ څټلو سره‌ هڅه‌ كوی‌ چی‌ خبره‌ ډیره‌ عادی‌ او بی‌اهمیته‌ وبلل‌ شی‌ او ځكه‌ هم‌ دخپلی‌ گڼی‌ په‌ لومړی‌ مخ‌ كی‌ ددغه‌ «جهادی‌» لوطی‌ او زانی‌ انځور چاپوی‌، د «ډهلی‌ مسئله‌» یی‌ بولی‌ او غواړی‌ چی‌ اصلی‌ خبره‌ پټه‌ او بله‌ بڼه‌ ورکړی.

دلته‌ گران‌ لوستونكی‌ «آیینه‌ افغانستان‌» كی‌ د ع‌.ص‌.ب‌ د ډهلی‌ له‌ لیك‌ څخه‌ نقل‌ شوی‌ مطلب‌ یادوونه‌ كوو چی‌ د هغی‌ خپرونی‌ په‌ ۵۶ گڼی‌ كی‌ د لوی‌ سفیر ایشان‌ جان‌ عریف‌، «جنرال‌» سلطان‌ محمود دهدار، د نظامی‌ آتشی‌ مرستیال‌ جنرال‌ عبداللطیف‌ د همجنس‌ بازی‌ او لواطت‌ جریان‌ هم‌ لیكی‌ چی‌ مونږ یی‌ له‌ خپرولو څخه‌ ډډه‌ كوو:

«جنرال‌ فهیم‌... رئیس‌ خاد رژیم‌ ربانی‌... پسر كاكای‌ خود، همین‌ سلطان‌ محمود دهدار... را به‌ حیث‌ سكرتر اول‌ به‌ رتبه‌ برید جنرال‌ خاد به‌ ډهلی‌ جدید مقرر كرد... عبداللطیف‌ كه‌ او هم‌ رتبه‌ جنرالی‌ دارد و عموزاده‌ داكتر عبداله‌ آمر وزارت‌ دفاع‌ ربانی‌ است‌ به‌ حیث‌ معاون‌ آتشه‌ نظامی‌ در ډهلی‌ مقرر گردید... سفیر كبیر ایشان‌ جان‌ عریف‌ از طریق‌ وزارت‌ خارجه‌ به‌ شخص‌ ربانی‌ تماس‌ دارد...»

او كابل‌ اونیزه‌ هم‌ په‌ خپل‌ ٨٩ گڼی‌ كی‌ د بنسټپالی‌ رسوایی‌ پټولو هلوځلو كی‌ لومړی‌ سكرتر دهدار له‌ خولی‌ لیكی‌: «نظر به‌ لزوم‌ دید ریاست‌ عمومی‌ امنیت‌ ملی‌ و موافقة‌ وزارت‌ خارجه‌ بخصوص‌ آقای‌ لفرایی‌... وظیفه‌ مأموریت‌ گرفتم‌... چار برادر ایشان‌ جان‌ (لوی‌ سفیر) از امریكا و ایران‌ منحیث‌ كارمندان‌ محلی‌ مقرر گردیدند... پاسپورت‌ های‌ ثبت‌ شده‌ در كمپیوترما به‌ سودانی‌ها، كشمیری‌ها و الجزایری‌ ها به‌ فروش‌ می‌رسید... ١٢ نفر با پاسپورت‌ های‌ افغانی‌ در بنگلور حبس‌ هستند، آنها در اثر اعمال‌ غیرقانونی‌ بنام‌ افغانی‌ دستگیر گردیده‌ و یكنفر شان‌ كشته‌ شده‌....»