په دی وروستیو کی ښاغلی کرزی روحانیونو ته په خپلی وینا کی وویل:
«... (دا) د طالبانو د دوران فلم دی. دا دری ښځی را ښکته کړی، د پیکپ څخه، ددی استدیوم په منځ کی، دوی ښځی ولاړی ودریدی. دا بله ښځه کښینوله په مځکه. دا ټول عالم ورته ګوری، پنځه شپږ زره خلک ورته ناست دی..... دا بلی ښځی وسر ته کلاشنکوف ونیوی، ددی پنځو زرو خلکو په مخکی وویشته..... دا غیرت دی، ملا محمد عمره!؟ دغه ستا غیرت و؟ اسامه! دغه ستا غیرت و؟!»
په هر حال هغه مجبوره و چی د طالبانو د جنایت د دغه ډیر هم او په نړیواله پیمانه مشهور شوی سند په هکله خبری وکړی په داسی یو ډول چی بی خبره اوریدونکی یا لوستونکی هغه د سی ان ان یا بی بی سی کار وګڼی (١) خو ددی فلم صاحب یعنی «د افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» (راوا) نوم ته په اشاره کولو کی یی ژبه بندیږی. ولی؟ اجازه راکړی مونږ هم پوښتنه وکړو ښاغلی کرزی، آیا دا ستاسی غیرت و چی د «راوا» د فلم څخه یادونه وکړی خو د «راوا» نوم په خوله وانخلی؟ البته مونږ په هیڅ توګه ښاغلی کرزی دومره خپلواکه، مخیر او دموکرات نه ګڼو چی د طالبی او جهادی تبهکارانو ضد د یواځنی پخوانی او انقلابی سازمان په وجود ویاړ وکړی. خو مګر د یو «رییس جمهور» لپاره به شرم نه وی چی د هغی څخه وډاریږی یا ترینه کرکه وکړی؟ که ومنو چی د «راوا» د ویاړه ډک خپلواکه، دموکراسی غوښتونکی او د طالبانو او «شمال ټلوالی» ضد دریځ له کبله ښاغلی کرزی حق درلود د هغی څخه وډاریږی یا بیزاره وی، په دی صورت کی ښه دا و چی اصلاْ د دغه فلم د یادولو نه تیر شوی وی ترڅو د خلکو پام دی ته نشی چی حتی ددی هیواد د دولت رییس کولای شی دومره ټیټ او سپک شی چی یواځی د هغه په کابینی کی ناستو «شمالی ټلوالی» پوری تړلو جنایت کارانو څخه یی انتظار تلای شی، هغه بی شرمه او بی معرفته جنایت کاران چی د خپل دفاع وزارت د خپرونی نوم یی «پیام زن» ایښودلی دی!
پاورقی:
«...هغه ورځ می خبرونه کتل، په خبرونو کی، بیبیسی وه که سیانان...»