عبدالحكيم مجاهد چي په واشنگټن كي يي د افغانستان په سفارت كي د ملاعمر د سفير كيدلو خيانت او ننگ منلي ؤ، د يو بيشرمه مدرسهاي هلك په شان يي د ۲۰۰۱ د دسامبر په ۲۸ اعلام كړو چي: «زه لومړي افغان يم او خلكو او هيواد ته مي خدمت كول لومړني دنده ده. ملاعمر يو افراطي مذهبي او غيرسياسي ؤ چي د هيڅ چا خبري ته يي غوږ نهنيو او د اسامه د اغيزي لاندي ؤ.»
د يو هار، بيسواده او د اسامه او پاكستان چوپړه ملا سپك غلام نهوايي چي څرنگه يو ځلي پوه شو چي د ملاعمر «ډيپلماټ» په كيدلو سره خپلو خلكو ته خيانت كولو؟ هغه نهپوهيږي چي كه د زور دنډو څخه يي يوه هم ملاعمر او «شمالي ائتلاف» او د دوي په شان نورو ته خدمت كول وي، د خيانت او شرم داغ به يي تل په تندي وي. همدا شان هغه نهپوهيږي چي كه هر څومره ځان ته «افغان» ووايي او «خلكو او وطن» ته د خدمت كولو څخه خبري كول او دا شان نور نشي كولاي د هغه غاړه زمونږ د خلكو د منگلو څخه خلاصه كړي. په نوم بدلولو سره هيڅ كار مخ ته نشي تلاي. آيا زمونږ خلكو جنايتكاره جهاديان چي خپل نوم په «شمالي ائتلاف» او «جبهه متحد ملي» بدل كړو، بخښلي چي عبدالحكيم مجاهد بهوبخښي؟
هغه او د هغه په شان نور تر څو چي وطن او خلكو ته په خپلو يو يو خيانتونو اعتراف ونكړي، د طالبانو يا «شمالي ائتلاف» ورونو د څيره بدلوونكو عواملو نه په غير به بل څه ونهگڼل شي.