
مروه پلار
زمونږ په هیواد د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی دوام لري؛ تر اوسه د ډیرو دغو جنایتونو او زړهبوږنونکو پیښو څخه ډیر لږ رسنیو ته لاره موندلی ده. دغه کیسې داسی له درده ډکې دی چی د هر باشرفه انسان زړه او وجدان په درد راولی خو د غنی او عبدالله او د هغو د ډلې وجدان هیڅکله هم نه.
له دغو زړهبوږنونکو پیښو څخه یوه د مروې او د هغې لس کلنې خور کیسه ده چی د ننګرهار ولایت د خیوې اوسیدونکی دي. مروې درې میاشتې وړاندی د خدایرام چی د ګلکریم مرستیال او د حضرت علی او جمعیت اسلامی له قومندانانو څخه دی له ورور سره واده وکړ. د واده په شپه د مروې میړه دعوی کوی چی هغه باکره نده او له خدایرام سره یوځای، مروه او د هغې ترور په هماغه شپه وهي او ټکوي. وروسته د مروې لاسونه او پښې په پړي تړي او د پلار کور ته یی لیږي. خدایرام چی د خیوې له جنایتکارانو څخه دی او د حضرت علی او د هغه ځوی احمد علی په ملاتړ د سیمې واکمن دی، هماغه شپه د سیمیزو پولیسو قومندان حاجی اکرم ته زنګ وهی او له دری رنجر موټرو سره د نادر پر کور برید کوی او د مروې د مور او پلار له وهلو ټکولو وروسته د هغې لس کلنه خور چی له ویرې په تنور چی پټه شوی وه له ځانه سره بیایی او د خدایرام ورور ته یی په نکاح کوي.


د مروې مور او پلار سبا ته ولسوالۍ ته عریضه کوی. خو د هغوي عریضه څوک نه اخلی. هغوی په ناهیلۍ سره، مروه جلالآباد ته د امن کور ته راولي. خو قضیه د جهادي قومندانانو د ځناورتوب د نورو سلګونو دوسیو په څیر پټه پاتی کیږي. څارنوال وای په کراتو د خدای او ګلکریم له لوری ګواښل شوی دی.
په پایله کی د نوامبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له منځهوړلو نړیوالې ورځ په پروګرام کی چی د ننګرهار د ښځو چارو په ریاست کی نیول شوی وو، مروه په زړهورتوب سره د خبریالانو پر وړاندې خپله کیسه کوي. خو حنیف ګردیوال د ننګرهار والی ګلبدینی مرستیال چی هلته یی شتون درلود، په غوسه کیږي، او په بیشرافتۍ سره مروه له هغې ځایه باسی او خبریالانو ته ګواښ کوی چی فلم پاک کړي. دغه بیشرمه خاین وایی: «د دغه خبر په خپریدو سره زمونږ پرتوګ وځي.»، خو نه پوهیږي چی کلونه وړاندی یی پرتوګ وتی دی.
په همدغه لړ کی ان.جی.او.یی په اصطلاح مدني ټولنی ښځې د تل په څیر موږک او مچ کیږي او چُپه خوله پاتی کیږي ځکه له یوې خوا نه غواړي له «جهادی مشرانو» سره ونښلي او له بل پلوه د «مروې څخه دفاع» لپاره یی لا تراوسه کومه غوړه ډالري سرچینه نده موندلی!
د «افغانستان د ښځو انقلابی ټولنه» (راوا) د تل په څیر اعلان کوی چی د جانکیری له لوری جوړ شوي مافیایی دولت کی چی د عبدالله، اتمر، محقق، زاخیوال، دوستم، عطا، دلبر نظری، ضیا مسعود، سیاف، فوزیه کوفی او سلګونو نورو جنایتسالارن او د ښځو ضد عناصر په کی شتون لری، د ښځو حقونو او د دیموکراسۍ د ارزښتونو خوندیتوب د ځان غولول او د خلکو غولول دي او بس. د افغانستان ښځې نه د بشر د حقونو درواغجنو کمیسیونونو او حقوقي او قضایی ادارو له لاری چی ټولې د جهادی ویجاړونکو په لاس کی دي، بلکه یوازې د یووالي او کرغیړنو جهادیانو، طلبانو، داعشیانو او امریکایی نیواکګرو پر وړاندی د کلکې مبارزې پر اساس کولای شی چی د فرخندې، تبسم، رخشانې، مروې، صایمې، بشیرې او ددغې خاورې زرګونو نورو کړیدلو ښځو غچ واخلي.
د افغانستان انقلابي ښځو ټولنه
۱۳۹۵ کال د لیندۍ ۲۹مه – ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۹مه