د غویی اوومه او تمه د هیواد په تاریخ کی دوه کرغیړنې ورځې دی چی د بندخونی، ربړونی، زرګونو بی‎ګناه انسانانو وژنې، ډله‎یز قبرونه، ټول‎وژنې، جنسی تیری، لوټ او تالان، د ملی شتمنیو لوټ، هیواد پلورنې او د سلګونو نورو جنایتونو او انډوخر ښکارندوی دي. سږکال به په دغه توره او ویرجنه ورځ د کابل او کابلیانو د قصاب په راتګ سره، د ګلبدین او نورو جهادی وروڼو سپیتانه‎جګړو زرګونو قربانیانو په پخوانیو ټپونو، مالګه وشیندل شي.

امریکا پر افغانستان له یرغل وروسته سم‎لاسی خپل جهادي چوپړوان چی له څو لسیزو راهیسی یی پری پانګونه کړی وه د ولس په برخلیک واکمن کړل. دغو غلو له کومې پلټنې او خپلی کرغیړنې او له وینو او خیانت څخه ډکی دورې ۱۳۷۱ څخه تر ۱۳۷۵ پورې له حساب ورکولو پرته، د بی‎ساري اتلانو په څیر پر واک ډډه ووهله او یو ځل بیا د ولس په لوټولو بوخت شول. ددوی مافیایی او له ظلمه ډکې واکمنۍ د طالبانو، حقانی شبکې او نورو ځناورو ډلو ته د ودې زمینه برابره کړه چی افغانستان یی په یوه نیمه لسیزه کی د وینو په حمام بدل کړ.

امریکایی او ناتو یرغلګرو په تیرو ۱۶ کلونو کی په کراتو کوښښ وکړ چی د خپلو چوپړانو له سر او مخ څخه ویني او جنایت پاک کړي؛ څو کاله وړاندې د لیوانو په خونه (پارلمان) کی د غویی اوومې او اتمې مشرانو یو بل وبخښل؛ دوستم ګلیم‎جم وروسته له هغې چی په ټاکنو کی د غنی لومړی مرستیال شو له «منفی زیانونو» څخه چی خلکو ته یی اړولی وو «بخښنه» وغوښتله؛ د ع او غ او ګلبدینانو ترمنځ د سولې له تړون څخه څو کړۍ وروسته د اسلامی ګوند انسان خوړونکی قریب‎الرحمن سعید له «خلکو او په ځانګړی توګه له هغو کورنیو څخه چی په کورنیو جګړو کی زیانمن شوی» بخښنه وغوښته خو د ګوند نورو غړو سم‎لاسي رد کړه. دغه خاینان چی د خپلو بادارنو په اشاره په ننداریزه توګه «بخښنه غواړي» په خپل خام خیال سره فکر کوی چی له تیرې سره یی حساب پاک شوی دی. خو دوی ماشومان نه ول چی پیاله یا نالبکی یی مات کړی وی او په بخښنې غوښتلو سره مسئله پای ته ورسیږي، دوی د سلګونو وژنو، ویجاړۍ، هیواد‎پلورنې، لوټ او د ولس د بربادۍ مسئولان دي او باید د خپلو کړونه په جرم په یوه ولسي محکمه کی په سختو سزاګانو محکوم شي ځکه یواځي په دغه صورت کی زمونږ رنځیدلی هیواد کولای شی چی یو سوله‎ایز او له ځناورتوب څخه پاک راتلونکی ولری.

جهادی جنایت‎کارانو په ۱۳۷۱ کال د خپلی له وینو ډکې واکمنۍ په پيل کی د ښځو سره بی‎پایه دښمنی اعلان کړه. په یاد مو وي چی د رباني ډلې د طالبانو منځنیو پیړیو له واکمنیدو دمخه د امربالمعروف ناتارکونکی دستګاه رامنځته کړه په زرګونو کارکونکی ښځې یی کورناستی، حجاب یی په زوره او د ښځو بیرون تګ یی له شرعی محرم سره حکم ورکړ. د جهادی لیوانو د واکمنۍ دوره کولای شو د هیواد په تاریخ کی د ښځو د ژوندانه توره دوره و نوموو. که زر واری امریکا خپل چوپړان وبخښي خو د هیواد ښځې چمتو ندی چی د شکرې، ناهید، او د لسګونو نورو بی‎ګناه ښځو وینې چی د جهادي ځناورو د انډوخر قربانی شوی وبخښي. زمونږ خلک له یاده نه باسی چی طالبان او القاعده او حقانی ډله او داعش دا ټول د جهادیانو د ناپوهئ او ځناورتوب زیږنده ده که څه هم نن ددوی مشران لکه عطا، قانونی، بسم‌الله، سیاف، محقق، عبدالله، اسماعیل‌خان، محسنی، خلیلی او نورو د پیشکی پوټکی پر مخ راښکلی او ځانونه «دموکراتان» بولي.

امریکا له جهادي او طالبی ترهګرو څخه افغانستان په آسیا کی د خپلې کلکی پوځي هډې په بدلولو کی خورا زیاته ګټه پورته کړه. د بنسټ‎پالو او تکنوکراتانو او روڼ‎آندو چوپړانو په مرسته، امریکا په دې وتوانده چی زمونږ هیواد د خپلې امپریالیستي زورواکۍ او د وسلو آزموینی لپاره د خالی ډکر په توګه وکاروي ترڅو خپلو سیالو ته ګواښ وکړی او پر نړۍ خپل واک خوندی وساتي.

خو مونږ له خپل ولس سره یوځای دا آواز کوو چی نه یی بخښو او نه یی هیروو، یوازی د یرغلګری امریکا او د هغی جهادی، طالبی او داعشی چوپړانو له منګولو څخه د خلاصون په صورت کی زمونږ ولس آرامیدلی شي.

د افغانستان د ښځو انقلابي جمعیت (راوا)
د ۱۳۹۶ کال د غویي اوومه – کابل