«د افغانستان تجزیه» د پښتنو او ناپښتنو توکم پالو ذاتی خیانت
لومړی برخه | دریمه برخه | څلورمه برخه | متن فارسی
ملی یووالی
هرهغه څوک چې زړه یې په افغانستان کې د یوملت په بڼه دقامونو پیوستون او «ملی یووالی» ته درزېږی، که کومه بد نیتې ونلری نو ښایې د ملی یووالی د کمزوری کېدلو اصلي علت – جنایت سالاران او ونډه والو ـ ته پام واړوي او هغوې ټول د ملی خاینانو او اړغېږنې یا ځان ځاني اچوونکو او ملی یووالی د خنډ په توګه رسواکړی. ملی یووالی چې دبل هر مفهوم په پرتله لاډېر لړل شوی دی او د نادرشاه له وخته تر ګوډاګیانو او جنایت سالارانو او کرزی پورې یې هغه د خپلو خاینانه او ولس غولوونکو موخو د پټولو د پاره هر سهار او ماښام په ډېرو ولولو په ژبه اړولی او اړوی یې، هاغه وخت مطرح کېدلای شی چې ملت، خپلواک او آزادې غوښتونکی دولت ولرې او په لیکه کې یې سرخاینان او سرجنایت سالاران ونه وینی. دملی یووالی موخه پرته د خپلواکۍ، دموکراسۍ او ټولنیز عدالت ځینې بل څه کېدلای نشی. جنایتسالارانو دری واړو شعارونو سره خپله دښمنې ثابته کړې ده. پایله دا، هر هغه څوک چې د دغو خاینانو څخه یو هم ښه وبولی، د «ملی یووالی» په اړه د نظر ورکولو حق نلری ځکه که پخپله پوهېږی او که نه پوهېږی خامخا به د «سی آی ای»، «واواک» یا «آی اس آی» تر امر لاندې وی. هغوی د ملی وحدت غوښتونکی نه بلکه د خاینانو د یووالی غوښتونکی دی او د «ملی یووالی» په نوم غواړی زموږ ملت د جنایتکارانو تر ولکې او امر لاندې راولې.
ډاکتر لعل زاد او ملی یووالی
سره د دې چې ډاکتر لعل زاد په ډاکتر روستار تره کی او د پوهاند عبدالحی حبیبی په پښتونپالنې باندې پر ځای برید کوی، خو «هېوادکې دملی یووالی منځ ته راوړلو دلارو په اړه بحث» کې لوستونکی ستومانه او نا هیلې کوی ځکه پرته دچرګ لکۍ څخه هم د «بابه مزاری» او مسعود(١١) سره اړیکې یې په هماغې ناروغتیا اخته دی چې نور پرې اخته بولی:
«زموږ د هېواد د ګڼ شمېر توکم پالو روڼ اندو او پوهانو بنسټیزه ستونزه داده چې له بده مرغه هرشی یواځې د خپلو توکمیزو ګټو د سیوری څخه تر څېړنې لاندې نیسې او په ټینګار سره غواړی هغه پر نورو هم "تحمیل" کړی.»

دعام ویلو څه ګټه؟ ولې هغه توکم پالي روڼ اندی نه په ګوته کوي؟ دتاسو په لیکنې کې هم دتوکم پالنې ستره چاوده لیدل کېږی. تاسو دهر تنګ نظری نیشنلست په څېر د خپلې توپخانې مخ یواځې د پښتنې توکم پالنې پر لوری اړولې او د هزاره ګی او ازبکی او... نورو توکم پالنو په اړه مرګونې چپه خوله غوره کوی. آیا هغه «روڼ اندی او پوه» چې «بابه مزاری» او بابه محقق او بابه مسعود او بابه دوستم او همدا ډول نور جنایتکاران رسوا نکړې، کولای شې د پښتنو «توکم پالو روڼ اندو او پوهانو» په وړاندې جګړې ته و درېږې؟ دتاسو له ویناؤ څخه هم هماغه زغم نه کېدونکې ډډوزې پاڅېږی چې د ډاکتر روستار ترهکی!
او همدغه ناپښتونه توکم پالنه او ناپښتونه جنایتکارانو سره نرمه غاړه وړل دی چې هغه د تاریخ سترې لاس وهنې او سرغړونې ته غورځوي:
«ټولې څېړنې څرګندوی چې "د افغانستان" په تاریخ کې نه یواځې دملی یووالی نښو شتون نه درلود بلکه له سره تر پایه وېره او اریانتیا وه... په هېواد کې ملی یووالی یوه داسې په زړه پورې کیسه ده چې په غوږونو ښه لګېږی او کولای شو چې یواځې دماشومانو په غوږ کې یې وبنګوؤ، په داسې حال کې چې د "افغانستان" تاریخ له سره تر پایه په مختلفو بڼو کې د وینو او بې عدالتی څخه جوړشوی دی».
لعل زاد په دې نیت چې د خپل قام «له سره تر پښو وحشت او دهشت» څخه ډکو کړنو په اړه خبرې ونکړی ټول بې ژبې تاریخ تر برید لاندې نیسی. په دې نه پوهېږی چې تاریخ سره دوکه کول پخپله د لاس وهونکی لاره د تاریخ کندې ته پرانیزی.
آیا د انګلیسانو ضد جګړې کې مو ملی یووالی نه درلود؟ آیا د امان الله، په دوران کې زموږ ولس کې دملی یووالې په ګټه پوره شوراو زوږ منځ ته نه ؤ راغلی او ان د هغه د را پرځېدلو په درشل کې بیلو بیلو قامونو دهغه په ملاتړکې خپل چمتووالی نه ؤ ښودلی؟ آیا روسی ضد جګړې کې زموږ د قامونو ملی یووالې ته ټولو شاباش نه ؤ ویلې؟
په تېرو دېرشو کالونو کې د ملی یووالی د زیانمن کېدلولامل د پرچمی او خلقی او جهادی بانډونو د هېواد پلورو خیانت څخه پرته څه شی دی؟ دملی یووالی په ټینګښت یا د دولتونو رول په تېره بیا د افغانستان په څېر وروسته پاتې هېوادونو کې فوق العاده زیات دی. ځکه خو په هغو برخوکې چې دملی یووالی ځای «له سره تر پښو وېرې او ډار» نیولی دی باید پرچمی او خلقی او جهادی دولتونه پړوګڼل شی. دغو مزدورانو چېرې غوښتل یا یې کولای شول چې ملی یووالی را منځ ته کړی؟ ښاغلی لعل زاد، آیا د ملت څخه ګیله لرې او په هغه باندې بلوا کوې چې ولې یې دجهادي او طالبي محشر پرضد پاڅون ونکړ؟(١٢) که ځواب هو دی، ډېرښه! ځکه ددې څرګندونه کوی چې خپل «بابه مزاری» او نور بابه ګان هم دهغو وینې څښونکو په لیکو کې شمېری چې سرونه یې باید د غورځنګ تر ګیوتین لاندې راغلی وای. خو دا خوشخیالی ده. له بده مرغه تاسو هم د حامدکرزی د «طالب جان» په ډول د «بدو» جنایت سالارانو پرضد، «ښو» جنایت سالارانو سره پیمان لرۍ.
دجهادی بانډونو او د هغوی د سرغنه ګانو تاریخ د وینو، خیانت، فساد او بې ناموسۍ سره هممانیزدی چې تاسو هغې ته له ګوت نیونې څخه ځان تېر کړی دی. په خپلې همدغې «بدبینانه» دعوا کې ښکاری چې باید وحدت ګوند، مزاری ګان، محقق ګان... باید د ځلانده «قیادی» ګانو په څېر و پېژنۍ چې نورو بانډونو سره د «وحدت» غوښتنې په لومړی کتارکې ول او څلور کاله یې ګډ «امارت» درلود! سربېره پردې اته شیعه ګوندونه «واواک» د «وحدت ګوند» په نوم یوبل سره و نه نښلول؟ آیا دوی «د ملی یووالی څرګندونکی» نه ول؟ که ووایاست چې یه، په دې صورت کې باید د پښتنو داړه مارانو تر څنګ ناپښتونه داړه ماران هم د افغانستان قسم خوړلې غلیمان وبولي تر څو چې ستاسو تاریخ لید ټاکلی او ریښتینې شي او د توکمونو آګاه باخبره روڼ اندی ستاسو خبری جدی وګڼي.
بیا هم د وژونکو له رسواکولو څخه د ځان تېرولو په موخه عام ګړېدنه:
«نه ښایې کرزی او خواخوږو څخه یې د دموکراسۍ راوړلو تمه ولرو، مګر دا چې ولسی بالقوه ځواک یې "مخکښ" کړی!»
رښتیا؟ دغه «بالقوه ولسی ځواک» کوم دی؟ که «ملی جبهه» او ډاکتر عبدالله یا محقق یا دوستم یا کوم یو بل دغه شان وژونکی (چې رسنی یې شپه او ورځ د «اپوزیشن» او یواځنی الترناتیو په توګه پړسوی) «مخکښ» نه بولی، ښایی چې خپله لار مو د نوموړو خاینانو څخه بېله کړې وای.
دتاسو د توکمپالنې شور هم د عوض نبی زاده او لطیف پدرام څخه څه کم ندی چې لیکې:
«همدغه "توکمیزه لوبې" دی چې نن یې پرونی قسم خوړلی د سرې، تورې، شنې او سپینې ایډیالوژی لرونکی غلیمان (ظاهرشاه، سیاف، ګلابزوی، ملاراکټی او علومی) یوبل سره تړلی او په یوې لیکې کې یې درولی دی.»
ښاغلی ډاکتر لعلزاد، یا خو تاسو په رښتیا په خوب وده یاستۍ او یا مو خپل ځان په جهل مرکب وهلی، لومړی دا چې جنایتکاران «سیاف، ګلابزوی، ملاراکټی او علومی» نیغ په نېغه او یا په غیر مستقیمه توګه د مسټر عبدالله تر مشر تابه لاندې «ملی جبهې» کې تشریف لری. تاسو که په نجیبانه توګه خبره راسپړلې وای «ملی جبه» به مو د یوه سره د خاینانو ټولګه څېړلې وای نه یواځې دهغې جبهې پښتانه او بیا که چېرته سبا د واک ترلاسه کولو دپاره دارازلو یا کچوتانو په لوبه کې محقق او خلیلی او نور دبېلګې په ډول دوستم او عطامحمد او... سره په «یوې واحدې لیکې» کې ودرېږی، آیاهغه لیکه به، یوه ناپاکه لیکه نه وی؟
درواغجنه او ولس غولوونکې لفاظی:
«دتاریخی جنایتونو په ډاګه کول او د ولسی بالقوه ځواکونو سمبالتیا د ملی وحشت (هڅه چې د عبدالرحمن څخه تر ملاعمر پورې پیښ شوې دي)، د ملی دولت جوړولو او ملی یووالی ته د رسېدلو یواځنۍ ضمانت دی!»
همدغه شان د بابه مزاری او بابه خلیلی او بابه خدایداد او بابه کشتمند او... د «تاریخی جنایتونو په ډاګه کول» چې تاسو تر سره کړي دي؟
د دې دپاره چې د عبدالرحمن څخه تر ملاعمر او سیاف او ګلبدین او... د «ملی وحشت» تاریخ لیکنه ریښتینې او افغانستان سره د مینې له مخې و پوهېدای شی ټاکونکې وه چې تاسو د ناپښتنو بانډونو کړنې د وینو او خیانت څلور کلنې دورې کې څېړلی وای. په یاد وساتی ښاغلی لعلزاد چې د عبدالرحمن جنایتونه له تاریخ ترټولو قدروړ کتاب - «افغانستان دتاریخ په مسیر کې» دغبار لیکنه ـ کې په مستند ډول راغلي او د طالبانو او ملاعمر جنایتونه هم په زرګونو کتابونو، مقالو او فلمونو کې راغلی دی ځکه هغه وخت په افغانستان کې د طالبانو د ټکونې او د«شمالی ټلوالې» د ځای پر ځای کولو وخت ؤ او امریکا نه غوښتل د هغوی د ماهیت په اړه ډېر څه وویل شی ځکه چې هغوی باندې ډډه لګولو سره یې «دولت» جوړ کړی او دهغو ځنې یویې هم «ملی اتل» نومولی ؤ. خو خبره د جهادی او ګوډاګی دژخیمانو د بې دریغه رسواکولو پر سر دی چې د کورنیو او بهرنیو لویه برخه چې د طالبانو پر ضد، چې خطر نلری او د امریکا او مافیا او نړیوالو او ملی رسنیو هم خوښېږی، قلم وهی خو د «شمالی ټلوالې» د جنایتکارانو په اړه لیکلو څخه په حیرانوونکې بېشرمی تېښته کوی. که وغواړی جمله مو جنایتکار نوازی څخه پاکه وی باید داډول یې واړوۍ:
«دتاریخی جنایتونو په ډاګه کول او د ولسی بالقوه ځواکونو سمبالتیا د ملی وحشت (هغه څه چې د عبدالرحمن څخه تر ملاعمر او دمزاری څخه تر خلیلی، محقق، دوستم، مسعود، ربانی، قانونی او ډاکتر عبدالله،... او د ګلابزوی څخه تر علومی، پنجشېری، کشتمند او... پورې پېښ شوی دی)، د ملی دولت جوړولو او ملی یووالی ته د رسېدلو یواځنی ضمانت دی!»
البته که دا ستاسو د خبرو ښکاره بڼه وی او په پټه کې افغانستان څخه د پښتون قام د لرې کولو غوښتونکی یاست، هغه ټکی دی چې باید ډاګیزه یې کړۍ.
د تاسو بې اتفاقی اچونه «واواک» ډوله ده:
«په شمال کې د ناقلینو د مېشته کېدلو پروژه د فلسطین مسألې او نیول شوؤ سیمو کې د یهودی میشته ښارګوټو جوړولو سره ډېر ورته والی لری!»
تاسو اورېدلی چې علی آباد ښاردی! دشمال ناقلینو سره فلسطین کې د اسرایلی ښار ګوټو پرتله کولو اجازه هغه څوک خپل ځآن ته ورکوي چې سربېره پردې چې ظاهرشاهی او داود شاهی مرتجعانو څخه هم په ناوړه توګه په خپلې ګټې تاریخ کې لاس وهنه کوی؛ د صهیونیستی رژیم په ماهیت او فلسطینی وګړو د مبارزو په اړه هم هېڅ نه پوهېږی. ښاغلی لعل زاد که ووایی چې «نوی» خبره دې کړې، حق له تاسو سره دی. خو دغه نوې خبره دومره بې بنسټه اغراق آمیزه ده چې د تاریخ هر لېوال یې بیان کول دخندا وړ او د حقیقت خلاف بولي. دغه ډول وَرته کول دومره له نیت بدي او شیطانی ډک دی چې د هرات د هزاره ګانو وَرته کول یهودانو او هرات دفلسطین سره، په «اراده» ورځپاڼې کې.
دملی مسألې سهی او همېشنې حل یواځې د رښتینې خپلواک او دموکراتیک دولت په اډانه کې ترسره کېدای شی ځکه هغه وخت چې یو دولت مافیایی و اوسی، د فډرالو سیمو رهبری د خلکو د استازو نه بلکه د غلو او جنایتکارانو په لاس کې لوېږی.
یوې پېړۍ څخه څه زیاتې مودې راهیسې چې عبدالرحمن د ناقلینو پروژه پیل کړه، سیمه ایز خلک هغوی سره واخښکل شول او سوله ایز با صفا ژوندیې درلود. په هرحال ناقلینو په بل هېواد او ملت او بل دین پورې اړه نلرله؛ د هماغه پیل څخه د شمال خلکو هغوی ته د پردي، تېری کوونکي او نیواکګر (لکه دفلسطینیانو په پام کې صهیونیستان) نه بلل او له همدې امله د پرچمی او خلقی او په تېره بیا د جهادی خاینانو د شرارت له مخې د سیمه ایزو خلکو او ناقلینو ترمنځ له خطره ډک کړکیچونه نه پېښېدل. د یوه څېړونکی دپاره اصلی (بنسټیزه مسأله داده چې څرنګه ملی خاینانو په وروستیو دیرشو کلنوکې د قامونو ترمنځ دجګړو اور بل کړ. ډاکتر د دغو ټولو کرغېړنو توکم پالنو سربېره د «ملی یووالی» په اړه نغزې موعظې هم لری.
«په اوسنیو شرایطو کې رڼا اچول» یو پر بل باندې د باور کولو چاپېریال جوړول د زغم لرلو کلتور او نه تپل (ذهنی وړاندینی شرطونه) د هېواد د زړه سواندو روڼ اندو بنسټیزه دنده بولم او په دې اند یم چې دغه شان چاپېریال جوړول یواځې د تېرېدلو، پخلاکولو، د ټولو تېرو شوؤ پېښو په اړه اعتراف کولو او بخښنې غوښتلو د لارې تر لاسه کېدای شی.»
«دا دوه اړخیز واټ دۍ: پخلا کول، اعتراف او بخښنه غوښتل د هغه قام د روڼ اندو له خوا چې واکمنانو یې جنایت کړی دی او بخښنه د هغو روڼ اندو له خوا چې د زیاتی او بې عدالتی لاندې راغلی دی. یواځې په دې ډول کولای شو چې له ذهنی پلوه د هېواد د روڼ اندو تر منځ ملی پیوستون لپاره لاره هواره کړو.»
کاشکې تاسو د توکم پالنې ضد فکر لرلای ترڅو نېکې مشورې مو د خلکو زړه ته لوېدلی وای. پښتون قام پورې تړلی «د هېواد زړه سوانده روڼ اندی» د عبدالرحمن څخه نیولې تر ملا عمر پورې د جنایتونو د پېټی دروند والی په خپلو اوږو، نه احساسوی لکه چې د سقاو له زوی څخه تر ربانی او مسعود پورې جنایتونه زموږ له تاجکو او شمالی روڼ اندو سره تړاو نلری. په عام ډول، نه پښتون قام د ناپښتونو قامونو له یو یوکس څخه کرکه لری او نه ناپښتون توکمونه هرپښتون د غلیم په توګه پېژنی. ځکه «پخلا کول، قایلېدل او بخښنه» مطرح ندی. خو له بل لوری هغه کسان چې لستوڼي یې زموږ د ولس په وینو لړلی دی هیڅکله هم نه ښایی چې له سزا ځینې وبخښل شی. ربانی، سیاف، انوری، عطامحمد، ګلبدین، ملاعمر، محقق، قانونی، عبدالله، چکری او نور که زرځله هم «پخلاینه، اقرار او بخښنه غوښتل» وکړی- چې نه یې کوی – د افغانستان خلک به یې هیڅکله هم و نه بخښی. موږ تل ویلی هغه روڼ اندی چې په امیر عبدالرحمن، ملاعمر، ګلبدین، دسقاوزوی، مزاری، محقق، دوستم او... وویاړی او خیانتونه او جنایتونه یې توجیه کړی، باید څېره یې د ناروغو مرتجعانو په څېر په ډاګه شی چې په «سی آی ای»، «موساد»، «آی اس آی»، «واواک» او... او هر مذهبی جنایتکاره بانډ او هرملی ضد رژیم کې د ویلې کېدلو لپاره یې چمتووالی درلود او لری یې. یواځې هغه روڼ اندی کولای شی د خپلواکی غوښتنې او بنسټپالی ضد مبارزې پر بنسټ د «ملی یووالی» د جوړښت په لار کې ارزښتناکه ونډه واخلی چې پښتنو او ناپښتونه ګوډاګیانو او جهادیانو سره یې په یوه لوښی کې خواړه نه وی خوړلی او پرته د کوم قید او شرط څخه یې په خیانت تورن وګڼی.
«راوا» هغه وخت هزاره پالنې سره په جګړې کې کامران میر هزار (دکابل پریس مدیر) ته پنجه ورکړه چې موږ د پښتون توکم د هرجنایتکار پر ضد د ترټولو توندې اعلامیې په پای کې امضأ کوؤ په دې شرط چې نوموړۍ (کامران میر هزار) هم د هزاره او ناپښتونه جنایتکارانو ضد اعلامیه امضأ کړی.
په هرصورت ددې د پاره چې د موږ یا تاسو په دریڅ کې درواغ او رښتیا په ډاګه شی، کامران میر هزار څخه خپله غوښتنه بیاځلې را یادوؤ:
دعبدالرحمن، ملا عمر، ګلابزوی، علومی، سیاف، ګلبدین او... د جنایت او خیانت په اړه یوه لیکنه وکړۍ چې راوا یې په ویاړ سره امضأ کړی او یوه هم ولیکی چې پکې د سقاو زوی څخه نیولې تر مزاری، خلیلی، عبدالله، خدایداد، پنجشېری، کشتمند، قانونی او... جنایت کوونکی او خیانت کار پېژندل شوی او هغوی سره اړیکې لرل بې شرافتی وګڼۍ.
یواځې او یواځې دغه شان «دیپلماتیک ضد» دریځ سره به وکولای شی دا په ډاګه کړی چې وجدان مو نه دی سوځېدلی او شفیع دیوانه، ربانی، محقق او... سره یوځای نه یاستۍ.
توکم پاله روڼ اندی:
پر ډاکتر لعل زاد تم شولو. اوس هم د مطرح شوؤ مسألو د روښانه کولو دپاره د دریو توکم پالو اندونو ته کره کتنه کوؤچې دوه کسه یې د افغانستان د تجزیې شعار ورکوی.
لطیف پدرام د پښتون ضد بېلتون غوښتونکو ژبه!
لکه چې مخکې وویل شول، دامریکا یرغل سره جوښت چې د «شمالی ټلوالې» په شړېدلی او وروست لاش کې یې ساه ورننه ایستله او بیاېې واکمنی ته ورسول، دهغوی روڼ اندو او ویاندانو دپاره د توکم پالنې د بدمرغه نارو سورو ایستلو لاره ان د افغانستان د ټوټې کولو پورې لاره هواره شوه. د دوی ترټولو مشهور استازی لطیف پدرام دی چی د ایران لپاره جاسوسی، د احمدشاه مسعود او برهان الدین ربانی لپاره چوپړتیا، پخوانی خادی توب او خوشخانه ای توب یې ځانګړنې دی. په اصطلاح «دافغانستان ملی کنګرې» د رییس په توګه څه خبرې لری چې په واقعیت کې د ټولو جهادی او غیر جهادی او ناپښتونه تجزیه غوښتونکو کسانو او ډلو د زړه خبرې دی له همدې امله د ده پر یوې مصاحبې «افغانستان د ځوانانو هېواد دۍ» تم کېدل به چې د «اندیشه او پیکار» له سایټ څخه اخیستل شوې، پرته له دې چې چټیاتو، ځان پوه ښودلو او «روڼ اندیز» و اکټونو(١٣) ته یې پاملرنه وشی، ګټور وی.
هغه له دې کبله چې پخوا یې په بې شرمی او ډاګیزه توګه د افغانستان د تجزیې خبرې کړی وې د وېرې او شرم د احساس له امله ځان څنډې ته کوی: «...افغانستان به دتجزیې له خطر سره مخ شی چې ملی کنګره یې غوښتونکې نه ده»!
خو تجزیه غوښتنه یې دکوچنیو او لویانو په ژبې هم جاری ده. هغه ویلي چې «سویل طالبانو ته ور پرېږدم»(١٤) او همدارنګه د «ملی کنګرې او فډرال نظام پلویان» د افغانستان تجزیې او د پښتون ولس کنځلو ته ناکراره دی، هغه شان کنځلې چې پښتانه او د پښتنو ضد لنډغران یې په یُوټیوب کې کوی.(١٥)
یوه ناروغتیا چې لطیف پدرام او ټول خادی–جهادی خاینان پرې اخته دی داده چې له یوې خوا افغانستان د امریکا تر ولکې لاندې ګڼی او د بلې خوا په همدې اډانه کې د اصلاحاتو غوښتونکی دی، داخبره ثابتوی چې درواغ وایې او په وروستی تحلیل کې یې خپلې سترګې نیواکګرو اودهغوی چوپړانو ته ګنډلی دی. دوی دخپل فډرالیزم عملی کېدل امریکا او ګوډاګې دولت ته په ډډې لګولو سره شمېری.
فډرالیزم، د تجزیه غوښتنې بل نوم
د لطیف پدرام په اند:
«د "بن" کنفرانس کې ټاکلو موخو ته د رسېدلو په چار کې دکابل رژیم او نړیوالې ټلوالې ماتې خوړلې ده؛ پرته د یو ناکام دولت او د داسې یو سرټیټي هېواد څخه چې آزادی او خپلواکی نلری، نورڅه پاتې نه دی او یا زموږ په واک کې ندی.»
عام وګړې تر ټولو په دې ښه پوهېږی چې هرکله، افغانستان آزادې او خپلواکې ونلری هیڅ څیز نلری او ځکه خو د پردیو او دهغوی د سپیو د منګولو څخه د خپلواکۍ او آزادۍ لپاره مبارزه تر ټولو بنسټیزه او ضروری دنده ده، نه یواځې د یوه ملیت او قام بلکه د ټاټوبی د ټولو استوګنو دنده.
لاکن جهادی خاین ته په اوسنیو شرایطو کې،
«حل لاره هماغه د"فډرالیزم لار" ده... پرېږدی چې په ختیځ او لوېدیځ، شمال او سهیل کې خلک خپل فډرالی رییسان وټاکی... د بېلګې په ډول که ښاغلی حکمتیار یا ښاغلی ملاعمر یا اکس یا وای په هر دلیل چې وی رأی ترلاسه کړی، خلک یې ټاکی... وه دې ټاکل شی. ښه داده چې وګړی د یوه فډرالی سیستم په چوکاټ کې د خپل ولایت قانون جوړونې او چارو ترسره کولو واک ولری.»(١٦)
په نیواک لاندې افغانستان او د لالو پانګوالو، د «سی آی ای»، «واواک» او «آی اس آی» دیو موټی چوپړانو څخه جوړ تش په نوم دولت کې د «حل لارو» پر سر لانجې او کش وکړپ کول څه «فډرالیزم» وی او یا «خود مختاری» او داسې نور څه مانا لری پرته د شته وضعیت منلو او مافیایی دولت کې ونډې اخیستلو څخه؟
دا طبیعی خبره ده ځکه چې شته خرک او درک هغه ته اجازه ورکړې چې د بندیخانې په ګوټ کې د ورستېدلو پرځای خپل ځان د جمهور رییس کېدلو او وکیل کېدلو لپاره نندارې ته وړاندې کړی. امریکا او جهادی جنایت سالاران به هرهغه څوک او یا سیاسی ډله ونازوی چې د خپلواکی او دجهادی جنایتسالارانو او ونډه والو د محاکمې له غوښتنې څخه پرته بله هره مسأله وړاندې او لویه کړی.
هغه «فډرالیزم» چې ښاغلی خادی یې د ولسونو د دردونو له جادو ډک درمل او د قامونو د«ملی» غوښتنو پوره کوونکی ګڼی پرته د دولتی ادارې له موډل او طریقې او د هېواد له بېلو بېلو سیمو سره د مرکزی واک د اړیکو او صلاحیتونو او واکونو د برید او ټک څخه بل څه نه دی، چې معمولا د سیمو حکومتونه خپل ځانګړی پارلمان، کابینه او وزارتونه لری.
خو یو نظام که فډرالی وی او که متمرکز، جمهوری، شاهی،... یواځې د نظام بڼه څرګندوی، نه د هغه ماهیت یانې دا چې ولسی دی او که د ولس ضد او کوم کسان د واک په ګدۍ ناست دي. داچې افغانستان باید فډرالي وي او یا غیرفډرالي، د هغو غوږآزاروونکو ناروسورو په څېر ساختګی او د خاینانه موخو څخه ډکې دی لکه د ریاستی او صدارتی نظام پرسر؛ اوسربېره پردې نظامی، اقتصادی، سیاسی مافیا ته د «دموکراسۍ» رنګ ورکوی او په عمل کې د افغانستان تجزیه کېدلو ته لاره اواروی. کله چې جهادی مافیایی رژیم واکمن وی (ان که د نیواک خبره هم نه وی) او د لومړی کس او ویاندانو یې نېولې تر ټولو وزیرانو او سفیرانو او والیانو او نورو «مسوولو مقاماتو» څخه یې د وینو او پیسو او فساد ډډوزې پاڅېږی او وګړی د امنیت په نشتوالی، درملنې په نشتوالی او لوږې کې لاس او پښې وهی، فډرالی نظام به څه معجزه وکړی؟ مګر د فډرالی نظام چلوونکی به همدغه شپږ اړخیزه فاسد خاینان او جنایتکاران نه وی؟ مګر د نظام فډرالی کېدلو سره به دوی خپله ټوکیا یا ساتول پر ځمکې کښېږدی او په فرښتو به بدل شی؟ ملی مسأله په سمه او تل پاتې توګه یواځې د رښتینی خپلواک او دموکراتیک دولت په چوکاټ کې حل کېدلای شی ځکه هروخت چې دولت مافیایی وی، د فډرالو سیمو په سرکې به هېڅکله هم د خلکو استازی نه بلکه غله او جنایتکاران کېنی او له دې امله چې د واکمنی مزه یې څکلې ده او یوبل سره د هملاسی ترڅنګ کلک تضادونه هم لری او ترټولو مهمه داچې له پیدایښت څخه تر اوسه پورې یې د پردیو لپاره چوپړکې عادت اخیستی، په لومړنی موقع کې به مرکز څخه زیاتی لوړوالی غوښتنې او افغانستان څخه د بېلېدلو او د بېلګې په توګه ایران، پاکستان او د منځنی آسیا یو یا بل جمهوریت سره د یوځای کېدلو هڅې پیل کړی.
نن که نوموړو هېوادو ته د ځینې ټاکلو ولایتونو خوړل ګران برېښی، خو په هغه وخت کې چې عطامحمد، جمعه خان همدرد، عبدالحق شفق، منشی مجید، ارسلاجمال، کریم براهوی او دا ډول نور جنایتکاره هیرویین سالاران د فډرالی نظام پر بنسټ پراخه واکونه ولری، د افغانستان د تجزیې دپاره به د خپلو سپو د ښکارلو څخه یوه شیبه هم ځنډ ونکړی.
د لطیف پدرام په شان کسان چې وایی «نه ملت لرو او نه ملی دولت»، په دې نه پوهېږی چې د«فډرالیزم» په پلی کېدلو سره د جلاتوب څخه تمرکز ته او د ځانګړو او خپلواکو واحدونو څخه یوه ټاټوبی او ملت ته د اوښتلو لړۍ سوکه کېږی؟ ځواب دادی چې پوهېږی، خو د واک ترلاسه کول او د کورنیو او بهرنیو بادارانو امر ته د غاړې ایښودلو ځواک هغوی د «فیوډالیزم» ساز ته د ګډا او رمباړو ایستلو لپاره هڅوی. د ده ملګری عبدالله نایبی چې د پرچمی هېواد پلورو د یوې ډلې مشر دی ځان په یابو توب وهی او د «آینده» په سایټ کې لیکی:
«ځینې کسان د فډرالیزم یادونه کوی. که پر دموکراتیکو اصولو ولاړ او د ټولو ملیتونو ګټو ته ژمن ملاتړ فډرالی دولت منځ ته راشی یقینی ده چې د ملیتونو د سیاسی، ټولنیزې او کلتوری ودې په اړه به د دولت تر ټولو اغېزمنه بڼه وی، خو که موخه د "یوې یابلې سیمې خپلواک دولت" تر نوم لاندې په سیمو او ځایونو کې د ارباب- رعیتی زورواکه اړیکې وی، په اصل کې د طبقاتی ځبېښاک کوونکو اړیکو د دوام په لوری د ولسونو غوښتنو څخه ناوړه ګټه اخیستنه ده چې ښایی په غوڅه توګه رسواشی.»
دا«ځینې» که ملګري لطیف پدرام او دوستم او ورور حفیظ منصور او ونډه وال ندی، نو څوک دی؟ دوی د ټولو په وړاندې «فډرالیزم» غواړی خو ته به وایې چې هېواد پلوری نایبی له موره ړوند پیداشوی چې نه وینی د هغوی فډرالیزم «پر دموکراتیکو اصولو ولاړ او د ټولو...» دی که د ولسونو غوښتنو څخه ناوړه ګټه اخیستنه»؟ نه، ښه یې وینی خو فډرالیزم څخه بې پردې ملاتړ او یا د هغوی«په غوڅه توګه رسواکول» د«تدبیر له مخې» او د «ملی جبهې» د ملګرو او وروڼو په ښېګڼې نه بولی. مخکې له دې چې د وطن خاوره د خاینانو له ناولتیا پاکه او په افغانستان کې دموکراسی پلې شی، د فډرالي نظام لپاره ګریوان څیرل، هغو جنایتکارانو ته خدمت دی چې هیڅکله هم فډرالی نظام څخه د دموکراسی راوستلو او واکمنی کې پراخه ولسی پرګنو ته ونډه ورکول او د هغوی کلتوری لوړتیا لپاره نه بلکه د لازیات خیانت او زورزیاتی د پاره به ګټه اوچته کړی؛ فیوډالانو او دلالو پانګوالو سره مرسته ده چې ترخپلې ولکې لاندې سیمې وساتی څو په قانونی ډول او په خلاص لاس لوټل او را غونډول وکړی او کله هم چې د تاریخ پاڼه واوښته خپلو قارونی شتو سره بهر ته د لوفری یا هرزګی د پاره ولاړشی. هغوی د خپل سرخوږی کمولو لپاره د ملاعمر او حقانی او ګلبدین «خفه وروڼو» د واکمنی «برخه» هم په ټاکلو سیمو کې خوندی ساتی ترڅو ټول په ګډه سره د کوږ (کفتار) په ډول زموږ د خلکو پر سر او مال غوبل وکړی.
یو خادی – جهادی خاین د بې وزله ملت لپاره تردې ښه خوب نه وینی. هغه او د هغه په څېر نور له طالبانو، ګلبدین، حقانی او د هغوی پاکستانی څښتنانو سره هرډول هوکړې ته چمتو دی.
ترڅو دوی وکولای شی د امریکا یی او ایرانی رژیم هغه دزړه غوښتنه پوره او خوشحالي یې ترلاسه کړي چې افغانستان په څوبرخو ووېشي او په قامی او مذهبي شخړوکې یې ایسار کړي.خو د افغانستان د خلکو برخلیک به دهغو خوږو خوبونو پر خلاف چې دوی یې د امریکا په زنګنو وینی، د ملاعمر او ملاګلبدین او ملاډاکتر عبدالله او ملا لطیف پدرام او نورو جنایتکارانو په خونړیو لاسونو کې نه وی. د افغانستان خلک به هم یوه ورځ د مصر او تونس د وګړو په شان چې د خپلو هېوادونو هېواد پلوری واکمنان یې د پرتمین پاڅون په لړکې د تاریخ کندې ته ګوزار کړل، د جهادی او طالبی وژونکو د وینو او خیانت بارګاه د دوی او د دوی د کورنیو پر سر رانسکوره کړی.
زموږ خاین چې سهیل طالبانو ته ورپرېږدی اندیښنه لری چې:
«پرته له دې چې تېر وخت ته نیوکیزه کتنه او د خپلو ناوړو کړنو څخه بخښنه وغوښتل شی، اوپرته له دې چې په دریځونو کې ډېر کوچنی بدلون هم رامنځ ته او د قربانیانو حیثیت اعاده شی، یواځې د "حقیقت موندنې کمیسیونونو" په جوړولو سره څه ډول سوله، ټینګواله او ملی پخلاینه ترلاسه کېدای شی؟»
که هغه داړونکی توکم پال نه وای باید«تېر وخت ته نیوکیزه کتنه او د خپلو ناوړو کړنو څخه بخښنه...» یې ترټولو مخکې د ربانی، مسعود، دوستم او... جهادی جنایتکارانو او د خپل ځان په خادی اوسېدلو، ربانی او مسعود ته سپی ګونی چوپړتیا او د دوستم په ملګرتیا د اکبر بای په کورنۍ د تېری تاریخچې لرلو سره ګڼلې وای. د طالبانو جنایت ته ګوته نیونه لاکن د جهادی وژونکو ورانۍ «هېرول» د هغو خلکو د ماهیت څرګندونه کوی چې پر ټنډې یې د توکم پالنې، تجزیه غوښتنې او ایران سره د تړلتیا داغ لګېدلی دی.
پرته د هغو قصابانو د محاکمې څخه چې کابل ځنې یې د وینو حمام جوړ کړی او وېرونکې هدیره یې ورڅخه جوړه کړې ده، څه ډول کولای شو د «سولې، کراری او ملی روغې جوړې» په اړه وغږیږو؟ په ولسی جرګې کې جهادی، پرچمی او خلقی خاینانو د همدغه شعار لاندې د څارنې او محاکمې څخه خپله بې ګناهی تصویب کړه. هغه وخت به «د حقیقت موندنې کمیسیونونه» غولوونکی درواغ نه وی چې د لطیف پدرام په ګډون ټول طالبی او جهادی سر جنایت سالاران د زندان د تمبو شاته ولوېږی. نه پښتانه توکم پالي کولای شی د ناپښتنو جهادیانو د جنایتونو په اوچتولو له محاکمې او سزا څخه ځان وژغوری او نه هم جهادی جنایتکاران کولای شی د طالبانو جنایتونو څخه د خپلو وینو څښلو او بې ناموسیو پټولو دپاره د پردی په ډول ګټه واخلی.
جنایت سالارانو څخه د غیر مستقیم ملاتړ بله بڼه:
«د "حقیقت موندنې" کمیسیونونه لرو چې د هېواد تر ټولو پاکو، صالحو، د ښه نوم لرونکو ښاریانو او سیاسی، ملی او مذهبی شخصیتونو له خوا یې لارښوونه کېږی. د حقیقت موندنې کمیسیون د عقدو او کرکو لرې کولو، په تېروتنو او ګناهونو باندې اعتراف او د قربانیانو او کورنیو څخه یې د بخښنې غوښتلو لپاره یو کمیسیون دی. ولې د واک ګدۍ ته د طالبانو د بیا راګرځېدلو خطر شتون لری؟ یو لامل یې دا دۍ چې تاریخی حافظه نلرو، ټولیزه حافظه نلرو، که د تره کی، امین او... د دولتونو په تېروتنو نیوکې شوې او د خلکو په واک کې ورکړل شوې وای، که دهغو ډلو تېروتنې را برسېره شوې وای چې وروسته له رژیم او دولت څخه یې واک ترلاسه کړ، که لېږدیز نیاو پلۍ شوی وای، خلکو په دومره آسانتیا سره نه منله چې طالبان دې بیا واکمنی ته راوګرځی.»
کوم «کمیسیونونه»؟ د سیاف، محقق ربانی، عبدالله، فهیم، دوستم، علومی، رنجبر، ګلابزوی، قانونی په شان کسانو او نورو سرغلیمانو تر واکمنی لاندې څرنګه امکان لری چې کمیسیونونو ته دې د «ترټولو پاکو، صالحو، او د ښه نوم او نښان لرونکو ښاریانو او شخصیتونو له خوا» لارښوونه وشی؟
دهغه په اند نوموړو کسانو بشرضد جنایتونه ندی ترسره کړی او که چرته هم «تېروتنه» پېښه شوې وی، پروخت به یې په اړه نیوکه وکړی ترڅو د خلکو په زړه کې ځای ونیسی! هغه د دې لپاره چې جنایتونه د لږ اهمیت لرونکی وښیی د «تېروتنې» په نوم یې یادوی ځکه پوهېږی هغه رسۍ چې د سیاف، ربانی، خلیلی، دوستم او... په شان کسانو مړزګه (لاش) به پرې وځړېږی دده پرغاړه هم غوټه کېدونکې ده ځکه چې زوکړه یې دهغوی په ډول ده.
هغه کټ مټ د جهادی، خلقی او پرچمی سړی وژونکو ژبه ده چې وایی په تېروخت کې د وروڼو ترمنځ «ستونزې» رامنځ ته شوې چې اصلی لامل یې د پردیو لاس وهنه وه او هغوی حق لری چې د بې ګناه جهادی «قیادیانو» او د «زیارایستونکو پرګنو» د زامنو په توګه پر دې هېواد واک وچلوی! او په عمل کې مو هم ولیدل چې د خپل «کمونیزم» او اسلام ترمنځ توپیر یې د خپلې پوزې په سوریو کې دننه کړ او «ملی جبهې» کې یو تربله غاړه غړۍ پریوتل.
که چېرې هم هغوی د «تېروتېروتنو او... د صادقانه اعتراف» په اړه هم ژبه وخوځوی، دا به د هغوسړی وژونکو اعتراف وی چې د هېڅ انسان زړه به پرې ونه سوځی. که دیوه وېښته په اندازه هم «غیرت» ولری، د خپلو اعترافونو په پای کې باید ووایی چې د خپلو قربانیانو د قبرونو پر سر د ژوند کولو توان نه لری او د ډېرې ناوړه چنواری وړدی.
دتاریخ د ډېرو پلیتو جنایتکارانو بخښنه، زموږ د ولس د «پراخه ټټر او لوړې اروا» ښکارندویه نده. د سړی وژونکو پر ضد زموږ د ولس د هرقام او مذهب او ژبې یو موټۍ پاڅون، د هغوی د«لوړې اروا»، نیاو غوښتونکې ارادې، هوښیاری او وړاندلید بیانوونکې ده.
زموږ تجزیه غوښتونکی «د طالبانو د بیاځلې را ګرځېدلو خطر» په اندېښنې کې دی. خو د خادی- جهادی په ګوسدلي (تجاهل) ځان ناګاره اچوی چې د طالبانو راګرځېدل پر رڼا باندې د تیارې بیا برلاسی کېدل نه دی. همدا اوس خلک د جهادی جنایتسالارانو او امریکایی پوځیانو او د دوی د وطنی سپیو په تور دوزخ کې را ګیر دی چې مزدور طالبان نشی کولای ترهغه ناوړه څه منځ ته راوړی. بې ځایه نده چې له دې ژوند څخه د مَړو خلکو ځینې برخې پر روان ناورین طالبان غوره ګڼي. د طالبانو له راګرځېدلو وېره او د شته مافیا منل یواځې د یوه خادی- جهادی ذهنیت محصول کېدلای شی.
ښکاره نده، هغه څه ډول او د کومې څېړنې له مخې وایی چې زموږ خلک «غواړی» طالبان په همدومره آسانی بیا واک تر لاسه کړی؟» که په رښتیا همداسې وی نو ولې د «طالبانو بیا راتللو» په اړه د دموکراسی یو لومړنی اصل نه مراعات کوی او هرکلی نه ورته وایی. ځکه خلک یې «غواړی»؟
شک نشته چې د مافیایی دولت د خیانت او فساد چاړه د افغانستان د خلکو تر هډوکي رسېدلې ده، او همدارنګه یې د نالوستو فاشیستانو منځنۍ پېړۍ ایز توحش له یاده نه دی ایستلی. د طالبانو د پلوی په اړه د بېلابېلو آمارو سنجول ښیی چې زموږ خلکو ته کرام چړیان د منلو وړنه دی. د لطیف خان دغه پوچه دعوا هم باید پاکستانی طالبانو ته د نوموړی د غوړه مالی په لړکې وګڼل شی.
دافغانستان خلک جنایتسالارانو ته بخښنه نه کوی
دوام ورکوی:
«لږترلږه داده چې دغه ټول رژیمونه، لااقل د ظاهرشاه له زمانې وروسته باید د حقیقت موندنې د کمیسیونونو له خوا څېړل شوی او نیاو یا عدالت ورباندې پلی شوی او تېروتنې او جنایتونه په ګوته شوی وای په دې صورت کې د ټولو واکمنانو پام خپلو کړنو ته ور اووښت ځکه پوهېدل چې یوه ورځ تر پوښتنې لاندې راځی او د خلکو پر وړاندې په خپلو تېروتنو اعتراف او بخښنې غوښتلو ته اړ ایستل کېږی.»
«وکیل» شوی خادی- جهادی له هغه څه چې ځان تېرباسی دامریکا تر یرغل او د واک پر ګدۍ د جهادیانو له کېنولو وروسته د اویا زره کابلیانو وینه ده چې جهادی خاینانو خپلې پیمانې ځنې ډکې کړې، او وروسته یې بې له ځنډه «منع»، «ګناه» اعلان او هېره شوه؛ ځان تېرباسی چې کله یې آمرانو واک ترلاسه کړ، دهیله من کونې، وېرونې او تېری په شان ټولو هغو څیزونو په مرسته یې هڅه وکړه د نیاو غوښتنې غږ په زړی کې خفه کړی چې په ګوډی کې یې لرل. کله چې په لویې جرګې کې د ملالی جویا غږ په دوی لړزه راوستله له یوې مخې یې خپل کمیسونه او پرتوګونه څیرې کړل چې څرنګه یوه ځوانه نجلۍ دومره جرأت کوی او دوی جنایتکاران نوموی. او بیایې چې ولیدل د هغې غږ د خاموش اکثریت غږ دی، د خپل ځان او ونډه والو د برأت قانون یې «تصویب» کړ.
هغه په دې مسألو سترګې پټوی ځکه سربېره پرهغو ژمنو چې خادی او جهادی لوټمارانو سره یې لری په دې هم پوهېږی چې د دریو وروستیو لسیزو جنایتکارانو د محاکمې په نېکمرغه ورځې کې به دی پخپله هم د هغه خادی او جهادی او واواکی تورداغ له امله چې پر شا یې لګېدلی د تورنوکسانو په لومړی کتارکې د استاد امین فاطمی، استاد حاجی پاینده محمد، استاد الماس، استاد ظاهراغبر، استاد راکټی، استاد جګدلک، استاد ګلابزوی، استاد نواندیش، استاد علومی او نورو عزتمنو استادانو ترڅنګ کېنول شی؛ هغه پوهېږی چې د «لېږدیز نیاو» که نښه هم وای باید له خپلو دینی وروڼو سره یوځای د بندیخانې په ګوټ کې په زنځیرونو تړلی وای او د خپل خادی سپین سترګتوب سره سره به یې دومره سترګې نه لرلی چې خپل ځان جمهوری ریاست یا ولسی جرګې ته نوماند کړی. خوشخانه ای داسې انګېری چې د «لېږدیز نیاو» او «حقیقت موندنې کمیسیون» په اړه خبروکولوسره به هم د نکټایی اچولو او فیلسوفانه اکټونو په څېر وکولای شی خپل خادی- جهادی ماهیت پټ کړی. د هغه تېروتنه داده چې کېدای شی د«شعر»، «ادبی معلوماتو په ډاګه کول» او له ډېره حقارته حتی محمود دولت آبادی، اسماعیل خویی، یدالله رویایی او... سره پېژندګلوی باندې ځینې ناپوهان وغولېږی خو تاریخ او هغه هم د دېرشو وروستیو کالونو تاریخ نشوای تېرایستلای.
بخښنه که سزا؟
«زموږ په دینی او دودیزو دساتیروکې راغلی دی چې د «بخښنې» خوند په «غچ» اخیستلو کې نشته. باور لرو چې افغانستانیان د بخښنې ډېر ځواک لری، دخپل غلیم او وژونکی په بخښنې هم بریالی شوی دی. دا خلک (د افغانستان وګړی) ستره اروا او پراخ ټټر لری. مهمه خبره داده چې سبقونه باید تاریخی بڼه غوره کړی ترڅو راتلونکی نسل یې په رڼا او سمه توګه ولولی او پند ورځنې واخلی.»
دغه د «انسان دوستی»، «اسلامی»، «عرفانی» او «ملنګی» سرکاری خبرې د ټولو هغو سرلوټمارانو او روڼ اندو د خولې خبرې دی چې نه یې خپلې ښځې او ماشومان د بې ناموسه جهادی وینې څښونکو قربانی شوی او نه هم دومره شرف او وجدان لری چې د هغه څه په اړه یې زړه کې د کرکې سپېڅلی خوږلن په بلېدوشی چې جلادانو زموږ په لسګونو زرو نجونو، ښځو، هلکانو او ځوانو هېوادوالو باندې تر سره کړی دی. ښایی بیاځلې هم وویل شی چې نوموړی روڼ اندی دومره بې غیرته، بې غروره او سازښت کوونکي دی چې د جهادیانو له خوایې په ناموس باندې تېری هم شوی وی ځان غلی نیسی او دغه سپکاوی ته د «بخښنې خوند» او«ملی یووالی» او«تېر په هېر» او... نوم ورکوی.
په تاریخ کې داسې زورواکان نه دی لیدل شوی چې له سره تر پښویې وینې وڅاڅی خو سره ددې هم پرته له محاکمې او سزا دیوه بهرنی دولت په زور بیا واکمنی ترلاسه اوپه ټولنې کې خوشې شی ترڅو د خپلو امکاناتو او عادت پر بنسټ زورواکی او خروړیتوب وچلوی.
د نورنبرګ محکمې کې د هیټلری رژیم ډېری چلوونکی په زیندۍ محکوم شول او نورو هغو هېوادوکې هم چې ولسی رژیمونه واکمن ول، خاینان او وژونکی بخښل شوی نه دی او نه یې د تېروخت بیاژوندی کولو لپاره د مناسب موقعیت ترلاسه کولو اجازه موندلې ده.
دسویلی افریقا جنایت سالاران او نژاد پالونکی:
آیا هغه او یا بل کوم خادی- جهادی کولای شی د سویلی افریقا په سپین پوستو نژاد پالونکوکې یواځې دوه درې کسه د سیاف، ربانی، ګلبدین، خلیلی، صدیق چکری، محقق، انوری، سروری، ګلابزوی، شهنوازتڼی، ملاعمر، ملاقلم الدین، ملاحکیم مجاهد او... په ناولتیا ومومی؟ او بیا کوم نژاد پالونکی د سویلی افریقا په کلیدی دندې ګمارل شوی دی او نلسن ماندلا لکه د «جهادی رهبرانو» شخصیت او تېروخت ته د کرزی په څېر، شپه او ورځ او په هر مناسبت صلواتونه استولی دی؟
سره ددې چې سویلی افریقا سره د افغانستان پرتله کول خندونکی دی، خو پوهېږو چې کله نلسن ماندلا او د افریقا ملی کنګره را منځ ته شول، د آپارتاید رژیم ترټولو اوچتو رهبرانو ډاګیزه او شدت سره د هغو نژاد پالونکو زیاتیو په اړه چې د سپین پوټکو لږکیو (کم شمېرو) له خوا په ډېرۍ تورپوټکو باندې شوی ؤ بخښنه وغوښتله. خو د وطنی جنایتکارانو په قاموس کې بخښنه که پښتون وی او یا ناپښتون نه یواځې شتون نلری بلکه خپل ځان د هغو خلکو د«سرتاج» او «ملی اتل» انګېری چې د دوی له خوایې ځګر داغ داغ دی.
د سویلی افریقا د «حقیقت موندنې کمیسیون» ایکي یواځې بېلګه ده چې په هېڅ ډول هم افغانستان ته غځېدلې او پلې کېدلای نشی. کېدای شی سویلی افریقا به، چې د بنسټپالو د واکمنی تجربه یې نلرله، د«حقیقت موندنې کمیسیون» ته اړتیا لرله. خو په افغانستان کې د جنایت سالارانو د دریو لسیزو او په تېره بیا د جهادی او طالبی لسیزې «حقیقت» د هیچا څخه ورک شوی ندی او ډېرو سریزو ته اړتیا نلری.
که د محاکمې او سزا لاس د جهادی جنایتکارانوترګریوان رسېدلی وای، د هغوی طالبی وروڼه به تر پرچمی او خلقی هېواد پلورو لا ژر او په پراخ ډول د خلکو په ځپونکی سوک تارومار شوی وای داسې چې د هغوی پاکستانی پلرونو به هم د دوی د استعمالولو توان نه درلود.
«د افغانستانیانو د بخښنې ځواک»؟ یه، ښاغلی لطیف خانه، د امریکا په یرغل پسې چې جهادی وېرې دوام وموند، هغه «د بخښنې ځواک» هم پای ته ورسېد. د افغانستان خلک د هغه متل پر بنسټ چې وایی «دغچ اخیستلو خوند ترشاتو هم ډېر دی» خوند په محاکمې او سزا کې وینی او نه په «بخښنې کې». امکان نلری چې پرته د محاکمې او سزاورکولو دې د رنځېدلو خلکو باور پر قانون او د دولت په دموکراتیک اوسېدلو را پیداشی؛ ولې یې وبخښی، ویې بخښی چې ترهه ګر بیا پر هغوی واک وچلوی؟ ویې بخښی چې راتلونکی نسلونه، تېروخت د راتلونکې څراغ ونه بولی، خاینان ونه پېژنی او ونه توانېږی چې په خپل ټاټوبی کې د تاریخ تکرارېدلو مخنیوی وکړی؟ وبخښی چې مجرمان پرته د محاکمې په آزاده توګه مزې وکړی او په پایلې کې یې په ناموس باندې تېری او جنایتونه په ټول قام او مذهب پورې وتپی او د قامونو ترمنځ ورور وژنې تر ډېر و وختوپورې دوام ومومی؟
د تاریخ تر ټولو ناولو جنایتکارانو بخښنه، زموږ د خلکو د «سترې اروا او پراخه ټټر» بیانوونکې نده د هرقام او مذهب سړی وژونکو پر ضد زموږ د خلکو یوموټی پاڅون، د«سترې اروا»، د نیاو غوښتنې تکل، هوښیاری او راتلونکی ته د پام لرلو بیانوونکې ده.
ترڅو پورې چې مافیایی جهادی رژیم پر خپل ځای وی (ان که د نیواک خبره هم نه وی) چې د لومړی کس او ویاندانو ځنې یې نیولې تر ټولو وزیرانو او سفیرانو او والیانو او نورو «مسوولو مقاماتو» پورې یې د وینو او پیسو او فساد ډډوزې پورته کېږی او خلک د امنیت نشتوالی، لوږې او بې درملنې په ډنډ کې لاس او پښې وهی فډرالی نظام به څه معجزه وکړی؟ آیا د فډرالی نظام چلوونکی به همدغه خاینان او جنایتکاران او څوچنده فاسد نه وی؟ آیا د نظام فډرالی کېدلو سره به دوی خپله ټوکیا (ساتول) په ځمکې کېږدی او په فرښتو به بدل شی؟
د جلادانو چوپړ کولای شی د فیلسوف او متفکر اکټونه وکړی او د«تاریخ مند » کېدلو... په هکله مهربانی وکړی. خو د افغانستان خلکو ته آسانه حقیقت دا دی چې لږترلږه د دېرشو وروستیو کالونو سبقونه په پوره توګه «تاریخ مند» شوی، او هغه دادی چې جنایت سالاران او د دوی ادبی او رسنۍ ایز دلالان باید محاکمه او سزا شی ترڅو چې سبا ته بیا د ربانی، سیاف، محقق، خلیلی، دوستم او د دغو دجالانو د نورو میراث خوړونکو په منګولو کې را ګیر نشی.
پوهنتون که دانشګاه؟
«پیام زن» لیکلي ؤ چې د «پوهنتون» او «دانشګاه» او... د کلماتو پرسر شورماشور چې د ایران رژیم د ګوډاګیو پرتونادری، لطیف پدرام، سمیع حامد، «دُر دری» ته اړوندو کسانو او... د رهنورد زریاب په لمسونه (سلسله جنبانی) پیل شوی ؤ دقیقأ سیاسی مسأله ده او نه یواځې کلتوری او ژبنۍ. په اوسنیو شرایطو کې چې د ایران رژیم وطنی چوپړان په دولت کې اغېز (نفوذ) لری، دغومسألو ته لمن وهل او لومړیتوب ورکول له یوې خوا واکمنو خاینانو ته چوپړتیاده ځکه چې د خلکو فکر د اصلی او مهمې دندې- خپلواکی ګټل او د مافیایی رژیم راپرځول- څخه اړوی، او له بل لوری د ایران د فاشیستی دینی رژیم په ژرندې کې داوبو اچول دی.
د «دانشګاه» پلویانو ته واواکی ویل هوایی تور ندی. د افغانستان خلک شاهد دی چې د ایران رژیم د ګوډاګیانو «کلتوری» لیډر رهنورد زریاب په خپلو اوږو باندې د ایران سفارت د«ستاینې» په ښکرونو ویاړ کوی او رنګین اسپنتا څرنګه په ایران کې د اسلامی حجاب «ښکلا» ته هک وپک پاتې کېږی چې په ځواب کې یې رژیم هم لسګونه زره ډالر، په یوه حجاب کې، دغه مسخ شوی مرتد ته ورکړې. هغه په لوی چری (تبختر) سره وویل چې پیسې یې د مالیې وزارت ته استولی دی! خو د«فرانکفورت ښوونځی» کارتونی مرید نه پوهېږی چې د دې شرموونکی خوسا مړزګې (لاښ) په جیب کې وهل یا نه وهل بنسټیزه خبره نده، مهمه دا ده چې د ایران د آزادو ښځو د دې خواروونکي کفن یا اسلامی حجاب په ستایلو سره به واواک څومره د کاظم کاظمی او رهنورد زریاب په څېر کسانو غوندې سپک او بې شخصیته پېژندلی وی چې په لاس کې یې نغدې پیسې ورکړي دي؛ ایران ته د اسدالله حبیب، حمیرا نګهت دستګیر زاده، پرتونادری، رزاق مامون(١٧) او نورو د جمهوری اسلامی خوښوونکو سفرونه د هېڅ عام او خاص ځنې پټ نه دی پاتې. له دوی سره د رژیم چلن او د ولایت فقیه ورکړه او د عطامحمد، محقق، خلیلی او... له خوا د هغوی د خولې ښکلول دی لا پرخپل ځای پاتې وی چې خبره اوږده نشی.
د نوموړو«فرهنګیانو» د بې وجدانی ثبوت دا دۍ چې په ټول عمرکې یې یوه کلمه هم د اخوندی رژیم رسواکولو په اړه په ژبه نده راغلې چې هم د ایران له پرتم او دبدبې ډکو مبارزانو او سیاسی بندیانو سره د پیوستون نخښه و اوسېږی او هم د نړۍ ترټولو خروړی اسلامی رژیم د ماهیت په اړه زموږ په ولسی پوهاوی کې ونډه وګڼل شی.
په همدې حال کې نوموړی جاسوسان د واواک او قم علمیه حوزې له خوا د روزل شوؤ «شاعرانو» او «لیکوالانو» د لښکر (کاظم کاظمی، حسین محمدی، ضیاقاسمی، ابوطالب مظفری او...) په ستاینې چې د ایران خنړی رژیم لپاره یې کوی نیوکه نلری بلکه لاخوښ دی چې د واواک او بسیج تر نظر لاندې روزل شوی «شاعران» او «لیکوالان» پخپله د دوی څخه هم لا پاخه او ځواکمن «دینمدار» شوي او کولای شی د خلیلی، محقق، محسنی، عطامحمد، عبدالله او... د خونړی خنجر کلک لاستۍ و اوسېږی. د دوی د بې پتی، بې وجدانی او کم همتی په اړه همدومره بس دی چې د خپلو ایرانی څښتنانو زړه تر لاسه کولو لپاره ان د ځینو کلماتو اوعیسوی میاشتو نومونه هم د ایران له دود سره سم لیکی. د واواک د دغو وطنی ګوډاګیانو کرغېړنې سپکتیا په اړه د «پیام زن» ۶۸ ګڼې کې ګوته نیول شوې ده او دبیا تکرارولو لپاره یې اړتیا نشته.
د«پوهنتون» پرځای «دانشګاه» په کاروړلو او په ایرانی ګړدود (لهجې) خبرو کولو باندې ټینګار کې د«کلتوری» او «غیرسیاسی» پردې لاندې د ایران رژیم خطرناک نیت غلی شوی او شک نشته چې یاد شوی جاسوسان ورباندې پوه دی خو دا هغه دنده ده چې ترڅو ژوندی وی له پلی کولو څخه به یې مخ ونه ګرځوی، ښکاره ده د هغو وګړو حساب چې په کلونو ایران کې اوسېدلی او په ایرانی ګړدود او اصطلاح ګانو خبرې کوی د ایران رژیم پلوی روڼ اندو ځنې یومخ جلا دی.
هغه کسان چې د رهنورد زریاب او ونډه والو په تایید شرمېږی خو د ایرانی کلماتو څخه دګټې اخیستلو غوښتونکی دی هغو خلکو ته ورته والی لری چې د خپل نږدې دوست پر جنازې راټول شوی او په ډېرې لیوالتیا د هغه واده په اړه خبرې کوی چې باید سبا ترسره شی. دوی پرته له دې چې پخپله وپوهېږی په عمل کې د رهنورد په شان کسانو او د اربابانو د لاس چمچه ګرځی. دوی باید د هغې مور په اړه چې ټپی شوې او خیانت ورسره شوی وی وپوهېږی چې د بهرنیو او کورنیو غلیمانو له خوا نیولې شوې او تجزیې په درشل کې ده او له دې امله باید د هغې د ژوند ترټولو مهمو مسألو د حل لپاره پاڅېږی. نن د ایران رژیم د مزدورانو له خوا د «پوهنتون» او «دانشګاه» پرسر جګړې ته لمن وهل زمونږ د خلکو له بې شمېره بدمرغیو څخه یوه بدمرغی هم نشی حل کولای. کله چې افغانستان خپلواک او د بنسټپالی له میکروب څخه پاک شی، د کلتوری بډاینې او غوړېدنې لپاره او په ځانګړې توګه د فارسی، پښتو او نورو او ان د هېواد نوم بدلولو لپاره به چې د واواک وطنی ګوډاګیان خپل کمیسونه او پرتوګونه ورته شلوی هم ډېره مناسبه زمینه برابره شی.
د ملی یووالی موخه پرته د خپلواکی، دموکراسی او ټولنیز نیاو یا عدالت څخه نور څه نشی کېدلای. جنایت سالارانو درې واړو شعارونو سره خپله دښمنی ثابته کړې ده... هغوی د ملت د یووالی غوښتونکی نه بلکه د خاینانو د یووالی غوښتونکی دی او د «ملی یووالی» په نوم غواړی زموږ ملت د هغو جنایتکارانو تر رهبری او ولکې لاندې راوبولی.
خادی – جهادی ایجنټ سرټکوی چې «رژیم د پوهنتون او یونیورسټی په شان کلماتو ترڅنګ د دانشګاه لیکلواجازه ورنکړه. دغه[عمل] ژبنی توپیر په ډاګه وښود... لږ ترلږه یو ژورنالیست په بلخ ولایت کې د دې لپاره چې د "دانشګاه" او "دانشکده" کلمه یې په کار وړې وه د فرهنګ وزارت په امر دندې څخه لرې کړای شو.»
آه، قیامت شو! یو تېزاب شیندونکی او ترهګر پرته د «ډاګیزه ژبنی توپیر» هیڅ نیمګړتیا نلری!
لطیف پدرام او هم فکران یې د رژیم جوړوونکو عناصرو له ماهیت سره کار نلری، دهغه لپاره اهمیت نلری چې پلانی د فرهنګ وزیر او بستانکی وزیر او والی په کوم بانډ پورې تړلی او تېر وخت یې څومره په وینو او خیانت لړلی دی. یواځې د دې لپاره د فرهنګ په وزیر غصه شوی او «توپیر غوښتونکی» کېږی چې ګواکې «دانشګاه» یې نه ده پرېښودلې چې د«پوهنتون» پر ځای کېنی، او که نه سړی وژونکی ګلبدینی عبدالکریم خرم کولای شی د دوستم، مسعود، ربانی او... د ټولو اړوندو جنایتکارانو په ډول شغالی شوی هېواد کې وزیر شی. د واواکی توکم پالی له نظره، ډاکتر رنګین سپنتا ښاغلی او د اوچت ادب خاوند او... دی ځکه چې «دانشګاه» او «دانشکده» وایی. په داسې حال کې چې هر هېوادپال او دموکرات د کریم خرم، مخدوم رهین، منیژه باختری، جنرال بسم الله، هادی ارغندیوال، جارالله منصور، فاروق وردک، انورالحق احدی یا بل هر جهادی ښامار او جاسوس چې «دانشګاه» ته اجازه ورکړی یا ورنکړی رسواکوی او په حکومت کې د هغوی شتون د افغانستان خلکو ته زړه خوړینوونکی سپکاوی بولی.
خو بنسټپال خادی، کریم خرم زغمي، ځکه چې پخپله هم د جهادی بانډونو یوه برخه او د«سیستم» جوړوونکو عناصرو څخه دی نو ځکه خو پر جهادی یا خادی انډیوالانو باندې د نوموړي «نیوکه» د دنیا څخه ناخبره بوډۍ ګانو د سرټکونو او ګیلو له حده وړاندې نه درومی. نښایی له هغه چا څخه د وینو او خیانت او چورچپاول د رسواکولو تمه ولرو چې پخپله هم د هغوی په کبۍ (دسترخوان) ناست وی.
د ډیورنډ کرښه
تجزیه غوښتونکی چې د طالبانو په وړاندې د غوړه مالی په ژبې ګړېږی د هغوی د بادار او روزونکی- پاکستان – د خوشحالی لپاره په کرکې وړ توګه بوټ پاکی کوی. هغه دعوا کوی چې د عبدالرحمن څخه تر امان الله پورې د ډیورند کرښه سرحدی پوله پېژندل شوې ده او له دې امله:
«افغانستان نشی کولای ووایی چې دغه پوله نه منی. ما د ملی کنګرې د لارښود په توګه څوڅو ځله د بیابیا کنفرانسونو او اعلامیو په لړکې د ښاغلی کرزی رژیم څخه غوښتنه کړې ده چې که داسې سندونه شتون ولری چې د ډیورند کرښه په رسمیت نه ده پېژندل شوې او د هغو پر بنسټ وکولای شو نړیوالو حقوقی مراجعو ته ورشو، ښایی چې دغه سندونه د رسنیو له لارې د افغانستان د خلکو په واک کې ورکړای شی ترڅو خلک خبر او یوموټی شی، رژیم هیڅکله ځواب را نه کړ، ولی؟ ښکاره ده چې د ډیورنډ مسأله حل شوې خبره ده.»
ولې نه؟ یو خپلواک او دموکراتیک دولت کولای شی او ښایی دغه سرحدی کرښه د نه منلو وړ اعلام کړی چې انګلیسانو څخه د پېسو ترلاسه کوونکي امیر په پیر کې امضأ شوې وه. تراوسه له دې امله داسې نه ده شوې چې امان الله(١٨) څخه را په دې خوا له بنسټه دموکراتیک ضد او تړلي رژیمونه پرهېواد واکمن ول او د ډیورنډ او خیبر پښتونخوا مسألې سره د هغوی د ځینو «لیوالتیا» د کورنی لګښت، د خلکو غولولو او د هغوی ملی احساساتو څخه ناوړه ګټې اخیستلو لپاره وه او نه هم هېڅکله په دواړوخواؤ کې د مېشتو پرګنو د ګټو دپاره. سردار داوود خان د«سفربری» اعلان هم وکړ. د بې اندازې وروسته پاتې ساتل شوی او سړیخور«استخباراتو» بندې ملت کومه ټولنیزه ستونزه د سفربری امر له منځه وړلای شوه پرته له دې چې د وږو او بې برخې خلکو فکر د دوی د دوزخی ژوند له شرایطو څخه د جګړې او د خپلې لیونۍ دیکتاتوری ټینګېدلو ته واړوی؟
پاکستان له دېرشو کالو را په دېخوا په ګلبدین، سیاف، ربانی، ملاعمر، حقانی او نورو چوپړانو منلې ده چې هروخت یې واک ته ورسول باید د ډیورند کرښې مسأله حل شوې اعلام کړی، او که داسې ونکړي پاکستان به یې ملاتړ نکوي.
او دادی لطیف پدرام د جهادی او خادی هېواد پلورنې څخه په ګټې اخیستلو سره د خپل «حزب» په نوم داسې د«آی اس آی» په وړاندې نخرې کوی چې ترپخوانیو سپو هم وړاندې کېږی.
د ډیورنډ له کرښې یوه پېړۍ تېره شوه چې په لړکې یې پاکستان جوړ شو او د ارتجاعی دولتونو واکمنی سره سره یې په ټولو برخوکې دومره پرمختګونه وکړل چې افغانستان کې یې لاهېڅ نښه هم نه لیدل کېږی. دغو لاس ته راوړنو څخه د خیبر پښتونخواه او بلوچستان خلک هم بې برخې نه دی پاتې شوی. په دې واقعیت هېڅ یو شوده «نیشنلست» هم سترګې نشی پټولای. ځکه خو د ډیورنډ مسأله نه د «افغان ملت»(١٩) په شان دون کیشوتی اکټونو باندې حل کېږی او نه هم د «ملی کنګرې» په غاړې ایښودنې. د سرحدی پولې د ستونزې حل نه د کشمیر(٢٠) د مسألې په ډول د پاکستان د ارتجاعی دولت کاردی او نه هم د افغانستان په کراتو فاسد دولت او د لطیف پدرام په شان کسانو په فرمایشونو حل کېدای شی. دا پخپله د خیبر پښتونخوا او بلوچستان د خلکو دنده ده چې د یوه عادلانه ریفرنډم له لارې خپل برخلیک وټاکی چې غواړی یو خپلواک هېواد و اوسېږی او یا د پخوا په شان د پاکستان برخه پاتې شی او یا د افغانستان سره یوځای شی. ښکاره ده چې داخبره (د خیبر پښتونخواه او بلوچستان د خلکو آزادې رأی ته مخ اړول) په هغه وخت کې شونې ده چې دواړه هېوادونه خپلواک او دموکراتیک دولت ولری.
پایلیکونه:
۱۱- دغسې لیکوالان چې جنایتسالارانو سره اړیکې یې له ورایه ښکاری لږ ندی. یو یې هم مجید اسکندری دۍ. هغه چې د «ملی ستم» ډلې پاتې شونی ښکارېږی، په خپلې لیکنې «افغانستان د "ملی یووالی" لارکې» (آریایی سایټ) له هرې خوا پراخه خبرې کوی ترڅو د جهادیانو جنایتونه او واکمنه مافیا د ډېرو خبرو ترڅ کې له پامه وغورځوي. او په پای کې داسې ښکاری چې زغم یې پای ته رسېږی او په نغه د خاینو جنایتکارانو چوپړ ته خپل قلم راګرځوی: «دشهید احمدشاه مسعود دریځ نه یواځې د طالبانو د پرمختګ مخنیوی وکړ، چې دطالبانو د ملاتړ په اړه یې د لویدیځ او امریکا سیاستونه هم واړول. همدارنګه ښایی د قومندان عبدالرشید دوستم، استادخلیلی، قومندان اسمعیل خان، قومندان حاجی محقق، قومندان حاجی عبدالقدیر، قومندان حضرت علی، قومندان پیرم قل، قومندان نورزایی، جنرال بابه جان، جنرال آصف دلاور او نورو قومندانانو، مجاهدینو او مبارزینو او ټولو هغو کسانو چې لوېشت په لوېشت یې د پاکستانی یرغلګرو ملیشاګانو، طالبانو او القاعده په وړاندې جګړه کړې او د هېواد ساتنه یې کړې ده؛ په درناوی یادونه وکړو.» د طالبانو په وړاندې د هغوی د جګړو کچه ټولو ته ښکاره ده او همدارنګه ځلانده تېښته یې! خو کاشکې د ښاغلی اسکندری په کوپړۍ کې د هغوی د بې ناموسیو یاد هم پاتې وای چې د لسګونو زرو کابلیانو خویندو، میندو او وروڼو په برخې کې یې د جلادانو څلورکلن «امارت» په لړکې د کابل په «لوېشت لوېشت» کې ترسره کړې دی ترڅویې د هغو درناوی یې هم کړی وای. او هغه په همدې فکری زبونتیا سره په ډېر غرور وجیزه فرمایی:«په پای کې نن یا سبا ښایی چې له قبیلوی دود او دستور څخه د دموکراسی او تمدن په لوری لومړنی ګامونه اوچت کړو»! د محقق، اسماعیل، دوستم، پیرم قل، حضرت علی، او... سره د دموکراسی په لور ګامونه اوچتول!
نالت، نالت په تا مجید جان اسکندری چې ډډوزې دې د ښاغلی خوشخانه ای څخه کموالی نلری.
۱۲- دلته د جهادی او طالبی رژیمونو پرضد د خلکو ټولیز پاڅون نه کولو پرلاملونو د بحث کولو موقع نشته. یواځې دومره یادونه کوؤ، هغه روڼ اندې او سازمانونه چې ادعا لری لومړی دې خپلو نیمګړتیاؤ ته پام وکړی چې د خلکو پوهاوی او متشکل کولو لپاره یې څومره کار کړی دی.
۱۳- د بېلګې په توګه ددې پوښتنې په ځواب کې چې «راتلونکی څه ډول ارزوې؟» په کرکې وړ ځان ښودنې سره غواړی خپل ځان وځلوی تر څو جدی وګڼل شی:«"د وېرې او هیلو ترمنځ نړۍ" (د تیبورمنده خبره) او په بې پایه بدبینی (پسمیسم) د دوزخ په شان (دانته الګېری): "ای هغو خلکو چې له دې ځایه تېرېږۍ خپلې هیلې لرې وغورځوۍ"... که یوه مانا "ډوله" واخلو، زموږ اروا او معنویت یې اخیستلی ترڅو یوموټی درواغ راکړی... د شکسپیر په خبره "ډېر شورماشور د هېڅ پر سر"»! یانې وپوهېږۍ چې لطیف پدرام یو معمولی جاسوس نه بلکه دانته پېژندونکی او ګوته پېژندونکی او تیبورمند پېژندونکی دی او پوهېږی چې وروستی نقل قول د شکسپیر دی، نه د احمدی نژاد یا ملا راکټی!
یو بدنومی او بې آب بنسټپال د «روڼ اند»ی او ان «کیڼ» ماسک په ګډون هر ماسک ته اړتیا لری ترڅو وکولای شی خپل کار شیادی سره پر مخ بوځی.
«حزب توده»، «چریکهای اکثریت» او نورې خاینې ډلې له پرچمی او جهادی او... هېواد پلورو سره په بې شمېره پړو او رسیو تړلی دی، ځکه خو د هغوی په سایټونو کې د یو خادی مرکه د اریانتیا وړ نده. لاکن عجیبه داده چې په دې انترنتی او ګوګلی نړۍ کې داسی ایرانی مبارزان شته چې ظاهرأ د لطیف په واواکی او خادی او شورای نظاری ماهیت ناخبره دی او د هغه لیکنې په خپل سایټ کې خپروی. آیا د «اندېشه وپیکار» چلوونکی هم د نوموړی په ځان غټاوي غولېدلي او داسې انګېري چې ګواکې د دوی افغانی آشنا د خاد ربړوونکی، د واواک ایجنټ او د احمدشاه مسعود، ربانی او دوستم دلال کېدلای نشي؟
«اندېشه وپیکار» چې د شاه او خمینی ضد مبارزې ځلانده تاریخ لری، د مبارزانو د پاکو نومونو ترڅنګ د لطیف پدرام د څو لیکنو په راوړلو سره نه یواځې د جهادی وینو او خیانت دوو لسیزو د لوبغاړو په هکله خپله خواشینې کوونکې ناخبری په ډاګه کوی بلکه د هغې نه هم بده داچې ولسونو او د آزادی او ټولنیز نیاو د لارې مبارزانو ته ناوړه سپکاوی کوی، کټ مټ هغه ډول چې اسماعیل خویی خپله خوله د«لطیف جانه ووایه» په ویلو سره ولړله، او علی سپانلو، پروېز خایفی، علی صالحی، چیمه سحر او څو نورو، سرجنایت سالار احمدشاه مسعود ته د مرثیې په ویلو د ولایت فقیه رژیم او افغانی اخوان الشیاطینو سره د خوا خوږی په کولو خپل ځان او شعر په رژنې (لجن) ولړل او د «افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت» د بیا بیا یادونو سره سره یې هېڅکله هم د ژمنو هنرمندانو مېړانه او ادب په خپل ځان کې و نه موندله ترڅو خپل شرموونکي کار څخه پښیمانی وښیی او بخښنه وغواړی.
۱۴- د آریانا نت خبررسولو سرویس.
۱۵- «د یوه لوړپوړی امریکا یی دپلومات له خوا د افغانستان د تجزیې مسأله وړاندې کول دا خبره په ډاګه کوی چې په پای کې نړۍ د پښتنو په اړوند ریښتینې پېژندنه تر لاسه کړې ده. له دې امله په افغانستان کې د سولې ترلاسه کولو لپاره یواځې یوه لار شتون لری چې هغه هم په شمال او سویل باندې د افغانستان تجزیه کېدل دی.»
دې سایټ کې په ډېر ناولی او خاینانه ډول پښتون ولس ته د«جګړه مارو»، «ترهه ګرپالو»، «ناصادقو»، «درواغجنو»، «مفادپرستو»، «پول پرستو»، «مدنی ادبیاتو سره نا آشنا»، «دپاکستان چوپړان» او... په نوم کنځلې کېږی. دغه د لطیف پدرام خادی- جهادی او تجزیه غوښتونکې ژبه ده خو څرنګه چې د موږ کار د «پلویانو» له څښتن سره دی، په خپله هغوی ته ارزښت نه ورکوؤ.
که په لطیف پدرام کې د تجزیه غوښتنې او پښتون دښمنی د خیانت رګ نه وای باید «پلویان» یې د حرامزاده او جاسوسو او بې لارو بچیانو او وروڼو په توګه رټلی وای.
۱۶- هغه په ځانګړې بې شرمی لیکی چې نشی کولای «د پښتنو هېواد والو د وژلو او د نیواکګرو ځواکونو د بمباریو او عملیاتو شاهد» واوسی! تلپاتې شرم دی پرتا وی درواغجن خادی- جهادی جانه! ټول پښتانه چې «درواغجن، پول پرست، چوپړ او...» دی نو ولې د ډېر ناوړه څیرلو او ټوټې کېدلو وړ نه اوسي؟ ولې د دې پر ځای چې په خپلې غداری سره ژوند او رغاونه د ناپښتنو لپاره له کړاوه ډکه کړي د دوی ورکېدل غوره ونه ګڼي؟
ترڅو پورې چې لطیف پدرام او ونډه وال د پښتنو پر ضد د خپلو خوشخانه ای او بدلمنیزو کنځلو په اړه بخښنه ونه غواړی باید پښتنو سره دغه ټګي او برګي باندې ولاړه، درواغجنه او بازاری «مهربانی» په خپلې مرداری خولې کې تخته کړی.
۱۷- مامون چې د ایران رژیم سرانو ته تبلیغ کاوه، یوې مېړوښې ښځې سره د بې ناموسی په موخه یې دهغې مېړه ته ګواښونه کول چې خبره د ښځې د بې وسه مېړه له خوا د ده پرمخ تېزاب شیندلو سره پای ته ورسیده.نوموړي په دې پېښې کې د ایران رژیم لاس لرلوته ګوته ونیوله چې ویل کېږی دغه داستان د ده په اخلاقی رسوایی باندې د پردې اچولو په موخه او لوېدیځ ته د تللو اوژوند لپاره جوړ شوی ؤ چې فورأ یې د دولت په منځګړیتوب تر لاسه کړ.
۱۸- امان الله چې غوښتل افغانستان د منځنیو پېړیو مریی والی پیر څخه نوی پیرته دننه کړی له دومره کورنیو او بهرنیو خنډونو سره لاس او ګریوان ؤ چې د ډیورنډ مسألې اوچتولو ته یې د لومړیتوب ورکولو توان نه درلود.
۱۹- د ډیورنډ کرښې ترشا مېشت پښتانه په دې شعار پورې خاندی چې «له پېښوره تر اټک پورې د لوی افغانستان برخه ده!»، ځکه چې په یوې ځغلنده کتنې هم پوهېږی چې د دواړو خواؤ توپیر څومره زیات دی. او څومره به کم بخته وای که په تېرو سلو کالوکې یې هم ژوند د افغانستان د دولتونو تر واکمنی لاندې وای.
۲۰- د هند او پاکستان د خلکو ضد دولتونه د کشمیر برخلیک ټاکلو حق نلری. دا پخپله د کشمیری ولس حق دی چې خپل برخلیک وټاکی. د کشمیری مخکښو مبارزانو د لېوالتیا په شان خپلواکی غواړی او که هند یا پاکستان سره پیوستون؟