مونږ تل ويلي او بيا هم به ټينگار وكړو چي بنسټپالو جنايتكارانو سره جوړيدل به جوړجاري كوونكي او ځپلي ملت ته ښه پايله ونلري. د قدرت نيولو د هماغه لومړيو ورځو څخه د ښاغلي كرزي اراده چي د ورستيو «ديپلماسي»گانو څخه په گټه اخيستلو د «ملي وحدت»، «ملي روغيجوړي»، «ملي امنيت»، «ارضي تماميت»، او داسي نورو غوليدوونكو او د طمطراق څخه ډكو نومونو لاندي هڅه كړي هماغه جنايتكاره او د پرديو مزدورانو سره جوړ راشي او تر هغه ځايه مخكي ولاړ چي د فهيم په شان بدنامه كس يي «مارشال» وبوله او ډاكټر عبداله او يونسقانوني يي تر اوسه د كابيني نازولي بچيان شميړل كيږي او اسماعيل او دوستم ته هم ناز وركوي.
پدي وروستيو كي ښاغلي كرزي د روغيجوړي نغاره نه يواځي طالبانو په وړاندي بلكه گلبدين حزب په وړاندي هم ډنگوي. هغه ظاهراً رأي اخيستني پخاطر يا كومي بلي موخي پخاطر يا د پښتون قوم پاملرني د پاره حاضر دي چي هر ډول خاين او كركجن ديني جنايتكارانو سره روغهجوړه وكړي، هغه دپاره، چي خاينانو له خوا يي هيڅ ضرر ندي ليدلي، ډيره منلي او په زړه پوري خبره ده چي هر ډول روغيجوړي ته ځان چمتو كړي، مگر پدي پوه شي چي زمونږ خلك دواړو څخه دومره كركه لري څومره چي د «شمالي تلوالي» بيناموسه ټروريستانو څخه لري، د گلبدين گوند څخه د دغو جنايتكارانو پړيكون يوه غولونكي ادعا ده، تر څو چي انجنيرغفار، كرياب، هاديارغنديوال او د دوي په څير نورو جلادانو خاينانه كړه وړه بيل بيل همدا رنگه د هغوي د بدفعله رهبر سره يو ځاي افشا نشي بل هيڅ دليل به ونكړاي شي خلكو ته قناعت وركړي، دوي بايد پدي سري وژونكي، وطنفروشه ماشين كي د شموليت او غړيتوب عذر وغواړي.
هغه په اضطراري لويه جرگه كي د ټولو وينو څښوونكو لو ميلمه پال شو خو كه څه هم ددي كار بوي ډير اوچت شو او زمونږ د خلكو حيرانتيا او كركه يي د هري خوا څخه راوپاروله، خو بيا هم ددي پر ځاي چي د خلكو غوښتني ته احترام وكړي او د «شمالي تلوالي» په وينو ډكو لمن لرونكو رهبرانو زور ته تسليم شو او د مولويخداداد، رشيددوستم، آصفمحسني، صبغتالهمجددي، محمداكبري، احمدوليمسعود او... په شان خوسا شوي مړي چي د «انتخاب»كيدلو امكان يي نهدرلود، د اساسي قانون لويي جرگي ته يي د خپلو انتصابي نمايندگانو په توگه ننويستل. او پدي توگه نوموړي لويه جرگه د ټروريستو جگړهمارو د ننوتلو او هغوي او د هغوي نوكرانو ته د بيشميره امتيازونو وركولو په خاطر خپل اعتبار او حرمت له لاسه وركړ.
اوس چي انتخابات پر مخكي دي او ښاغلي كرزي د جمهوري رياست د اصلي كانديدانو څخه دي، په داسي حال كي چي د استقلالغوښتونكي د بنسټپالو ضد، د ښځو د حقونو او دموكراسي پلوه كس د كانديد او انتخابكيدلو امكان وجود ونلري، خلك به په هر حال هغي ته د بنسټپالو كرغيړنو اجيرو په پر تله ترجيح وركړي خو هغه به خپل موقعيت له خطر سره مخامخ كړي كه چيرته د زياتتره خلكو اساسي او ضروري غوښتنو ته پاملرنه ونكړي. دا هغه غوښتني دي چي زمونږ له نظره د هر وطنپرست، آزادي او دموكراسي غـوښتونكي او د بنسټپالو ضد د كانديد فوري هدف او مسئله جوړوي:
ـ جنگسالارانو سره په بشپړه توگه اړيكي پړي كول او پر خلكو او سوله ساتي ځواكونو ډډه كولو سره، د خلكو د سرنوشت او د هيواد د اقتصادي سرچينو څخه ددي جنايتكارانو د لاسونو لنډول او په پاي كي هغوي د ملي خاينانو او جنگي جنايتكارانو په صفت محاكمي ته راكارل او د هغوي د خلكو په گټه د ټولو هغه منقولو او نامنقولو شتمنيو مصادره كول چي د غيرمشروع لاري څخه يي په لاس راوړي دي.
ـ د محصلانو، د معترضو صاحبمنصبانو، داكترعبدالرحمن او حاجيعبدالقدير د قاتلانو ملي محاكمه.
ـ د ټولو هغه وزيرانو او لوړ رتبه كارمندانو بربندول چي د سلگونو مليونو دالرو څخه يي غلا كړي او د هيواد د بيارغوني كار يي په شرمناكه توگه په تپه درولي دي. د هر هغه وزير او لوړ رتبه كارمند بربندول او د كار څخه لري كول چي په اختلاس، رشوت اخيستني او بل فساد يا بيكفايتي تورن وي.
ـ د خاد د جهنمي دستگاه چي د آزادي غوښتونكو مخالفانو لپاره د فهيم په دوسيو جوړلو لاتوطئه كولو په شركت بدل شوي دي، له منځه وړل. د هغوي د خاينانه كړووړو بندول د همدي لاري.
ـ د شنواري او وحيدالهسباوون، وحيدمژده او نور گلبديني خاينانو او تبهكارانو له وجود څخه د دولتي ارگانانو پاكول.
ـ كابينه بايد د پاك نفسو او شرافتمندو او كاردانو وزيرانو څخه جوړه وي تر څو ددي ويجاړ هيواد د بيارغوني بهير له سره په لار واچول شي چي په نتيجه كي يي زمونږ د بيوزلو، بيډوډي، بيكالو، بـيكـوره او دربدره او بيروزگاره خلكو ژوند انساني بنه غوره كړي.
ـ د روسيي څخه بايد جنگي غرامت وغوښتل شي او ايران، عربيهيوادونو او پاكستان ته گواښ وركړل شي تر څو د مزدور روزني او په افغانستان كي د ناآرامي او ويري منځ ته راوړلو پخاطر د خپلو سپيو د تشويق او تجهيز كولو مخه ونيسي.
د ايران ځانگړو سرچينو او مركزونو ته اجازه ورنكړل شي تر څو په كابل او نورو ولايتونو كي په داسي آزادانه او په آرامه توگه ولايت فقيه او د اسلامي جمهوري جنايتكار رژيم ته تبليغ كړي او د مالي او سياسي اړخه ددي يا هغي بنسټپالو باند سره مرسته وكړي. روښانه ده چي گواښ كي د نورو هغه هيوادونو مركزونه هم شامل دي چي كسان يي د ايران د مزدورانو په څير زمونږ په هيواد كي په فعاليت بوخت دي.
ـ هغو عناصرو د وجود څخه د ملي اردو او پليس پاكول چي د وطن پلورونكو پرچميانو او خلقيانو او د جنايتپيشه جهاديانو د دوران څخه د وينو او خيانت نښان په لستونو كي لري.
ـ تر څو چي پر ښځو جهادي او طالبي دوله هر راز تبعيض او ستم او امرونهي كول له منځه نه وي تللي، د ښځو وزارت او د بشر حقوقو د كميسيون او د دا شان نورو ارگانونو شتهوالي به غير له ښځو غولونو او د خلكو تير ويستني پرته بله معني ونلري.
ـ د بنسټپالو او نورو ښځو او دموكراسي ضد سرچينو او كسانو د هر راز نفوذ او تاثير څخه د راديو تلويزيون او نورو برقي او چاپي خپرونو او رسانو آزادول.
ـ د ټولو هغه غيردولتي سازمانونو (اينجياوگانو) د آرگاه و بارگاه ټول ويستل چي د بيارغون يا مستحقو خلكو سره د مرستي روسانه كارنامي نلري، د جاسوسي او اطلاعاتو د راټولو وظيفي يي درلودلي او يا د هغوي فعاليتونه عمدتاً بنسټپالو ته د خدمت كولو په لور كي تمركز موندلي دي.