سرطان ١٣٧٨-جون ١٩٩٩ |
شماره مسلسل۵۱ | ![]() |
رفيع ـ ننگرهار د ننگرهار د طب پوهنځی د محصلينو پاڅون د بنسټپالی ضد سراسری پاڅون سرپيل دی طالبانو وروسته د واكمنيدو څخه د افغانستان په هر ولايت او ښار كی د ښوونی او روزنی دروازی زمونږ د بیدفاع خلكو په مخ وتړلی. خو په ډيرو ځايونو كی د مخالفت او احتجاج سره مخامخ شو، او ونشوكړای چی تعليمی اداری په پشپړه توگه وتړی. له بلی خوا طالبانو غوښتل او غواړی نړيوالو ته وښايی چی گواكی دوی د علم او پرمختگ ضدندیاو د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازی خلاصی دی. حال دا چی په هری تعليمی اداری كی د طالبانو د منځنيوپيړيو قوانين په كار اچول كيږی او د تعليم پخوانی سيستم يی له منځه وړی دی. د ننگرهار پوهنتون يو د دغه تعليمی ادارو څخه دی چی محصلين او استادان يی د ډيرو ستونزو سره سره نهپريږدی چی دروازه يی وتړل شی. د نوموړی پوهنتون او د هغی د ليليی حالت ډير خراب دی او محصلين يی مجبور دی ډول ډول كړاوونه وزغمی. بالاخره هغوی دی ته وهڅول په دی ناوړه وضعيت كی بدلون راوړی. د ننگرهار پوهنتون د طب پوهنځی چی د استادانو شمير يی ۶٣ او د محصلينو يی ۸٢٣ تنو ته رسيږی، لومړنی پوهنځی وو چی په پوهنتون كی يی د طالبانو د مشرانو خلاف په احتجاج لاس پوری كړ. اصلی خبره دا وه چی مولوی يوسف په خپله د ليليی د غذايی موادو او نورو شيانو په غلا كی لاس درلود. له همدی كبله د ١٣٧٧ كال د ليندی د مياشتی په ۶ نيټه د محصلينو احتجاج هغه وخت پيل شو چی محمدنسيم د نوموړی پوهنځی د دوهم ټولگی محصل په جومات كی د ماسپښين د لمانځه نه وروسته د محصلينو څخه غوښتنه وكړه چی د خپلو حقونو لپاره پاڅيږی. وروسته له دی هغه د طالبانو لخوا ونيول شو او د جلالآباد مركزی محبس ته ويوړل شو او هلته يی شكنجه كړ. خو د نورو محصلينو د زيات كوښښ نه وروسته هغه د ليندی د مياشتی په ۸ نيټه د بند څخه خلاص شو. كله چی د مولوی يوسف ورور حاجیايوب د ننگرهار د منتظره قطعی قومندان د محمدنسيم د خوشیكيدو څخه خبريږی، د همدغی مياشتی په ٩ نيټه د خپلو وسلهوالو كسانو سره د پوهنځی انگړ ته ننوځی او محمدنسيم د بيرحمانه وهلو ټكولو لاندی نيسی. كله چی محصلين دغه حالت گوری، په طالبانو د كاڼو گذارونه كوی او طالبان هم د خپلی ويری تښتی. وروسته له دی نه شاهولی نورو محصلينو ته خبر وركوی او وايی: «نن يی محمدنسيم شكنجه كړ، سبا زمونږ او ستاسی وار دی. بايد مونږ د خپل ځان څخه دفاع وكړو او خپل حقوق تر لاسه كرو.» د پوهنځی تقريباً ۶۵٠ محصلين د شاهولی په بلنه راغونډ شو او د آزادی، دموكراسی او د خپلو حقوقو غوښتنه يی كوله. ددی غونډی نه لا دوه ساعته تير نهوو چی تقريباً ٢۵ وسلهوال كسان د پوهنځی انگړ ته راننوتل او سمدستی يی په هوايی ډزو پيل وكر. محصلينو ورته وويل: «مونږ په خبرو پوهيږو» خو حاجیايوب همدا ويل: «نسيم څوك دی. ماته نسيم راوسپاری» د حاجیايوب په ځواب كی گلاب د لومړی ټولگی محصل وويل: «دا هر يو محصل چی ته يی دلته گوری نسيم دی او خپل حقونه غواړی.» حاجیايوب د ډيری قهر له كبله گلاب د راكټ په مرمی ووهه او زخمی يی كړ او بيا يی په محصلينو ډزی وكړی چی په نتيجه كی محمدرحيم د محمدنواب زوی د دوهم ټولگی محصل د خوگيانو د ولسوالی د شيرزاد د كلی اوسيدونكی سمدلاسه په شهادت ورسيده او دادمحمد د نواب زوی د لوگر ولايت اوسيدونكی ډيرزيات ټپی شوچی وروسته په پيښور كی يی له دی دنيانهسترگی پټی كړی. دڅلوروتنوټپی شویمحصلينونومونه دادی:
١) عبدالقيوم د عبدالحكيم زوی د شينوارو اوسيدونكی او د پنځم ټولگی محصل.
وروسته ددغی پيښی نه په محصلينو ډيری زياتی سختی شروع شوی او د پوهنتون درسی وضع لاپسی خرابه شوه. د طالبانو مشرانو خو په ظاهره په دغه مسئله خپله انديښنه څرگنده كړه او د زخمی او شهيد شوو محصلينو كورنيو ته يی د وينی د بها په توگه نقدی پيسی وركول غوښتل خو د ددغه محصلينو دخپلوانو او نورو خلكو د كركی او مخالفت سره مخامخ شول. |